هرات کې پر یوې ښځې د ډزو وېډیو رښتیا ده؟

هرات کې پر یوې ښځې د ډزو وېډیو رښتیا ده؟
د خپرېدو وخت

د مصنوعي ځیرکتیا (AI) له پرمختګ سره، په ټوله نړۍ او همدارنګه په افغانستان کې وروستیو پېښو ځینو کاروونکو ته دا پلمه ورکړې چې د AI په مټ جوړې شوې یا بدلې شوې ویډیوګانې او همدارنګه د پخوانیو پېښو انځورونه او ویډیوګانې له نویو خبرونو سره پیوند او بیا خپاره کړي.

په هرات کې د وروستیو اعتراضونو پر مهال، چې پکې د جبرییل سیمې لسګونه اوسېدونکي د طالبانو د امر بالمعروف پولیسو له خوا د ښځو د ډله‌ییزې نیونې په غبرګون کې سړکونو ته راوتلي وو، په ټولنیزو شبکو کې ډېر جعلي یا له موضوع سره نااړوندې ویډیوګانې او انځورونه خپاره شول.

د بي‌بي‌سي افغانستان د حقیقت‌څېړنې څانګې د څو بېلګو په څېړلو وتوانېده چې رښتینې او دقیقې پېښې له جعلي، بدلو شويو یا نامرتبطو موادو جلا کړي، چې د عامه پوهاوي کچه لوړه شي.