د عمران خان پلویانو لاهور کې د هغه نیولو پسې ورغلي پولیس په ډبرو ویشتلي

د خپرېدو وخت

د پاکستان لاهور کې زمان پارک ته د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د نیولو لپاره ور غلي پولیس د هغه له ملاتړو سره په اخ و ډب اوښتي دي.

د تحریک انصاف ګوند پلویانو پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه کړي او پولیسو یې ځواب کې ډنډې او اوښکې بهوونکي ګاز کارولي.

د پولیسو او خلکو تر منځ د اخ و ډب سره همهاله د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله ویلي، پولیس به نن عمران خان تر نیولو وروسته عدالت ته سپاري.

هغه شیخوپوره کې د مسلم لیګ (ن) یوې جلسې ته خطاب کې وویل "عمران خان خپل کور کې پټ ناست دی. نن به ونیول شي او عدالت ته به وړاندې شي."

پولیسو د دولتي سوغاتونو اړوند قضیه کې د عمران خان د نیولو تکل کړی.

دا په نږدې دوه اونیو کې دویم ځل دی چې له اسلام اباده ځانګړي پولیس د ښاغلي خان د نیولو لپاره لاهور ته ځي خو دا ځل حالت له پخوا تاوتریخجن ښکاري.

رپوټونه وايي دغه اخ و ډب کې د پي ټي ای یو شمېر غړي نیول شوي او پولیس د عمران خان د اوسېدو ځای 'زمان پارک' مخې ته رسېدلي دي.

له دې سره پخپله عمران خان پر خواله رسنیو یوه خپره کړې وینا کې ویلي که دی نیول کېږي هم، نو ملاتړي یې باید خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

هغه دغه ویډیو پیغام کې وايي "پولیس راغلي چې زندان ته مې بوځي. دوی فکر کوي چې که عمران خان زندان ته ولاړ شي، نو قام به ارام شي. تاسې یې باید دا فکر غلط ثابت کړئ.‎"

عمران خان زیاته کړې "تاسې باید د خپلو حقونو او رښتینې ازادۍ لپاره هلې ځلې وکړئ او راووځئ."

نوموړی دغه پیغام کې وايي "زه ستاسې جګړه پر مخ وړم. که زه زندان ته ځم، یا وژل کېږم، نو تاسې باید ثابته کړئ، چې قام له عمران خان پرته هم هلې ځلې کوي. تاسې د دغو غلو او یوه پرېکړه کوونکي کس غلامۍ ونه منئ."

له عمران خان لږ مخکې د هغه د تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه محمود قریشي رسنیو ته ویلي و پولیس دې ډزې او ډنډې بندې کړي او په وینا یې دوی "خبرو ته چمتو" دي.

هغه ویلي د عمران د نیولو امر تر کتلو وروسته به هغه سره خبرې وکړي.

ښاغلي قریشي دا خبرداری هم ورکړی چې که دغه اخ و ډب کې ځاني زیان اوړي، نو مسوول به یې پولیس او مسولین وي.

خو بل خوا د واکمن مسلم لیګ ګوند مشرې مریم نواز د ټویټ یوه پیغام کې لیکلي چې که "زمان پارک د پولیسو کوم افسر ته زیان ورسېږي، نو پړه به یې د عمران خان په غاړه وي."

عمران خان د حکومتي سوغاتونو په خرڅولو تورن دی.

د اسلام اباد پولیس تېره اوونۍ هم لاهور ته د هغه د نیولو لپاره تللي وو، خو په نیولو یې نه وو بریالي شوي.

هغه مهال ویل شوي وو چې عمران خان خپل استوګنځي کې نه و.