تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سوډان کورنۍ جګړه؛ خرطوم کې ګڼو ودانیو اور اخیستی
د سوډان پلازمېنه خرطوم کې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ تازه نښتو کې ګڼو ودانیو اور اخیستی دی.
یکشنبه پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د 'لوی نیل تېلو شرکت' په لوړپوړیزې ودانۍ کې هم اور لګېدلی.
د دې اسمانڅکې ودانۍ معمار 'تغرید عبدین' د اېکس یا پخواني ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي "دا واقعآ دردونکې ده."
دغه مشهوره مخروطي شکله ۱۸ پوړیزه ودانۍ د نیل سیند پر غاړه پرته ده.
تر اوسه مالومه نه ده چې په دغه اسمانڅکي کې اور څنګه لګېدلی او همدا راز تر دې دمه د اوښتې مرګژوبلې راپور هم نه دی ورکړ شوی.
د سوډان پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم د ملېشې مشرانو ترمنځ د روان کال اپرېل کې اختلافات رابرسېره او جګړه پیل شوه.
له هماغه راهیسې په خرطوم او نورو ښارونو کې هوايي بریدونه او ځمکنۍ جګړه روانه ده.
په دې جګړه کې تر اوسه شاوخوا ۷۵۰۰ کسان وژل شوي او پنځه میلیونه نور بې ځایه شوي دي.
ملګري ملتونه وايي له دوی تر یو میلیون ډېر کسان اړ شوي چې له سوډانه وتښتي.
سوډان کې د روانې جګړې څارونکې ډلې ویلي، چې د چټک ملاتړ ځواکونو شنبه د پوځ تر کنټرول لاندې سیمو باندې بریدونه کړي.
په دوی کې د عدلیې وزارت اړوند دفتري ودانۍ هم شامله ده.
د رپوټونو له مخې د دغه برید پایله کې په ګڼو دولتي ودانیو کې اور لګېدلی دی.
عیني شاهدانو 'اېاېفپي' خبري اژانس ته ویلي چې پر پوځي تاسیساتو بریدونو یکشنبه هم دوام درلود.
هممهاله روغتیايي چارواکو اعلان کړی چې په خرطوم او دارفور سیمو کې مرکزي روغتونونه له فعالیت غورځېدلې دي.
د نوال محمد په نوم یوې ځايي اوسېدونکې چې د جګړې له ځایه شاوخوا ۳ کیلو متره واټن کې اوسي، ویلي چې د چاودنو له زوره یې د کور دروازې او ښیښې ماتې شوې دي.
هغې د شنبې او یکشنبې ورځو نښتې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې تر ټولو سختې بللې.
بلخوا د دیموکراسي پلوه وکیلانو ټولنې په وینا په خرطوم کې له جمعې را وروسته په جګړه کې لسګونه ملکیان وژل شوي دي.
پر خرطوم سربېره د سویل په شاوخوا ۴۰۰ کیلومترۍ کې له العبید ښاره هم د نښتو رپوټونه ورکړ شوي.
د چټک ملاتړ ځواکونو ملېشه هڅه کوي چې د پوځ سرتېري له پلازمېنې وباسي او پوځ بیا د دې ملېشې کمزوري کولو لپاره هوايي بریدونه کوي.