تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت د چین په مرسته روغتیايي برخه کې د وړتیا لوړولو هڅې پیل کړې
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بيبيسي
- د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د طالبانو حکومت روغتیا وزارت وايي د هېواد په ټولو ولایتونو کې یې د روغتیايي برخې کارکوونکو ظرفیت لوړول پیل کړي دي.
ددغه وزارت د ظرفیت لوړولو او اداري پراختیا مشر ډاکتر عبدالجبار حيدر وايي چین ورسره د متخصصینو په روزنه کې مرسته کوي.
افغانستان له هغو هېوادونو دی چې د تکړه متخصصو ډاکترانو او د روغتیايي چوپړونو له کمښت سره مخ دی.
د الجزیرې خبرې شبکې رپوټ چې شپږمیاشتې وړاندې یې د افغانستان پر روغتیايي وضعیت کړی او وايي چې د مخکیني جمهوري نظام له سقوط وروسته د روغتیا برخې د ګڼو کارکوونکو له وتو سره تشه رامنځته شوې.
د روغتیا نړیوال سازمان ډاکتر 'منوېل دې لارا' په رپوټ کې وايي چې دوی کار پرې کوي او د پاتې پرسونل ظرفیت لوړول د ستونزې حل لار ده.
اوس په افغانستان کې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت وايي د هېواد په ټولو ولایتونو کې یې د روغتیايي برخې کارکوونکو د ظرفیت لوړولو هڅې پیل کړې دي.
په دغه وزارت کې د ظرفیت لوړولو او اداري پراختیا مشر ډاکتر عبدالجبار حيدر وايي، په ټولو ولایتونو کې د ټريننګونو د ضرورت تر سروی وروسته یې عملي کار پيل کړی.
د ډاکتر حیدر په وینا لسګونه روغتیاپالان د راډیولوژۍ په برخه کې روزل شوي دي.
د طالبانو حکومت روغتیا وزارت وايي په بهر کې هم له ځینو افغان ډاکترانو سره په تماس کې دي.
د معلوماتو له مخې یو شمېر افغان متخصصین په داوطلبانه ډول او ځینې یې چې وایي له سیاست سره تړاو نه لري، ان پخپل لګښت په افغانستان کې د روغتیا له برخې سره مرسته کوي.
یوه دایمي نیوکه دا ده چې په تېرو شلو کلونو افغانستان ته د میلیاردونو ډالر له راتګ سره سره چارواکي ونه توانېدل داسې روغتونونه جوړ کړي چې د جدي ناروغیو درملنه پکې وشي.
د چارو څارونکي وايي اوس چې ګاونډیو هېوادونو د افغانانو پر مخ دروازې تړلې، تر هر بل وخت ډېره اړتیا ده چې افغانستان په روغتیایي برخه کې لږترلږه پر ځان بسیا شي.