ایران وايي اصفهان کې د دفاع وزارت پر یوه بنسټ د "ډرون" برید شوی

د خپرېدو وخت

د ایران دفاع وزارت وايي، اصفهان کې ددغه وزارت پر بنسټونو د 'بې پیلوټه' الوتکې برید شوی.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې دا د (کوچنۍ مرغۍ) برید بللی چې په وینا یې د دفاع وزرات پر یوه بنسټ شوی دی.

ایران وايي، له دې برید څو ساعته مخکې د اصفهان د "مهماتو" د تولید په یوه کارخونه کې یوه لویه چاودنه شوې ده.‌

دا چاودنه د ایران د دفاع وزارت اړوند د وسلو جوړولو یوه کارخونه کې شوې چې ویل کېږي چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.

پر خواله رسنیو ددغې چاودنې ځینې وېډیوګانې لاس په لاس شوې دي. 

دفاع وزارت او د ایران وسله والو ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د شپې ۲۳:۳۰ بجې له کوچنۍ مرغۍ په ګټه اخیستو د دفاع وزارت پر یوه بنسټ او ورشکاپ نابریالی برید شوی.

خبرپاڼه زیاتوي، له نېکه مرغه په دې کې څوک نه دي وژل شوي، خو دوه نورې بریدګرې بې پیلوټه الوتکې ویشتل شوې دي‌.‌

د ایران دفاع وزارت د دغه برید د پړې ګوته کوم هېواد یا ډلې ته نه ده نیولې.

خبرپاڼه وايي، برید کې یوازې د ورکشاپ چت ته یوڅه زیان اوښتی، خو منځ‌ کې یې وسایلو ته هېڅ زیان نه دی اړولی.

تر اوسه کوم چا یا ډلې ددغه برید مسؤلیت نه دی منلی.‌

ایران وايي، دغه ډول ړانده بریدونه به د هېواد د پرمختګ مخه ونه شي نیولی.

ایران کې زلزله

په ورته وخت کې د شنبې په ورځ د ایران شمال لوېدیځ کې زلزله شوې چې د ایران د سرې میاشتې په وینا لږ تر لږه درې کسان پکې وژل شوي او ۴۴۷ نور ټپیان شوي دي.

"ایسنا" خبري اژانس د ایران د سرې میاشتې له قوله ویلي، په زلزله کې ډېر مالي زیان اوښتی دی.

دغه اژانس د صادق محمودي له خولې ویلي، دغه کسان ترهېدلي او د زلزلې له وېرې د تې‍ښتې پرمهال یې شاک لیدلی دی.

د زلزلې شدت - چې په سیمه ییز وخت ۲۱:۴۴ بجې وشوه، ۵٫۹ درجې ښودل شوی چې تر ډېره یې لوېدیځ اذربایجان کې خوی سیمه زیانمنه کړې ده.‌

د زلزلې مرکز له ځمکې لاندې اوه کیلومتره ژور ښوودل شوی دی.