سور صلیب: زمونږ په مرسته د چلېدونکو روغتونونو مالي مسولیت سر له ننه د طالبانو حکومت ته سپارو

د خپرېدو وخت

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي په افغانستان کې یې یو بریالی پروګرام د روغتونونو د فعال ساتلو و چې له مخې یې په ۳۳ روغتونونو کې نژدي یولسو زرو افغان ډاکټرانو، نرسانو او د روغتون د نورو مامورینو معاشونه ورکول او ترڅنګ یې د درمل، طبي وسایلو، برېښنا، امبولانسونو، لابراتواري معایناتو او ناروغانو ته د خوړو لګښتونه هم ګالل خو په وینا یې د خپل پلان له مخې غواړي چې سر له ننه د ټولو روغتونو مالي مسوولیت په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته وسپاري.

ای سي ار سي ویلي "د بودیجې د کمښت له امله نور نه شي کولای چې د روغتونونو مالي لګښتونه وګالي خو په ورته وخت کې له ځینو هېوادونو او بنسټونو سره په خبرو بوخت دې چې د دې پروګرام د ځینو برخو مالي ملاتړ وکړي."

د سره صلیب نړیوالې کمیټې زیاته کړې چې دا پروګرام یې موقتي و څو افغان چارواکي منظم او د روغتیاي سیستم مسوولیتونو اخیستلو ته چمتو شي.

ای سي ار سي وايي افغان چارواکو د دې مسوولیت اخیستو او افغانانو ته د روغتیاي چوپړونو د وړاندې کولو لپاره چمتووالی ښوولی دی.

د یادولو ده چې د سره صلیب نړیوالې کمیټې لخوا د روغتونونو د فعال ساتلو پروګرام په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هله جوړ شو چې د افغانستان روغتیاي سیستم د نسکوریدو له ګواښ سره مخامخ و.

د ای سي ار سي په وینا "د دې پروګرام ګټه یې میلیونونو افغانانو ته رسېدلې ده او له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې له افغانانو سره د مرستې کولو چارې ترسره کړي او هوډ لري چې په راتلونکو کلونو کې هم خپلو چارو ته په افغانستان کې دوام ورکړي."

په ورته وخت کې د سره صلیب نړیوالې کمیتې ویلي چې په افغانستان کې به د سرې میاشتې ټولنې لخوا له ۴۷ روغتیايي مرکزونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او سربیره پر دې یې له هغو روغتیايي مرکزونو سره هم د خپلې مرستې د دوام ډاډ ورکړی چې په وینا یې هر کال په کې د ۱۵۰ زرو معلولینو درملنه کېږي.

ای سي ار سي دغه راز په زندانونو کې د روغتیاي چوپړونو د ښه کولو لپاره له افغان چارواکو سره د ګډ کار خبره هم کړې ده.

افغانستان په نړۍ کې دویم هېواد دی چې دا کمېټه په کې په پراخه کچه فعالیت لري.

دغه راز د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې په دوو افغانانو کې یو یې روغتیاي چوپړونو ته لاسرسی او کافي خواړه نه لري چې له امله یې ګڼ شمېر کې ماشومان خوارځواکه شوي او اړمنو کورنیو سره ډېره لږه مرسته کېږي.

دې کمیټې پر نړیوالې ټولنې او پراختیايي ادارو غږ کړی چې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي.