تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران کې اوسنی رژیم د پخواني هغه پرتله څومره توپیر لري؟
- Author, پاول ادمس
- دنده, د بي بي سي د دیپلوماتیکو مسایلو خبریال
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۱۲ دقیقې
د امریکا ولسمشر دونلډ ټرمپ تېره میاشت د فرانسې فېرسای ماڼۍ کې له ایران سره د اوربند هوکړه لاسلیک کړه.
په تېر کې د ډېرو مهمو هوکړو لاسلیکېدو پرتله د فرانسې په دې تاریخي ماڼۍ کې د یادې هوکړې داسې لاسلیکېدل ډېرو ته بېله چاره ښکاره شوه.
په فرانسه کې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند د هوکړې د لاسلیکېدو کوربتوب پخپله د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون کوله. د ولسمشر مکرون پام دې ته و مخکې له دې چې ولسمشر ټرمپ خپله پرېکړه بدله کړي نو باید دا هوکړه لاسلیک شي.
د فرانسې په هغه تاریخي ماڼۍ کې د دغه کار د ترسره کېدو یو دلیل ښایي دا وي چې ټرمپ به له مېلمه پالنې خوښ شي او هوکړه به هم وشي چې هغسې وهم شول.
په دې ماڼۍ کې د هوکړې لاسلیکېدا ځینو خلکو ته یوه بله مهمه تاریخي ورځ هم ور یاده کړه: هغه دا چې په دې ماڼۍ کې په ۱۹۱۹ کال کې د لومړۍ نړیوالې جګړې د ختمېدو او د سولې هوکړه هم لاسلیک شوې وه.
یوه تاریخي ماڼۍ او پکې دوه مهمې پېښې چې تاریخ کې ثبت شوې.
دا هوکړه د جرمني او هغو هېوادونو ترمنځ چې جګړې ته سره وتلي وو، لاسلیک شوه.
د هغې هوکړې له مخې د اروپا ټول وضعیت بدل شو، جرمني تر ډېره د جګړې مسوول وګڼل شو، دې ته اړه شو چې د جګړې له کبله د زیانونه لویه برخه پیسې پرې کړي، دې سره جرمني ډېر غوسه و او دا هر څه شل کاله وروسته دویمې نړیوالې جګړې ته لاره هواره کړه.
د لومړۍ نړیوالې جګړې د سولې هوکړې پرتله د ایران هوکړه که څه د شرایطو او ډېرو نورو اړخو له مخې بیخي بېله ده، خو پر نړۍ به یې ورته اغېزې وي؟
د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند له هوکړې څه باندې درې اونۍ تېرېږي، خو هوکړه ډېره نازکه او حساسه برېښي، د هرمز تنګي کې وخت ناوخته نښتې شوې او د جګړې اصلي لامل لا نه دی حل او دې سره منځنی ختیځ د پخوا په څېر بې ثباته او د جګړې له خطر سره مخامخ پاتې دی.
ایران د یو مهم سیاسي حالت د بدلون شاهد دی. د دغه هېواد د پخواني مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي د جنازې مراسم ترسره شول.
علي خامنه اي څلور میاشتې مخکې په تهران کې د امریکا او اسرائیلو په هوایي بریدونو کې ووژل شو.
دغو بریدونو سره د امریکا، اسرائیلو او ایران ترمنځ جګړه پیل شوه.
د ایران لپاره اوس ډېر حساس او تاریخي وخت دی.
پخوانی مذهبي مشر یې وژل شوی او پر ځای یې نوی هغه اعلان شوی خو کله چې سیاست ته نوې څېرې راځي له ځانه سره د چارو د مخته بېولو لپاره نوې لارې او پایلې راوړي.
اسرائیلو او امریکا ښایي د ایران ډېر پخواني مشران وژلي وي او له صحنه یې ایسته کړي دي خو پوښتنه دا ده چې دا نوي مشران یا نوې څېرې به د پخوانیو هغو پرتله ډېر ځواکمن، ظرفیت لرونکي او تکړه سیالان وي؟
په سیاسي ځواک کې بدلون
د امریکا په واشنګتن کې د نړیوالو اړیکو او په منځني ختیځ کې د چارو یو پروفیسور ولي نصر وایي: " دغه جګړه د هغه څه پرتله چې موږ یې فکر کاوه، ډېره مهمه او پراخه ده".
د پروفیسور نصر په خبره " د دغې جګړې په جګړه نورو ټولو جګړو په سیاسي ځواک کې بدلونونه راوستي دي".
نوموړی وایي" د ایران جګړه به په منځني ختیځ کې هم ورته عمل ترسره کړي".
د روان ۲۰۲۶ کال په جنوري کې په ایران کې د پام وړ اغېزناکې مظاهرې وشوې، هغو ته په کتو د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دواړو د ایران د اسلامي رژیم د نسکورېدو اټکل کړی و.
پر ایران له لسیزو راهیسې نړیوالو بندیزونو د دغه هېواد اقتصاد وار له مخه کمزوری کړی و او ورسره دغه هېواد د امریکا او اسرائیلو په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې تر ډېره وځپل شو.
په دې جګړه کې د ایران اټومي پروګرام ته سخت زیان اوښتی، خو د امریکا ولسمشر ادعا کړې وه چې بیخي یې "له منځه" وړی دی.
باور دا دی ایران سره دومره یورانیم شته که لږ نور هم بډای شي، ترې لس یا ۱۱ اټومي وسلې جوړېږي، خو تر دې دمه د همدغو یورانیمو د ساتل کېدو ځای لا روښانه شوی نه دی او یا لا پیدا شوی نه دی.
اټکل کېږي چې ډېری هغه یورانیم د اصفهان د اټومي کمپلکس ځای ته نژدې کنډوالو لاندې پټ کړای شوي دي.
په جګړه کې د ایران ترڅنګ په منځني ختیځ کې د دغه هېواد ځینې ملګري او د ایران له ملاتړه برخمنې وسله والې ډلې هم ډېر زیانونه او ماتې ولېدلې.
په سوریه کې د ایران د یوه نژدې ملګري بشار الاسد حکومت نسکور شو او د ۲۰۲۴ کال په وروستیو اونیو کې د سوریې په حکومت او واک کې ډراماتېک بدلون راغی.
په لبنان کې د ایران ملاتړې ډلې حزب الله ډلې یو شمېر مهم غړي ووژل شول، ډله ډېره کمزورې شوې او د ډېرو بریدونو سره مخامخ شوه.
په غزه کې حماس له ورته برخلیک او ماتې سره مخامخ شو.
په ۲۰۲۳ کال کې اسرائیلو ادعا وکړه چې د حماس پرضد په غزه کې ځمکني عملیات کوي او دې سره یې بریدونو ته زور وکړ او د غزې لویه برخه ویجاړه او په زرګونه ملکیان ووژل شول.
نو په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې بیا د ایران په ملاتړ په یمن کې حوثيانو پر اسرائیلو او په سره سمندرګي کې پر کښتیو توغندیز بریدونه وکړل. په ځواب کې یې امریکا او برېتانیا ځوابي بریدونه وکړل او په ځینو هغو کې د حوثيانو مهم غړي ووژل شول.
په دې جګړه کې د ایران او د دغه هېواد د ځینو نژدې ملاتړو او ملګرو وضعیت ته په کتو یو عمومي نظر اوس دا دی چې دغه هېواد په یو ډېر "زیانګالي وضعیت" کې و.
د نیویارک ټایمز خبرې اژانس یو راپور وایي، د امریکا ولسمشر ټرمپ ته یو شمېر استخباراتي راپورونو ویلي چې ایران له ۱۹۹۷ کال راهیسې په ډېر "کمزوري حالت کې" دی.
دا اټکل چې ایران به د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې جنګېږي او دواړو هېوادونو ته به ماتې ورکوي، ناممکنه ښکاري.
خو په دغه هېواد کې اسلامي انقلاب حکومت لا هم پر پښو ولاړ دی او دا هر څه د هرمز تنګي د لارې تړل کېدو له کبله شوي دي.
ایران دغه نړیواله سوداګریزه لاره وتړله او د نړۍ ټول اقتصاد کې یې بې نظمي راوسته.
تهران ته یې ګټې؟
ټرمپ تل دا ادعا کوي چې ده په ایران کې رژیم بدل کړی، خو د منځني ختیځ کارپوه ولي نصر وايي، که څه هم په ایران کې مشرتابه بدل شوی، خو دا بدلون د ایران په ګټه تمام شوی دی.
هغه وايي: "نوی نسل واک ته رسېدلی. دوی روښانه پلان لري. جګړه یې رهبري کړه او غواړي سوله هم اداره کړي."
د ولي نصر په وینا، د ایران نوي مشران هغه ډول سختدریځي او احساساتي کسان نه دي چې امریکا یې تل یادونه کوي.
دوی داسې مشران دي چې تر هر څه زیات د هېواد او نظام د ساتنې فکر کوي او د پخوانیو مشرانو پرتله ډېر ژر او وروستۍ پرېکړې کوي.
د ایران نوی لوی مذهبي مشر مجتبی خامنهاي، ۵۶ کلن دی. هغه له خپل پلار علي خامنهاي ۳۰ کاله ځوان دی.
علي خامنهاي د جګړې له پیل سره سم ووژل شو او ویل کېږي چې له دې مخکې یې هم روغتیا ښه نه وه.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ۷۱ کلن دی، خو هغه نسل چې د ۱۹۷۹م کال اسلامي انقلاب یې کړی و، نور په واک کې نشته.
د اوسني حکومت له مهمو کسانو محمد باقر قالیباف، چې د پارلمان رئیس او له امریکا سره د سولې خبرو اترو مشر دی او احمد وحیدي، چې د سپاه پاسداران عمومي قوماندان دی، دواړه د شپېتو کلونو په عمر کې دي.
دوی، لکه د نوي لوی مذهبي مشر په څېر، له سپاه پاسداران سره نژدې اړیکې لري. سپاه پاسداران د ایران تر ټولو ځواکمن پوځي او امنیتي ځواک ګڼل کېږي.
د لندن د چتم هاوس د څېړنیز مرکز کارپوهه صنم وکیل وايي: "اوس نور ۸۶ کلن مشر د ایران مشري نه کوي. علي خامنهاي د نظام د بدلون او پرمختګ تر ټولو لوی خنډ و."
علي خامنهاي د ډېرو کلونو لپاره داسې تګلاره غوره کړې وه، چې نه به یې بشپړه جګړه کوله او نه به یې بشپړه سوله منله. خو نوي مشران تر هغه ډېر زړور او تېز عمل کوي. دوی لومړی پر امریکايي پوځي اډو بریدونه وکړل او لږ وخت وروسته د جګړې ختمولو لپاره خبرو اترو ته هم کښېناستل او هر څه یې له ځان مات ښودلو پرته وکړل.
ولي نصر وايي: "نوي مشران د پخوانیو پرتله په جګړه کې ډېر یرغلګر او بېپروا دي."
کله چې ټرمپ په ۲۰۲۰م کال کې د هغه برید امر ورکړ چې پکې د سپاه پاسداران مشهور قوماندان قاسم سلیماني ووژل شو، ایران مخکې له مخکې ویلي وو چې غچ به یې اخلي. وروسته یې په عراق کې پر امریکايي اډو ۱۲ بالستیک توغندي وتوغول، خو هېڅ امریکايي سرتېری پکې و نه وژل شو.
خو سږ کال، کله چې امریکا او اسرائیلو پر ایران پراخ بریدونه وکړل، ایران ډېر سخت غبرګون وښود.
ایران د سیمې پر څو امریکايي پوځي اډو، په بحرین کې د امریکا د پنځم سمندري ځواک پر مرکز او د قطر پر العدید هوايي اډې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه وکړل، چې په پایله کې په کویت کې شپږ امریکايي سرتېري ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.
ایران دا هم وښودله چې د امریکا د خلیجي ملاتړو پر ضد بریدونه کولای شي، د سمندري بېړیو تګ راتګ ګډوډولای شي او د هرمز تنګی بندلای شي. هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او سوداګرۍ لپاره ډېره مهمه سمندري لاره ده. داسې ښکاري چې امریکا د ایران د دې سخت غبرګون تمه نه لرله.
امریکا له کلونو راهیسې هڅه کوله چې د خپلو پوځي اډو او له خلیجي هېوادونو سره د امنیتي اړیکو له لارې پر ایران فشار وساتي.
خو د امریکا او اسرائیلو د بریدونو پر وړاندې د ایران غبرګون وښودله چې دا پخوانۍ ستراتېژي ښايي نوره هغومره اغېزناکه نه وي.
د کړکېچ نړیواله ډله کې د ایران د چارو مشر علي واعظ وايي: "د خلیج هېوادونو فکر کاوه، چې امریکايي پوځي اډې به دوی خوندي کړي، نه دا چې دوی به د بریدونو هدف وګرځوي."
هغه زیاتوي: "اوس د خلیج هېوادونه د امریکا پر امنیتي ملاتړ او د خپلې دفاعي تګلارې پر اغېز شک کوي."
راپورونه وايي، د خلیج ډېری هېوادونه غواړي له ایران سره خپلې اړیکې ښې کړي. ان د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې سعودي عربستان، چې په ۲۰۲۳م کال کې یې له اوږدې دوښمنۍ وروسته له ایران سره اړیکې بېرته جوړې کړې، غواړي د پخلاینې یوه غونډه جوړه کړي چې ایران او د خلیج عربي هېوادونه سره یو ځای کړي.
خو علي واعظ باور لري، که څه هم د خلیج هېوادونه د دې جګړې له امله ناراضه دي، بیا هم چمتو نه دي چې له امریکا سره خپلې پوځي او امنیتي اړیکې پرې کړي.
د کړکېچ نړیوالې ډلې د پروژو برخې مشر علي واعظ وایي: " دوی پر امریکا تکیه کړې چې خپل امنیتي تدابیر بشپړ کړي خو دوی کولای شي چې ځانته ځینې لارې پرېږدي خو په پای کې دوی سره غوره بدیله لاره نشته".
ښاغلي واعظ نړۍ کې ورته پېښو ته ډېره اشاره نه کوي خو وایي، دا اوسنی وضعیت " د پلاستیکو" په څېر دی.
یعنې هر ډول چې وغواړئ ورته یوه بڼه ورکولای شئ او وضعیت بدلېدای شي.
ښاغلی واعظ دا هم وایي چې اوس تر ډېره وضعیت ته په رښتینې توګه کتنه کېږي.
خو د ایران خلک بیا څه فکر کوي؟
ژمنې؟
په تېره جنورۍ کې د امریکا ولسمشر د ایران خلکو ته په خطاب کې وویل "مرستې به در ورسېږي".
بیا یې د تېر فبرورۍ په ۲۸ مه پر ایران برید وکړ او بیخي یې مخامخ د ایران خلکو ته وویل "موږ چې خپل کار خلاص کړی، خپل حکومت په خپل لاس کې واخلئ".
نوموړي وویل: "حکومت به ستاسو وي".
خو د ټرمپ دغه ژمنې پوره نه شوې.
ظاهرا په تهران کې به نوی نسل پر واک وي خو لا دا یقیني شوې نه ده چې هلته به د خلکو په خوښه " ازادي" وي.
د چارو یوه نړیواله شنونکې انیسه باصري تبریزي چې په دوبۍ کې ژوند کوي وایي، د ایران رژیم هڅه کوي چې ځان وژغوري خو د دې تمه نشته چې په وضعیت کې به "بدلون" راځي.
د چارو یوه نړیواله شنونکې انیسه باصري تبریزي وویل: "هغوی به پر کوڅو او سړکونو ډېر، ډېر قوي تمرکز وساتي".
خو د حکومت له ادارو بهر د حجاب جبري پلي کول نور شونې نه ښکاري او ان له جګړې مخکې هم داسې ښکارېده.
همدارنګه تهران کې په ځینو رستورانتونو کې الکولي مشروبات په پټه پلورل کېږي.
داسې نښې هم شته، چې ښايي رژیم ورو ورو له خپلو ځینو پخوانیو ټولنیزو بندیزونو لاس واخلي.
ولي ناصر وایي، دا ټول د اړتیا له مخې ترسره کېږي: د دولت پر وړاندې د خلکو د باور د بیا راژوندي کولو اړتیا.
دی زیاتوي: "هغوی یوه عملي پرېکړه وکړه او هغه دا، چې د دولت د بقا او ګټو لپاره په دغو بندیزونو کې نرمښت راولي. "
د جنوري په میاشت کې د ډله ییزې وینې تویدنې له امله رامنځته شوي ټکان وروسته، رژیم وښودله چې لږترلږه د هېواد حاکمیت ساتلی شي.
د ایرانیانو لپاره دا جګړه خورا مغشوشوونکې وه. د رژیم د سختو ظلمونو له امله رامنځته شوی وحشت ورو ورو په بل ډول وحشت بدل شو.
هغه دا چې کله د امریکا او اسرائیلو بمونه پر هېواد ورېدل، ملکي وګړي یې ووژل او مهمې زیربناوې یې زیانمنې کړې.
د جګړې په لومړۍ ورځ د میناب په یوه لومړني ښوونځي کې د لسګونو ماشومانو وژل کېدو ځینې کسان دې ته اړ کړل، چې له ځانه وپوښتي؛ اصلي دوښمن څوک دی؟ اسرائیل او که امریکا، چې ژمنه یې کړې وه دوی به ازاد کړي، داسې ورته ښکارېدله، چې د هېواد د ویجاړولو هوډ لري.
خو اوس، چې ایران د امریکا او اسرائیلو د ګډ ځواک پر وړاندې ودرېد، ایا د ایران نوی مشرتابه به وکولای شي له دې لنډمهالي فرصته ګټه واخلي او د رژیم له منځه تللی مشروعیت بېرته ورغوي؟.
ښاغلی واعظ وایي: "دا تر یوه حده د ماؤ له دورې وروسته د چین د وضعیت په څېر ده، په دې معنا چې ټول نظام درک کوي باید یو څه بدلون راشي. نوی مشرتابه پوهېږي، چې هېواد یوې نوې ټولنیزې هوکړې ته اړتیا لري. "
خو دا چې هغوی به وکولای شي دا کار ترسره کړي که نه، لا هم روښانه نه ده.
ایران اوس تر بل هر وخت زیات د سپاه پاسداران (IRGC) د لوړپوړو چارواکو له خوا اداره کېږي، په داسې حال کې، چې ګڼ شمېر لوستي ځوانان لا هم د جنورۍ د خونړۍ پښې پر مهال د خپلو زرګونو ملګرو پر مرګ ویرجن دي، احساس کوي، چې د هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې هېڅ رښتینی رول نه لري.
دا د بدلون یوې حساسې مرحلې ته ورته وخت دی، چې ایران پکې د پخوانیو باورونو او راتلونکو احتمالي فرصتونو ترمنځ، هم په کور دننه او هم په نړیواله کچه، په ډېر نازک حالت کې ولاړ دی.
سره له دې، چې په وروستیو کې د خلیج په سیمه کې څو ځله تاوتریخوالی زیات شوی، تهران له امریکا سره یو ډیپلوماټیک بهیر پیل کړی، چې ښايي د امریکا د مرستیال ولسمشر جي ډي وینس په وینا: "د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې یو بنسټیز بدلون" رامنځته کړي.
که پر ایران لګېدلي بندیزونه لرې شي نو د دغه هېواد حکومت کولای شي چې خپل اقتصاد ورغوي او خپل کورنی اعتبار بېرته ترلاسه کړي.
د ایران او امریکا ترمنځ چې تفاهم لیک لاسلیک شو نو تهران وار له دمخه د امریکا له لورې د بندیزونو له موقتي معافیتونو ګټه پورته کړې او هغه دا چې د همدغه تفاهم لیک له مخې ایران کولای شي چې د ۶۰ ورځو لپاره خام تېل او نور نفتي توکي نړۍ ته صادر کړي.
په تفاهم لیک کې دا هم راغلي چې د ایران او امریکا ترمنځ په شپېتو ورځو کې د خبرو پر مهال دغه هېواد (ایران) له نورو ګټو هم برخمنېدای شي او یوه یې دا ده چې په بهر کې د ایران کنګل شوې شتمني باید ازاده شي.
په تفاهم لیک کې دا هم راغلي چې امریکا به ایران ته ۳۰۰ میلیارده ډالره ایران ته ورکوي چې د جګړې له کبله زیانمنې شوې برخې بیا ورغوي.
د نړیوالو چارو ځینې شنونکي وایي، سیمه اوس په ډېر "حساس او مهم" حالت کې ده او باید ډېر احتیاط وشي.
په دې راپور کې چې له کومو شنونکو سره خبرې شوې، ډوی ټول په دې نظر دي چې راتلونکی لا روښانه نه دی.
د ایران، امریکا او اسرائیلو دغه جګړه او په تېر کې له لوېدیځ سره د ایران ټيټې او ژورې د یو زهرجن میراث په توګه پاتې چې ډېره بې باوري او بې ثباتي یې رامنځته کړې ده.
ډېر ټکي شته چې د ایران او امریکا خبرې اغېزمنولای شي:
- د ایران د اټومي پروګرام پر سر اختلاف
- د هرمز تنګی راتلونکی
- په لبنان کې جګړه
- او د ټولو اړخونو د سختدریځو ډلو کلک دریځونه
له شپږو ګډوډو میاشتو وروسته، سیمه لږه بدله ښکاري.
خو د دې لپاره چې د بدلون او فرصت دا پړاو په یوه غوره او دوامداره وضعیت بدل شي، په سیمه کې باید ډېر کارونه په سمه توګه ترسره شي.
د راپور د سر عکس کریدیټ ایف پي خبري اژانس ته ورکول کېږي