د ایران مذهبي مشر: دوښمنانو ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شي

د عکس سرچینه، Handout via Reuters
د ایران مذهبي مشر ایتالله خامنهيي ویلي، د اسرائیل د تېرې اونۍ هوايي بریدونو ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.
خامنهيي په تهران کې د امریکا په سفارت کې د یرغمل نیونې ۴۵مې کلیزې په مناسبت په یوه وینا کې د ایران پر وړاندې د امریکا په سیاستونو په تفصیل نیوکې وکړې.
هغه وویل "دوښمنان، صهیونیستي رژیم او یا امریکا دواړه به د ایران د ملت او د مقاومت د جبهې پر وړاندې د هر ډول اقدام په هکله خامخا غاښ ماتوونکی ځواب ترلاسه کړي."
د ایران مذهبي مشر ټینګار وکړ، ټول اړین ګامونه "پوځي، وسلو او یا سیاسي چارو کې" د عملي کېدو په حال کې دي.
هغه اسرائیلو ته د ایران د احتمالي ځواب په اړه وویل، "خبره یوازې د غچ نه ده، دا یو منطقي اقدام دی، له دین سره د ټکر بحث، اخلاقو، شریعت او نړیوالو قوانینو سره سم بحث دی."
ښاغلي خامنهيي په تهران کې د خبرو پر مهال دا هم وویل، په دغه ځواب کې به د مقاومت نور لوري هم ګډون وکړي، چې اشاره یې د یمن حوثيانو، د لبنان حزبالله او د فلسطین حماس غورځنګ ته وه.
ښايي دا د دې ښکارندویي وي چې تهران غواړي پر اسرائیل برید خپلو نیابتي ډلو ته پرېږدي او په دې ډول مخامخ پر ایران د اسرائیل د بریدونو احتمال کم کړي. تېره اونۍ اسرائيل پر ایران د یوې میاشتې وړاندې بالستیک توغندیز برید په غچ کې هوايي بریدونه وکړل چې د ایراني چارواکو په وینا څلور سرتېري یې پکې وژل شوي وو.
بلخوا د امریکا ولسمشر جوبایډن د استازو او مشرانو جرګې ته په یوه لیک کې د ایران په اړه د "ملي بېړني حالت" اجرائیوي فرمان د یوه بل کال لپاره وغځاوه.
ښاغلي بایډن د جمعې په ورځ د دې حکم په لاسلیک کولو، اعلان وکړ، د ایران اړوند "ملي بېړنی حالت" به د ۲۰۲۴ کال د نومبر له ۱۴مې نېټې وروسته دوام ومومي.
د امريکا ولسمشر په دغه ليک کې ليکلي: "له ايران سره زموږ اړيکې لا عادي شوې نه دي او له ايران سره د ١٩٨١ کال د جنورۍ د ١٩مې نېټې د موافقې د عملي کولو بهیر لا هم روان دی، ځکه ما تشخیص کړه چې "د ۱۲۱۷۰ ا اجرائیوي فرمان دوام ته اړتیا ده."
امریکا منځني ختیځ ته د خپل پوځي حضور د پیاوړي کولو لپاره بي۵۲ بم غورځونکې الوتکې او سترې بېړۍ لېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا اعلان کړی، په منځني ختیځ کې د خپل حضور د پیاوړي کولو لپاره به هلته بي۵۲ بم غورځونکې الوتکې، جنګي الوتکې، تېل وړونکې الوتکې او سمندري اوبتلونه ولېږي.
دا ګام په داسې حال کې پورته کېږي، چې د ابراهام لنکن او د هغې ملګرې الوتکې وړونکې بېړۍ، سیمې ته د وتلو لپاره تیارۍ نیسي.
پنټاګون د جمعې په ورځ (نومبر ۱۱) په یوه بیان کې وویل، د ځای پرځای کولو دا چاره به په راتلونکو میاشتو کې ترسره شي او په ټوله نړۍ کې د متحده ایالاتو د پوځي ځای پرځای کولو په تړاو، انعطاف ښيي.
د پنټاګون ویاند پاټریک رایډر وايي، "د دفاع وزیر لویډ اسټین په منځني ختیځ کې د امریکایي وګړو او ځواکونو د دفاع، د اسراییلو دفاع او د تاو تریخوالي کمولو لپاره، سیمې ته د څو نورو ستراتیژیکو بم وړونکو الوتکو او د بالسټیک توغندیو ویجاړونکو وسایلو د ځای پرځای کولو امر کړی دی. "
پنټاګون په دغه بیان کې دا هم ویلي: "که ایران، یا یې متحدین یا نیابتي ځواکونه په سیمه کې د امریکايي وګړو یا ګټو په نښه کولو لپاره له دې فرصته کار واخلي، متحده ایالات به د خپلو خلکو د دفاع لپاره هر ډول ګام اوچت کړي."
اسوشېټېډ پرېس هم ویلي، ایران ته د مستقیم خبرداري په توګه په منځني ختیځ کې د بي۵۲ بم غورځوونکې الوتکې څو ځلې ځای پر ځای شوي او دا په یوه میاشت کې دویم ځل دی چې سیمې ته استول کېږي.
امریکا دا الوتکې د اکتوبر په میاشت کې د یمن د حوثیانو د زېرمو په نښه کولو لپاره هم وکارولې.


















