استرالیا کې د ښځو یوازینی موزیم د ښځو په تشناب بدلېږي

د خپرېدو وخت

په استرالیا کې د ښځو لپاره یو جوړ شوی موزیم چې نارینه و ته پکې د ننوتو اجازه نشته،‌ لا هم پر خپل دې اصل ټینګار کوي، خو محکمې د تبعیضي چلن ضد قوانینو له مخې نارینه و ته هم یاد موزیم ته د ننوتو پرېکړه کړې ده.

د تاسماني په نامه یوه پخواني موزیم سې شنبه (۷ مې) د محکمې د حکم د لغوه کېدو غوښتنه کړې، او د نارینه و د ننوتو پرېکړه یې رد کړې.

دې موزیم ته یوازې ښځې ورتللی شي.

د موزیم مسولینو استدلال کړی چې "دا موزیم په ټولنیزه او تاریخې برخه کې ښځو ته د اړول شویو زیانونو لنډه کتنه ده او دا چې ښځې څه ډول برابر فرصتونه دودولی شي."

محکمې دا پرېکړه په اپرېل میاشت کې وروسته له هغې وکړه چې، د نیو ساوت وېلز اوسېدونکي جسیون لائو ته موزیم ته د ننوتو اجازه نه وه ورکړل شوې.

په دې موزیم کې د پیکاسو د آثارو په ګډون نور ډېر شمېر لرغوني آثار اېښودل شوي دي.

دا موزیم د محکمې له پرېکړې وروسته د عامو خلکو پر مخ تړل شوی.

د موزیم د صالون هنرمندې کرشا کچیل ویلي، د صالون د بڼي له بدلولو سره به د محکمې پرېکړه وننګوي.

آغلې کچیل په پلان کې لري، چې له صالون به د ښځو په نوم یو تشناب او کلیسا بېله کړي.

نوموړې ادعا کوي، چې دا به تر هر ډول قانوني معافیت لاندې یوازې د ښځو لپاره وي او نارینه به د ننوتو اجازه نه لري.

دا وايي، "په زړه پوری تشناب به د ښځو په صالون بدل شي. د ښځو صالون به ښځو ته ځانګړې شوې خونه وي."

مېرمن کیچل استرالیايي رسنیو ته ویلي، "دا ټر ټولو ښه تشناب دی، چې د نړۍ په کچه يې يادونه کېږي او نارینه به ورته د ننوتو اجازه نه لري."

تر هغې چې کچیل د لا نور خوندیتوب غوښتنه کوي وايي، د پیکاسو په څېر ځینې آثار به تشناب ته ولېږدول شي او د دې ډاډ به هم ترلاسه کړي چې هر کله د هر چا لپاره د لیدو وړ نه دي.

یوازې د یکشنبې پر ورځ به نارینه موزیم ته د ننوتو اجازه لري، خو ښځو ته ځانګړي شوي تشناب ته نه.