د ډونلډ ټرمپ د فېسبوک او انسټګرام پاڼې بېرته فعالې شوې

Trump

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ - د امریکا پخوانی ولسمشر
د خپرېدو وخت

د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فېسبوک او انسټګرام پاڼې له دوو کلونو ډېرې مودې لپاره له ځنډول کېدو وروسته بېرته فعالې شوې دي.

ښاغلی ټرمپ د ۲۰۲۱ کال جنورۍ کې د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د هغه د پلویانو له چپاو وروسته د دغو خواله رسنیو له کارولو راوګرځول شو.

مېټا کمپنۍ چې دا دواړه پلټفارونه یې اړوند دي، ویلي دا ګام یې تر هغې وروسته پورته کړی و چې ښاغلي ټرمپ هغه مهال د کانګرس ودانۍ تاوتریخوالي کې ښکېل کسان ستایلي و.‌

مېټا زیاته کړې چې که ښاغلي ټرمپ بیا له اصولو سر وغړوي،‌ نو بیا به هم له یوې میاشتې تر دوو کلونو د دوی د پاڼو له کارولو منع شي.‌

د خواله رسنۍ پر دغو واړو ویب سایټونو لا د ښاغلي ټرمپ هغه پخواني پیغامونه شته چې ده پکې په بې بنسټه توګه د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو پایلې ننګولې دي.

ډونلډ ټرمپ فېسبوک کې ۳۴ او انسټګرام کې ۲۳ میلیون څارونکي یا فالورز لري.

د امریکا د مخکیني ولسمشر ګڼو ملاتړو فېسبوک او انسټګرام کې د هغه پر وروستیو پیغامونو تازه تبصرې کړې او ښه راغلاست یې ورته ویلی دی.

ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ښاغلي ټرمپ د خواله رسنۍ پاڼې د ۲۰۲۱ کال جنورۍ کې پر کانګریس له چپاو وروسته وتړل شوې

د ښاغلي ټرمپ پاڼې پیل کې د تل لپاره تړل شوې وې، خو وروسته پر دې پرېکړه بیا کتنه وشوه.‌

نوموړي هغه مهال دا ګام هغو میلیونونو امریکایانو ته سپکاوی بللی و چې ده ته یې د ۲۰۲۰ کال ولسمشریزو ټاکنو کې رایه ورکړې وه.

مېټا دوه اوونۍ وړاندې فېسبوک او انسټګرام ته د ښاغلي ټرمپ د راګرځېدو اعلان کړی و.

د دې کمپنۍ د نړیوالو چارو مسوول نېک کلېګ ویلي و 'ولس باید د خپلو سیاسونو غږ واوري چې څه وايي.'

هغه زیاته کړې،‌ چې یوې ارزونې ښودلې چې د ښاغلي ټرمپ د خواله رسنۍ اکونټونه نور عامه خوندیتوب ته جدي ګواښ نه پېښوي.

ډونلډ ټرمپ تېر نومبر کې اعلان وکړ چې د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته بیا ځان نوموي.