تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګرو ملتونو يو ځل بيا له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر ضد له کړنو لاس واخلي
ملګرو ملتونو یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پرضد له هغو ټولو کړنو لاس واخلي چې د دوی ازادي محدودوي او له هغو طالب چارواکو سره دې حساب کتاب وشي چې له ښځو او نجونو سره د سیسټماټیک توپیري چلن مسؤول دي.
ملګرو ملتونو په يوه غونډه کې چې په جنیوا کې جوړه شوې وه، افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنیټ، د ښځو او نجونو سره د زور زیاتي د مخنیوي ځانګړي رپورټرې او د ملګرو ملتونو نورو اړونده چارواکو او کارپوهانو برخه لرله.
د ملګرو ملتونو له خوا خپاره شوې بیان کې ویل شوي چې د غونډې ګډونوالو د طالبانو له حکومتi غوښتي د هغو مسؤولیتونو سره سم عمل وکړي چې د یوه هېواد په توګه یې افغانستان د بشري حقونو برخه کې لري. دې ډله کې له ښځو سره د هر ډول توپیري چلن د مخنیوي کنوانسیون ته اشاره شوې او ټینګار شوی چې د طالبانو حکومت دې د بشري حقونو او د قانون حاکمیت ملاتړ او د توپيري چلن مخه ونیسي.
د ملګرو ملتونو دې چارواکو او کارپوهانو په ټينګار غوښتنه کړي چې هغو طالب چارواکو سره باید حساب کتاب وشي چې د دې سیسټماتیک او پراخ توپيري چلن مسؤول دي.
د غونډې ګډونوالو په توقیف کې د نیولو شویو ښځو او نجونو د وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې ده. ویل شوی چې "امنیتي حوزو کې په تنګ او له ګڼې ګوڼې ډک ځای کې ساتل شوي، یوازې یو وخت خواړه ورکړل شوي، ځینې یې وهل شوي، ګواښل شوي او وېرول شوي دي." دغه راز دوی ته د "مدافع وکیل لرلو او عدالت ته د لاس رسي حق نه دی ورکړل شوی." او په چارو کې د روڼتیا او شفافیت کموالي له امله دا نه معلومه چې څو تنه لا هم په توقیف کې دي.
د ملګرو ملتونو د دې غونډې ګډونوالو د نارینه په ضمانت د دې مېرمنو او نجونو خوشي کول او نارینه وو ته د ښځو د جامو مسؤولیت سپارل له ښځو او نجونو سره د سیستماتیک توپیري چلن دوام بللی. دوی ویلي دا ټولنه کې د ښځو او نجونو مقام را ټیټوي.
د ملګرو ملتونو په دې بیان کې ویل شوي د طالبانو د نظر وړ حجاب نه مراعتولو په تور د ښځو او نجونو د نیولو لړۍ د کابل له لوېدیځې څنډې چې ډېر اوسېدونکي یې هزاره توکمي دي پیل شوه او په چټکۍ بامیان، بغلان، بلخ ، دایکندي او کندز ته وغځېده.
نژدې دوه نیم کاله وړاندې د طالبانو بیا واک ته رسېدو او پر ښځو او نجونو له بندیزونو وروسته ملګرو ملتونو په تکرار د طالبانو له حکومته غوښتي چې دا بندیزونه او محدودیتونه لرې کړي. خو طالبانو تر اوسه دې برخه کې د نړیوالو هیڅ ډول فشار ته غاړه نه ده ایښې، آن هغه غږونه هم نه دي اورېدل شوي چې د طالبانو د لیکو له منځه د دې بندیزونو پر ضد شوي دي.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ومنله چې محتسبانو یې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ځينې ښځې د دوی په ټکو د حجاب نه مراعتولو په تور نیولي دي.
له دې وړاندې هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د طالبانو پر حکومت غږ کړی و چې د ښځو پر وړاندې له "فزيکي تاوتريخوالي" او له داسې توقیف کولو لاس واخلي چې د یوناما په ټکو "له ځانه سره یوه لویه بدنامي لري" او ښځې لا ډېرې "څنډې" ته کوي.
د ملګرو ملتونو د دې تازه بیان او غوښتنې په اړه لا طالبانو څه نه دي ویلي خو د یوناما غوښتنې ته په ځواب کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو دا "پروپاګند حقیقت نه لري" ،افغان مېرمنې حجاب مراعتوي، زور زیاتي ته اړتیا نه لري او د امربالمعروف لخوا هم له چا سره زور زیاتی نه دی شوی".