تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بند امیر زون د قوش تپې ملي شل اوریز جام سیالیو اتلولي وګټله
- Author, راصد ځواک
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د بند امیر زون لوبډلې په کابل کې د قوش تپې ملي شل اوریز جام سیالیو پایلوبه کې مس عینک زون ته په ۲۳ منډو ماته وکړه او اتلولي یې وګټله.
د پایلوبې پچه د بند امیر لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
بند امیر د کریم جنت د سلیزې (۱۰۷ منډو) په مټ، د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره د ابراهیم ځډراڼ په مشرۍ مس عینک لوبډلې ته د ۱۹۷ منډو نسبتآ ستر هدف وټاکه.
کریم جنت دا منډې په ۵۳ توپونو وکړې، چې ۸ شپږېزې او ۸ څلوریزې پکې شاملې وې.
هغه د لومړۍ پاڼۍ په وروستي توپ وسوځېد.
د بهارعلي شینواري لخوا په ۱۷ توپونو ۳۳ نسبتآ چټکو منډو هم بند امیر سره د هدف په لوړولو کې مرسته وکړه.
مس عینک لپاره په توپ اچونه کې ضیاءالرحمن، وحید الله ځدران، دولت ځدراڼ او محمد ریاض یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
مس عینک توپوهنه ښه پيل کړه او د لومړۍ پاورپلۍ تر وروستي توپه یې په داسې حال کې ۵۹ منډې کړې وې، چې هېڅ لوبغاړی یې نه و سوځېدلی.
خو د نوید عبید او لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ ترمنځ د پیل ملګرتیا له ماتېدو وروسته بله اوږده ملګرتیا ونه شوه.
مس عینک لپاره د شاهدالله کمال ۴۱ منډې تر نورو ډېرې وې. هغه دا منډې په ۲۲ توپونو وکړې.
بلخوا بند امیر لپاره نن په توپ اچونه کې هم کریم جنت تر نورو ښه وځلېد. هغه په خپلو ۴ اورونو کې څلور لوبغاړي وسوځول او ۳۴ منډې یې وکړې.
کریم جنت د قوس تپې ملي شل اوریز جام پایلوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
قوش تپې ملي شل اوریز جام
د قوش تپي ملي شل اوریز جام د ۲۰۲۴ کال د می پر لومړۍ نېټه کابل کې پیل شوی وو.
په دغه جام کې ۵ لوبډلو(سپين غر، امو، بند امير، بست او مسک عينک) برخه درلوده.
حشمت شهیدي د بند امیر لوبډلمشر و. له هغه سره په لوبډله کې صدیق اتل، امیر حمزه، کریم جنت او یو شمېر نور ځوان لوبغاړي وو.
د مس عینک لوبډلې مشري ابراهیم ځدراڼ کوله چې افسر ځاځی، دولت ځدراڼ، خلیل ګوربز او نور ځوان لوبغاړي په لوبډله کې ورسره وو.
د بست لوبډلمشر نجیب ځدراڼ و. له هغه سره لوبډله کې رحمت شاه، حضرت الله ځاځي، ناصر جمال او نور ځوان لوبغاړي لوبېدل.
د سمیع الله شینواري په لوبډلمشرۍ سپین غر لوبډلې کې شهزاد محمدي، افتاب عالم، شبیر نوري او نور ځوان لوبغاړي وو.
د امو زون لوبډلمشر پیل کې ګلبدین نایب و، خو تر هغه وروسته چې نوموړی ای پي اېل ته ولاړ، شرف الدین اشرف یې پر ځای وټاکل شو. له هغه سره په لوبډله کې مجیب ځدراڼ، سلیم صافی، ظاهر پکتین او یو شمېر نور ځوان لوبغاړي راټول وو.
کوم لوبغاړي ښه وځلېدل
تر پایلوبې مخکې د ۲۰۲۴ کال قوش تپې ملي شل اوریز جام هرې ګډونوالې لوبډلې ۸ – ۸ سیالۍ درلودې.
دغه جام کې وحیدالله ځدراڼ تر ټولو ډېر (دیارلس) لوبغاړي وسوځول. هغه چې ښي لاسی 'اف برېک' سوکه توپ اچوونکی دی، مس عینک لوبډلې لپاره لوبېده. دی د افغانستان په ۱۹ کلنو لوبډله کې هم لوبېږي.
تر هغه وروسته د امو اظهار الحق نوید او د بست لوبډلې محمدالله لوګري او فریدون داودزي ۱۱ - ۱۱ لوبغاړي سوځولي وو.
توپ وهنه کې بیا د افغانستان د ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ ښه وځلېد. هغه مس عینک لپاره په اتو پاڼو کې ۳۲۳ منډې کړې چې یوه سلیزه هم پکې شامله وه.
د دغه جام غوره لوبغاړی هم ابراهیم ځدراڼ اعلان شوه.
بست لپاره بیا حضرت الله ځاځي په اتو پاڼیو کې د یوې سلیزې په مټ ۳۱۰ کړې.
او صدیق الله اتل چې د دغه جام اتلې لوبډلې بند امیر لپاره لوبډه، په اتو پاڼیو کې د ۴ نیمه سلیزو په مټ ۳۰۸ منډې کړې.