تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"د بریتانیا له موزیمه شاوخوا ۲۰۰۰ لرغوني او هنري اثار غلا شوي"
د بریتانیا د موزیم رییس جورج ازبورن وايي له دغه موزیمه شاوخوا دوه زره اثار غلا شوي دي.
خو هغه دا هم ویلي چې یو شمېر نادرکه شوي اثار اوس بېرته موندل شوي.
د بریتانیا د مالیې پخواني وزیر هم منلې چې د بریتانیا د موزیم حیثیت زیانمن شوی، خو ټینګار یې کړی چې وضعیت به دوی پخپله کنټرول کړي.
هغه بيبيسي ته وویل لومړی ځل د ۲۰۲۱ کال فبرورۍ کې د دغو اثارو د غلا کېدو په تړاو اندېښنې راپورته شوې او دا چې کېدای شول د مخنیوی لپاره یې ډېر ګامونه واخیستل شي.
د موزیم یو کارمن چې د دغو اثارو تری تم کېدو د لاس لرلو شک پرې کېږي، له دندې ګوښه کړل شوی دی.
د جمعې پر ورځ وویل شول چې د موزیم مدیر هارتویګ فیشر به د ۲۰۲۱ کال څېړنو پر مهال د ناسم مدیریت په منلو سره له خپلې دندې ګوښه شي.
د بریتانیا موزیم د دغه هېواد له معتبره او باور وړ فرهنګي بنسټونو دی.
خو تر هغې وروسته د روانې میاشت په پیل کې له دغه موزیمه د ځینو اثارو د ورکېدو یا د زیان ور رسېدو رپوتونه خپاره شول، تر فشارونو لاندې دی.
دغه موزیم مخکې ویلي وو چې دغه اثار له میلاد ۱۵ پېړنۍ وړاندې تر میلاد وروسته ۱۹مې پېړۍ پورې د بېلابېلو دورو اړوند دي او تر ډېره د اکاډمیکو او څېړنیزو اهدافو لپاره ساتل کېدل.
ښاغلي ازبورن چې د ۲۰۲۱ کال جون کې د دې موزیم رییس ټاکل شوی، د بيبيسي راډیو۴ ته ویلي چې "موږ دمګړۍ د ځینو غلا شویو اثارو موندل پیل کړي دي."
نوموړي وايي "موږ باورمن یو چې دغه غلاوې د اوږدې په لړ کې شوې او که صادقانه ووایم، د مخنیوي لپاره مو یې ډېر څه کولی شول."
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې غلا شوي اثار چېرته دي، وویل: "یو شمېر کسان چې د لرغونو شیانو کار کې بوخت دي، له موږ سره فعاله همکاري کوي" او دې همکارۍ یې یو څه هېلې راټوکولې دي.
نوموړي وویل ډاډمن دی چې رښتیني کسان به غلا شوي اثار بېرته ور وسپاري، خو دا یې هم ومنله چې "ځینې ښايي دا کار ونه کړي."
د بریتانیا موزیم په ۱۷۵۳ زېږدیز کال کې تاسیس شوی او شاوخوا اته میلیون لرغوني اثار پکې ساتل کېږي.
خو تر ۲۰۱۹ کاله له دغو اثارو یوازې شاوخوا ۸۰ زره نندارې ته اېښودل شوي، او نور په زیرمتونونو کې ساتل کېږي.
ښاغلي ازبورن ومنله چې دغه ټول شیان په دقیق ډول ثبت او ډلبندي شوي نه دي.
هغه زیاته کړه "که څوک ناثبت شوي اثار وپېژني، د ترلاسه کولو زرین فرصت یې لري."
د بریتانیا د موزیم رییس وویل دغه موزیم له پولیسو سره له نږدې همکاري کوي.
نوموړي پر دې هم ټینګار کړی چې د موزیم امنیتي سیستمونه باید ښه او پیاوړي شي.
هغه ومنله چې د موزیم حیثیت ته زیان اوښتی، او دی له دې کبله بښنه غواړي.
د لندن پولیسو هم د ورکو شویو تاریخي شیانو په اړه له یوه سړي سره خبرې کړې، خو تر اوسه په دې تړاو د چا د نیول کېدو خبر نه دی ورکړ شوی.
د دغو تاریخي اثارو د بې درکه کېدو رسوایۍ د بریتانیا زمویم د نقش په اړه چې د نړۍ له لروبر د لرغونو اثارو د ساتنې د یوه بنسټ به توګه مشهور دی، ګڼې پوښتنې راولاړې کړې.
روانه اونۍ یوناني لرغونپوه دسپونیا کوتڅومبا بيبيسي ته وویل چې د پارتنون مجسمې په لندن کې خوندي نه دي.
د یونان حکومت له اوږدې مودې راهیسې د دغو مرمرینو لرغونو اثارو د ورګرځول کېدو غوښتنه کوي.