ایران او هند د چابهار بندر د پراختیا په اړه پر وروستۍ هوکړه سلا شوي

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي، په تهران کې یې له ایراني چارواکو سره د چابهار بندر په تړاو د اوږدمهاله همکاریو د چوکاټ پر رامنځته کولو مفصلې خبرې کړې دي.

د هوکړې له مخې به هند د دغه بندر پراختیايي پروګرام پلی کوي، چې موخه یې د ایران له لارې افغانستان ته د سویل ختیځې اسیا د مالونو لېږد اسانتیا ده.

دا طرحه د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد د امریکا له بندیزونو مستثنی ده.

سوبرامانیم جیشنکر پرون له خپل ایراني سیال امیر عبدالهیان سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، هند لېوال دی چې د منځنۍ اسیا، افغانستان او یوروشیا بازارونو ته د لاسرسي لپاره د ایران له ځانګړي جغرافيايي موقعیته ګټه واخلي:

"موږ د چابهار بندر په پراختیا او فعالیت کې د هند د ونډې په اړه د ګډې پروژې په توګه د اتصال د ګډ لید په اړه خبرې وکړې. ما د پروژې په اړه د هند پر ژمنتیا ټینګار وکړ او د دواړو هیوادونو لپاره د پروژې اهمیت ته په پام سره، ما په راتلونکو کلونو کې د هند د دوامدار ګډون لپاره د دوامداره او اوږد مهاله سړک نقشې د جوړولو په اړه بحث وکړ. زه د سیاسي مشرتابه تر مستقیمې څارنې لاندې د دې پروژې د پرمختګ د څارنې پر اړتیا ټینګار کوم."

هند له دې مخکې له ایران سره د چابهار بندر د تجهیزولو تړون لاسلیک کړی و، خو د دغې پروژې په عملي کولو کې د سستۍ او مداخلې راپورونه شته.

د افغانستان سیاسي وضعیت هم د چابهار پروژې د ځنډ یو لامل ګڼل شوی.

په ورته وخت کې، د چابهار بندر د پراختیایي پلان د وروستي کېدو په اړه خبرې روانې دي، افغانستان او هند مخ پر ودې سوداګریزه پراختیا تجربه کوي.

هغه شمېرې چې په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې وړاندې شوې وې، یعنې واک ته د طالبانو له رسېدو یو کال وړاندې، هند ته د افغانستان د صادراتو ارزښت په هغه کال کې ۵۳۰ میلیونه ډالر ښودل شوی ول، خو اوس د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان هند ته د ۵۷۹ میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي او هند هم افغانستان ته د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون ته وویل چې وچه او تازه مېوه او طبي بوټي هند ته د افغانستان تر ټولو مهم صادراتي توکي دي.

د هند لوی سوداګریز بازار ته په کتو اقتصادپوهان وايي چې افغانستان او هند ډیر سوداګریز ظرفیت لري په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره.

چابهار به د افغانستان لپاره خورا ښه غوراوی وي

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزي بي بي سي ته وویل، که هند په دوامداره توګه د کښتیو په لېږلو سره د مالونو د لېږد برخې ته زیاته پاملرنه وکړي او که د پیسو د لېږد او د بندر د لګښتونو د کمولو په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي، نو چابهار به د افغانستان لپاره خورا ښه غوراوی وي.

چابهار په سیستان او بلوچستان ایالت کې د ایران تر ټولو لوی سمندري بندر دی، چې سمندري مسافر پکې تګ راتګ کولای شي.

د چابهار بندر له لارې له هند سره د سوداګرۍ د پراختیا وړاندیز په داسې حال کې کېږي چې پر ډیورند کرښه د تورخم دروازه د پرلپسې څلورمې ورځې لپاره هم د سوداګریزو بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې ده.

څلور ورځې وړاندې وروسته له هغه چې پر تورخم پاکستاني پولیسو له افغان لارۍ چلوونکو څخه د پاسپورټونو او ویزو غوښتنه وکړه او طالبانو ورته چلند وکړ، دغه ور د مالونو د تګ راتګ پر مخ وتړل شو.

پاکستان هېڅکله د افغانستان د سوداګرۍ لپاره خوندي لاره نه وه او په ډېرو مواردو کې سیاسي مسایل د لارې د تړل کېدو لامل شوي. هغه څه چې په وچه کې د ایسار افغانستان لپاره ډېر ګران پرېوځي.