تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تهران کې د خامنهای د جنازې لمونځ د جعفر سبحاني په امامت وشو
د ایران د پلازمېنې تهران مصلی کې نن یکشنبه (د جولای ۵مه) د پخواني روحاني مشر ایتالله علي خامنهای د جنازې لمونځ د ایتالله جعفر سبحاني تبریزي په امامت وشو.
تېره ورځ ویل شوي وو چې نوی مشر مجتبی خامنهای د خپل پلار د جنازې د لمانځه امامت نه کوي.
د عليخامنهای د زوی او ځایناستي، مجتبی خامنهای په اړه ویل کېږي چې د جګړې پر لومړۍ ورځ د امریکا او اسرائيل برید کې د خپل پلار د وژل کېدو پر مهال ټپي شوی دی.
هغه د ایران د نوي مشر په توګه له ټاکل کېدو راهیسې عام محضر ته نه دی راښکاره شوی او نه یې هم کوم ویډیويي یا زغږیز پیغام خپور شوی.
ټاکل شوې د ایران په هر ښار کې "د تقلید یوه مرجع" د علي خامنهای او د هغه د کورنۍ د وژل شویو غړو د جنازو امامت وکړي.
د تهران مصلی کې د نوموړي د جنازې په لمانځه کې د ایران د درې واړو قوو مشرانو او نورو جګپوړو چارواکو حضور درلود.
مخکې د ایران دولتي تلویزیون تهران لپاره د سپاه پاسداران د قوماندان او د دغو مراسمو د مسوول حسن حسنزاده په حواله ویلي وو، چې د خامنهای د جنازې لمونځ به په ځايي وخت سهار ۸ بجې وشي.
د یادونې ده چې ایران کې نن یکشنبه سراسري رخصت هم اعلان شوی دی.
ټاکل شوې د خامنهای تابوت د یکشنبې له غرمې وروسته د تهران له مصلا وایستل شي او دوشنبه پلازمېنه کې د میلیونونو کسانو لخوا بدرګه شي.
چارواکي هیلهمن دي، چې په تهران کې به د هغې د تشییع په مراسمو کې له لس میلیونو ډېر کسان ګډون وکړي.
د فرانسې خبري اژانس وايي، د جمعې له ماښام راهیسې د تهران د مصلا شاوخوا امنیتي تدابیر او د ځواکونو شمېر زیات شوی دی.
ټرمپ وايي د خامنهای د تشییع مراسمو کې د خلکو ژړا حیران کړی
هممهاله د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ اکسیوس خبري وېبپاڼې ته ویلي، چې دی د ایران د مخکیني روحاني مشر ایتالله علي خامنهای د جنازې مراسم څاري او دا چې په دغو مراسمو کې د یو شمېر خلکو ژړا حیران کړی، ځکه ده تصور کاوه چې خلک له نوموړي کرکه کوي.
کسیوس وېبپاڼې لیکلي، ټرمپ تر یو څه فکر وروسته زیاته کړه چې "ښايي دا رښتینې اوښکې نه وي."
د امریکا ولسمشر دې مرکه کې یو ځل بیا ادعا کړې چې ایرانیان ورته یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره زارۍ کوي.
خو هغه وویل: "دواړو خواو پرېکړه کړې، چې د جنازې مراسمو تر پای پورې، یوه اوونۍ په مذاکراتو کې دمه راولي."
نوموړي زیاته کړې چې په دې موده کې به یو اړخ هم پر بل ډز نه کوي.
ډونلډ ټرمپ وویل: "هغوی ټول هملته دي. یو ډز [بس دی چې ټول لمنځه یوسو]، خو موږ دا کار نه کوو، ځکه بیا به مذاکراتو ته هم څوک پاتې نه وي."
د امریکا ولسمشر وویل چې د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ورسره د لیدلو غوښتنه کړې، او ښايي د ناټو له سرمشریزې وروسته سره وګوري.