تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پوتین او جنرالان یې اوکرایین کې پر راتلونکو ګامونو بحث کوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپلو جګپوړو پوځي افسرانو سره غونډه کړې. د اوکرایین چارواکي داسې انګېري چې ګنې روسیه د راتلونکي کال لومړیو کې پر اوکرایین د نوي پوځي برید لپاره چمتووالی نیسي.
نوموړي دا ناسته پر داسې ورځ کړې چې ځواکونو یې یوځل بیا په اوکرایین کې پر زېربنايي پروژو توغندي توغولي دي.
پوتین د جمعې ورځې ډېره برخه د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو د قوماندې په مرکز کې په اوکرایین کې د روسیې د نویو ګامونو د شاربلو په بحثونو تېره کړه.
دا ګام یې داسې مهال اخیستی چې د اوکرایین پوځي چارواکو پر روسیې تور پورې کړی چې د راتلونکي کال پیلېدو سره د نویو بریدونو لپاره پلان جوړوي.
په اوکرایین کې د روسیې بریدونو د میلیونونو خلکو برېښنا پرې کړې ده.
پوتین د جمعې ورځې ناستې په یوه وېډیو کې ښکاري چې څنګ ته یې دفاع وزیر سیرګي شویګو او د وسله والو ځواکونو قومندان والیري ګیراسموف ناست دي.
پوتین د حکومتي تلوېزیون له لارې وینا کې وویل: "په هر عملیاتي اړخ کې قومندانانو ته غوږ نیسو، غواړم د خپلو سم لاسي او منځمهاله خوځښتونو په اړه ستاسې وړاندیزونه واورم".
غونډه کې د جنرال جیراسیموف حضور پر انټرنېټ هغه ګنګوسې هم درواغ ثابتې کړې چې ګنې هغه له دندې لاس په سر شوی دی.
دغه ۶۷ کلن پوځي مشر له سختو نیوکو لاندې و.
اوکراییني ځواکونو په وروستیو میاشتو کې د جګړې په ډګر کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې- مهم خېرسون ښار یې بېرته له روسانو ونیو.
د اوکرایین د پوځ مشر جنرال والیري زالوجني ویلي وو امکان لري د ۲۰۲۳ کال لومړیتو کې مسکو نوي بریدونه پیل کړي.
هغه ویلي وو چې روسیې نوي برید ته ۲۰۰ زره پوځیان چمتو کړي دي.
زالوجني وویل: "شک نه لرم چې دوی به یوځل بیا کېیف ته د رسېدو هڅه وکړي. پوهېږم چې موږ څومره جګړه ییز کنډکونه لرو او د راتلونکي کال پیلېدو سره باید څومره نور جوړ کړو. تر ټولو مهمه دا ده چې څنګه ګټه ترې واخلو. "
دی وايي، ښايي دا برید پر کېیف وي او له بیلاروس نه پیل شي.
روسي ځواکونه په تېره فبرورۍ کې له بیلاروس سره تر پولې تېرېدو وروسته کېیف ته نژدې شوي وو.
خو د بیلاروس ولسمشر السکندر لوکاشینکو څو ځلې دا رد کړې وه چې ګنې ځواکونه یې جګړه کې برخه لري، خو زرګونه روسي ځواکونه اوسمهال د ده په هېواد کې دي چې د روسیې د دفاع وزارت په وینا، هلته پراخ جګړه ییز تمرینونه روان دي.
راتلونکې دوشنبه به پوتین په مینسک کې د بیلاروس له ولسمشر سره وګوري.