پاکستان کې د طالبانو حکومت چارسمبالی سفیر: یو اېن اېچ سي ار د افغان کډوالو ستونزو هوارولو کې راسره مرسته نه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, پاينده څرګند
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي په پاکستان کې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنري (يو اېن اېچ سي ار) له دوی سره د افغان کډوالو د ستونزو هوارولو کې مرسته نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون ملګرو ملتونو اعلان وکړ، په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر څه باندې ۳ نیم میلیونو ته رسېدلی دی چې څه باندې اووه نیم لکه یې نا راجستر شوي کډوال دي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر خان اپریدي بي بي سي ته وویل، د پاکستاني چارواکو د شمېرو له مخې، له هغې راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، نژدې شپږ لکه افغانان پاکستان ته کډوال شوي دي.
دغه افغانان چې ډېری یې د بېلابېلو مجبوریتونو له امله کډوال شوي، په افغانستان ستونزو او د پاکستان حکومت سخت چلند ته په کتو، ملګرو ملتونو ته یې ډېره تمه کېږي.
په پاکستان کې د طالبانو حکومت چارسمبالي سفیر سردار احمد شکېب بي بي سي ته وویل چې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له دوی سره د افغان کډوالو د ستونزو هوارولو کې مرسته نه کوي.
نوموړی وايي، "يو اېن اېچ سي ار او دې ته ورته نورې ادارې چې د کډوالو په چارو کې کار کوي نه يوازې دا چې موږ د خپلو فعاليتونو او لګښتونو په اړه خبر کړي نه يوو، بلکې د د شته ستونزو په اړه چې موږ له دوی سره اړيکه نيسو، هېڅ همغږي نه کوي، زموږ سره يې رسمي تماس نه دی نيولی او نه زموږ پوښتنو ته ځواب وايي."
ښاغلی شکېب د ستونزو د هواري عملي حل لار په دری اړخیزې همکارۍ کې ویني او وايي، "طبعا دغه ستونزې چې ډېرې شوې ډېر مسوليت يې يو اېن اېچ سي ار او د پاکستان حکومت ته راجع کېږي، په کار ده چې په ګډه په دری اړخيز ډول د کډوالو ستونزې حل شي، دا يوه بشري او حقوقي مسله ده. د نړيوال اصولو په چوکاټ بايد دری اړخيز بحثونه وشي او ستونزې حل کړل شي."

د عکس سرچینه، Embassy of Afghanistan in Islamabad
ملګري ملتونه وايي له ۲۰۲۱ کال مخکې په پاکستان کې تر پنځو لکو داسې افغان کډوال وو چې د پاکستاني چارواکو په وینا یې قانوني اسناد نه درلودل، خو د نویو کډوالو په ورتګ سره دا شمېر نور هم لوړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ وايي، د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ کال کې نژدې ۹۰۰ زره نورو افغان کډوالو ته د ای سي سي په نامه نوي کارتونه ووېشل.
د دې شمېر افغانانو لپاره د کډوالۍ ورکړل شويو کارتونو وخت پای ته رسېدلی، خو ملګري ملتونه وايي، له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دي چې د اوسېدو موده یې وغځوي.
پخپله افغان کډوال هم د پاکستاني چارواکو له تریخ چلنده شکایت لري او د ملګرو ملتونو له دفترونو ناهیلي دي.
په پاکستان کې ځينې افغان کډوال چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي، هم د پاکستان د ویزې اخیستل ډېره ګرانه خبره ده او هم يو اېن اېچ سي ار څه مرسته نه کوي.
ملګري ملتونه او نور هېوادونه د افغان کډوالو لپاره هر کال له پاکستان سره میلیونونه ډالره مرسته کوي.
همدا تېر ۲۰۲۲ کال کې امریکا د افغان کډوالو لپاره له پاکستان سره د ۶۰ میلیون ډالرو مرسته کړې ده. اروپايي ټولنې په روان ۲۰۲۳ کال کې پاکستان ته د افغان کډوالو لپاره نژدې ۱۸ میلیونه ډالره مرسته ورکړې وه.
خو په پاکستان کې د افغانانو نیول چې د رپوټونو له مخې زورزیاتی هم په کې کېږي وروسته له هغه زور اخیستی چې د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انوار الحق کاکړ وویل، هغه افغانان دې ونیول شي چې پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته اوسېږي.

د عکس سرچینه، Embassy of Afghanistan in Islamabad
یو اېن اېچ سي ار د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې سملاسي د افغانانو د نیولو بهیر ودروي.
د طالبانو حکومت وخت ناوخته له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو پر ستونزو او د نیول شویو افغانانو پر خلاصون کار کوي، خو ښکاري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي ترینګلتیا فشار پر کډوالو هم پرېوځي.
يو اېن اېچ سي ار په تېرو دوو کلونو کې په خپله خوښه افغانستان ته د نژدې ۱۶ زره افغانانو د ستنېدو خبره هم کوي چې د طالبانو حکومت شمېرې تر دې هم لوړې دي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې ځینې نړیوالې موسسې لکه اکسفام د بودیجې د کموالي په ګډون د ځینو لاملونو له کبله غواړي خپل فعالیت ودروي، په پاکستان کې د کډوالو عالي کمیشنري تر ډېره د افغان کډوالو پر ستنولو تمرکز لري.
د آسیا لپاره د يو اېن اېچ سي ار مشر اندريکا رټوېټ څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي آصف دراني سره کتنه کې د افغان کډوالو پر ستنولو غږېدلی دی. ښاغلي اندریکا پر خپل اېکس پخواني ټویټر لیکلي چې له ښاغلي دراني سره یې په افغانستان کې د کډوالو د تدریجي، خوندي او په داوطلبانه ستنېدو لپاره د مناسبو شرایطو پر برابرولو خبرې کړې دي.
خو ګڼ پاکستان مېشتي افغانان وايي چې د اقتصادي، سیاسي، ټولنیزمحدودیتونه او د نجونو پر زدکړو د بندیز له امله پاکستان ته تللي، او د دوی پر بېرته ستنولو تمرکز کول به، یوه ناکامه هڅه وي.





















