له جرمني افغانستان ته استول شوی کس وايي، که هر ډول وي بېرته به ستنېږي، چې خپلو ماشومانو سره یو ځای شي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

له جرمني افغانستان ته د استول شویو ۲۸ افغانانو له ډلې یو وايي که هر ډول وي بېرته به ستنېږي، چې خپلو ماشومانو سره یو ځای شي. دی له طالبانو هم په دې برخه کې مرسته غواړي. کابل ته له ستنېدو وروسته یې له رسنیو سره په خپله لومړنۍ مرکه کې بې بي سي ته وویل، جرمن چارواکو ورته دا نه و ویلي چې کابل ته یې لېږي. دا کسان په جرمني کې په جرمونو پړه پېژندل شوي و او ځینو یې د قید موده هم تېره کړې وه. حفیظ الله معروف له یوه ستانه شوي کس سره په کابل کې خبرې کړي دي، د خوندیتوب په موخه یې نوم او څېره نه ښییو.

د ویډیو تشریح، له جرمني افغانستان ته استول شوی کس وايي، که هر ډول وي بېرته به ستنېږي، چې خپلو ماشومانو سر