تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیه وايي اوکراییني ځواکونو پر کرایمیا د توغندیو برید کړی
رپوټونه وايي روسیې او اوکرایین تېره شپه د یو بل پر بندرونو بریدونه کړي دي.
روسیې ویلي اوکراییني ځواکونو کرایمیا کې د سېواستوپول ښار پر یوه بندر په برید کې لږترلږه لس تواغندي او درې چاودېدونکي بېړۍ کارولې.
کرایمیا لپاره د روسیې لخوا ټاکل شوي والي میخایل رازوژیایف ویلي چې په سېواستوپول کې د اوکراییني توغندیو د برید له کبله پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې.
هغه په دې پېښه کې د ۲۴ کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.
ښاغلي روزوژیایف ویلي چې توغندي د بېړیو په یوه تمځای کې لګېدلي.
د یادونې ده چې د روسیې د تورې بحیري د سمندري ځواک مرکزي اډه هم په سېواستوپول بندري ښار کې ده.
بلخوا ښاغلي رازوژیایف ویلي د بېړنیو خدماتو کارکوونکي د برید او پایله کې د رامنځته شوې اورلګېدنې ځای ته رسېدلي دي.
هغه زیاته کړې چې دغه ښار کې ملکي تاسیساتو ته څه خطر نه دی پېښ شوی.
نوموړي د دې اورلګېدنې یو عکس هم په ټېلېګرام خپور کړی دی.
روسیې بیا اوکرایین کې د دانیوب سیند پر غاړه د اېزمائیل سیمې یو بندر چې اوکرایین ترې غله دانه صادروله، د ډرونونو په برید کې ویجاړ کړی دی.
د اودېسا سیمې والي اولېح کیپېر ویلي، چې په دغه برید کې شپږ کسان هم ټپي شوي.
د نوموړي په وینا د ډرونونو د دغه برید پایله کې اور لګېدلی چې بندري تاسیسات یې ویجاړ کړي دي.
ښاغلی کیپېر پر ټېلېګرام لیکلي "پر اېزمائیل ولسوالۍ د ډرونونو څو جوپې وتوغول شوې... په خواشینۍ سره ځینې ځایونه لګېدلي، بندر او نورو ملکي تاسیساتو ته زیان اوښتی دی."