تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
قم کې د خامنهاي د جنازې مراسم پیل شول
تر هغې وروسته چې تهران کې د ایران د مخکیني روحاني مشر ایتالله علي خامنهاي د جنازې رسمي مراسم پای ته ورسېدل او د نوموړي تابوت قم ته ولېږدول، په دغه ښار کې د جنازې او درناوي مراسم پیل شوي دي.
د رپوټونو له مخې په قم کې ایتالله جوادي آملي په جمکران جومات کې د خامنهاي د جنازې د لمانځه امامت وکړ او اوس د زرګونو کسانو په ګډون سره هغه ته درناوي رسمي مراسم روان دي.
ټاکل شوې په قم کې د دغو مراسمو له پای ته رسېدو سره د ایران د مخکیني مذهبي مشر تابوت په چورلکه کې عراق ته ولېږدول شي او په نجف ښار کې یې هم په ورته مراسمو درناوی وشي.
هغه او د کورنۍ وژل شوي غړي به یې وروسته بېرته ایران ته انتقال او د پنجشنبې پر ورځ مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.
د خامنهاي د قاتلانو د وژلو غوښتنه
په تهران کې د خامنهاي او د هغه د کورنۍ د وژل شویو غړو د جنازو د بدرګې مراسم، چې میلیونونو کسانو پکې ګډون کړی و، د مخکیني پلان خلاف له ځینو تغییراتو او ناهمغږیو سره مله وو چې زرګونه کسان یې له ګډوډۍ سره مخامخ کړل.
تهران کې د دغو مراسمو کې په څنډه کې د ولسمشر مسعود بزشکیان، بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او امریکا سره مذاکراتو کې د ښکېلو مرکچیانو خلاف توند شعارونه هم ورکړل شول.
د دغو مراسمو په ځینو ویډیوګانو کې ښکارېدل، چې یو شمېر کسان د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ عکس په ډبرو ولي او د خامنهاي د قاتلانو د وژلو غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ډونلډ ټرمپ هم یو ځل بیا ګواښ کړی چې که ایران سره خبرې پایلې ته ونه رسېږي، نو نیمګړی کار به بشپړ کړي.
هغه په یوه تلویزیوني مرکه کې ټینګار کړی چې "په هر حال کې به بریالي شو. یا هوکړې ته رسېږو، یا کار بشپړوو."
بلخوا د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محمدباقر ذوالقدر بیا د ټرمپ د دغه ګواښ په ځواب کې ویلي، "د ایران له خلکو سره په درناوي غږېږه، کنه په بله ژبه به ځواب درکړو."
د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر په دې مرکه کې خپله دا ادعا هم تکرار کړه چې ګوندې په جګړه کې یې د ایران د سمندري ځواک ټولې کښتۍ او د هوايي ځواک ټولې الوتکې لمنځه وړې دي.
هغه وویل: "بالاخره پوه شول چې بله لار نه لري. ځکه د رادار سیستمونه یې لمنځه وړل شوي وو. له همدې کبله مو نیمه شپه او تیاره کې هغوی هدف وګرځول."
ترمپ همدا راز زیاته کړې، چې د تېلو بیې د هرمز تنګي له تړل کېدو سره سره ډېرې نه دي لوړې شوې.