پاکستان کې ایسارې افغانې کورنۍ؛ د کابل له وضعیته تښتېدو، اسلام اباد کې پرې واوښتو

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
"که مرګ مو په نصیب و، رابه شي، که دلته وي، که هلته. له کابله راغلو چې زما د ماشومانو راتلونکی ښه شي. ډاکټران شي، انجینران شي او یوه ښه ځای ته ورسېږي، خو اوس هغه هر څه یو خوب غوندې ښکاري"
دا خبرې له اسلام اباده یوې افغانې مور په ژړغوني غږ راته کولې چې افغانستان کې یې خپله دنده او کور له لاسه ورکړل.
د شملې مقصودي په نوم دا مور څه باندې کال مخکې یوه بهرني هېواد ته د تلو په تکل له کابله پاکستان ته کډواله شوې.
هغه اوس پاکستان کې روانو سیاسي ناندریو، تاوتریخجنو احتجاجونو، قیمتۍ او بهر ته د تلو ناڅرګند برخلیک ناهیلې کړې ده.
آغلې مقصودي وايي، هغه وضعیت اسلام اباد کې پرې راغی چې له وېرې یې له کابله وتلې وه.
دا زیاتوي، "ناڅاپه ګډوډي شوه، انټرنټ او سیمکارتونه بند شول، میټرو سټېشن ته اور اچول شوی و، وهل ټکول وو. اولادونو ته مې ډېره اندېښمنه وم"
"اوښلن ګاز یې سترګې سرې ګرځولې وې، لکه وینې"

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم پاکستان کې سیاسي ناندرۍ له واکه د مخکېني لومړي وزیر او د تحریک انصاف مشر عمران خان له ګوښه کولو وروسته پیل شوې دي خو تازه یې تېره اوونۍ زور واخیست.
هله چې د غويي پر ۱۹مه (مې ۹مه) عمران خان د سترې محکمې له مخې ونیول شو په ملاتړ یې احتجاجونه وشول چې له تاوتریخوالي سره مل وو.
شمله وايي، هغه ورځ یې اولادونه او مېړه په سیمه کې وو، "د خاوند مې لاسي کراچۍ چپه شوې وه، مېوې یې ټولې ماتې شوې وې، هندواڼې او خېټکي او شفتالان وو. هغه ګاز یې کارولی و چې سترګې سوځوي، د خاوند او زامنو سترګې مې سرې سرې ګرځېدلې وې، لکه وینې..."
اسلام اباد کې یوه مېشته افغانه خبریاله لیمه سپېڅلې هم د هغې ورځې په ماښام د احتجاج په سیمه کې ایساره شوې وه.
دا وايي، "وضعیت ډېر د اندېښنې وړ و. ټلیفون او انټرنټ کار نه کاوه، اورونه بل وو، وهل تکول وو، کورنۍ ما سره او ما هغوی سره اړیکه نه شوه نیولی، داسې وم لکه ورکه شوې چې یم."
"ځینې له وېرې خپل هویت پټوي او نه وايي چې افغانان یو"
لیمه سپېڅلې هم له افغانستانه شاوخوا اته میاشتې مخکې وتلې او اوس په اسلام اباد کې مساپره ده.
دا وايي، پخپله د دې شاهده ده چې هلته د روان وضعیت له کبله ځینې افغانان د تورخم او سپين بولدک له لارې بېرته افغانستان ته ستانه شول.
د لیمې په وینا، "هلته مېشت افغانان په وېره کې دي چې بېرته یې افغانستان ته ونه لېږي ځکه چې د ګڼو هغو د ویزو موده پوره شوې ده، ځینې یې فکر کوي چې اسلام اباد باندې دا ورځ موږ راوستلې ده او کله له همدې وېرې خلک خپل هویت پټوي او نه وايي چې افغانان یو."

د عکس سرچینه، Getty Images
د یادولو ده چې د همدې ناندریو په درشل کې دا تېره اوونۍ (غويي ۲۲مه/ مئ ۱۲مه) په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت وویل چې په دوو ورځو کې ۱۴۱ کورنۍ له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي. په وینا یې، ځینې یې پخپله خوښه او ځینې بیا په زور له پاکستانه ایستل شوي دي.
لیمه سپېڅلې وايي، پېغور ورکول کېږي چې د کابل حالت تر اسلام اباده ښه دی نو ولې بېرته نه ورستنېږي، "راته وايي چې تاسې خو په امنیت او ښه ژوند پسې اسلام اباد ته لاړئ، اوس خو هلته وضعیت بدتره دی، ولې بېرته نه راځئ؟"
خو شمله مقصودي بیا وايي، داسې افغانستان ته بېرته ستنېدو ته زړه نه شي ښه کولی چې له دې د کار کولو او له اولادونو یې د زدکړو حق اخیستل شوی دی.
آغلې مقصودي وايي، کابل کې یې د طالبانو حکومت تر راتګ مخکې "ښه دنده" لرله او اولادونو یې زدکړې کولې خو اوس ترې "محرومې" دي.
اقتصادي ستونزې او اسلام اباد کې روانه قیمتي

د عکس سرچینه، Getty Images
اسلام اباد کې یوازې سیاسي ناندرۍ نه دي بلکې اقتصادي کړکېچ هم د میلیونونو پاکستانیانو غوندې هلته مېشت افغانان هم ځپلي دي.
شمله وايي، د کورونو کرایې اوس له اسمان سره خبرې کوي، "د کوم کور کرایه چې لس زره وه، اوس شل زره ده، د شلو زرو کور څلوېښت زره کرایه اخلي. څلوېښت زره به له کوم ځایه پیدا کړم؟"
اسلام اباد ته په دې وروستیو کې تللی شاهنواز هم د نهه کسیزې کورنۍ مشر دی او هلته په لاسي کراچۍ یا رېړه سبزي او مېوه خرڅوي.
دی وايي، روان وضعیت د ده لپاره هم د نفقې ګټل ګران کړي، "مخکې مې کار روزګار ښه و، دومره کېده چې ژوندي وو او وږي نه پاتې کېدو. اوس د عمران خان مظاهرې دي، کاروزګار مو ښه نه دی او ډېر په مشکل کې یو"
او لیمه سپېڅلې بیا وايي چې که څوک ښه دنده یا پیسې ونه لري، نن سبا په اسلام اباد کې ژوند ورته ډېر سخت دی.
پاکستان کې له کلونو راهیسې شاوخوا دوه نیم میلیونه افغان کډوال مېشت دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د شمېرو له مخې د تېر ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۲۵۰ زره نور افغانان هم پاکستان ته کډه شوي.
په دوی کې د تېر جمهوري حکومت کارکوونکي، خبریالان، مدني فعالان او هنرمندان هم شامل دي. دوی وايي، سیاسي جنجالونو هلته د ځینو سفارتونو او کډوالو ادارو کارونه لا پسې ټکني کړي او غوښتنه کوي چې که د دوی د لېږد بهیر چټک شي نو له کړاوه به خلاص شي.
خو داسې ښکاري چې هلته د امریکا او بریتانیا په ګډون ګڼ هېوادونه لا د ورغلیو افغان کډوالو په سمه توګه بسیا کولو کې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.





















