تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ترکیې پر پوله د یخ وهلې افغان ماشوم تراژیدي؛ "کاش چې هر څه د پخوا په شان وای"
بي بي سي ته مالومه شوې، هغه ۱۳ کلن ماشوم چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په میاشت کې د ایران او ترکیې پر پوله د سختې یخنۍ له امله ټپي شوی او لارویانو ژغورلی و، خپلې دواړې پښې له لاسه ورکړې دي.
عاصم، چې د ننګرهار اوسېدونکی دی، ادعا کوي چې د ترکیې سرحدي ځواکونو ترې بوټان او تودې جامې واخیستې او بیا یې له ګڼو نورو کسانو سره په یوه واورینه او سړه شپه کې بېرته د ایران پر لور وشاړه.
عاصم وایي، په ژوند کې یې ډېرې سختۍ ګاللې او هر څه یې زغملي، خو اوس چې یې دواړه پښې پرې شوې، وایي: "ارمان مې دی چې هر څه بېرته خپل پخواني حالت ته ګرځېدلي وای “.
موږ په دې اړه د ترکیې له چارواکو سره هم د خبرو هڅې کړې، خو د دې ویډیو تر خپرولو پوري مو له هغوی هېڅ ځواب ترلاسه نه کړ.