عمران خان: له افغانستانه د راتګ پر مهال دې د ټي.ټي.پي غړي له کورنیو سره وژل شوي وای، یا دې روپۍ پرې لګول شوې وای

د خپرېدو وخت

 د پاکستان مخکېني لومړي وزیر یو ځل بیا ویلي، په دغه هېواد کې د بریدونو ډېرېدو لامل دا دی چې ګواکې د طالبانو حکومت "افغانستان کې مېشت د ټي.ټي.پي غړي د دغه هېواد پرېښودو ته اړ کړل" او "اوس پاکستان کې ځای ځای بریدونه کوي"

عمران خان دا څرګندونې له بي بي سي اردو سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

ښاغلي خان همدا راز د افغانستان پر مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني تور پورې کړی چې ګواکې پاکستاني طالبان یې په دغه هېواد کې د بریدونو له کبله ستایل او په خبره یې، کله چې طالبان واک ته ورسېدل نو هغوی یې بېرته پاکستان ته ستنېدو ته اړ کړل. 

ده ویلي، "څنګه چې افغانستان کې رژيم بدل شو نو په افغانستان کې مېشتو د ټي.ټي.پي غړو ته افغان حکومت وویل چې بېرته پاکستان ته لاړ شي. د غني حکومت د هغوی ستاینه کوله او له هماغه ځایه یې پر پاکستان بریدونه کول. خو کله چې د طالبانو حکومت کې دوی بېرته راتګ ته اړ شول نو پاکستان سره دوه لارې وې"

عمران خان زیاتوي، "یا دې یې دا څلوېښت زره جنګیالي او د دوی کورنۍ په مرمیو ویشتل شوې وای او که داسې یې نه کول نو خپل عادي ژوند ته دې ګرځول شوي وای. ټول سیاسي ګوندونو پر دې سره سلا وو خو داسې ونه شول"

د تحریک انصاف مشر دا خبرې د دې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې که څه هم په ځینو مسلو کې هغه خپل دریځ بدل کړی خو په داسې حال کې چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې بریدونه ناڅاپه ډېر شوي دي‌ نو له پاکستاني طالبانو سره د خبرو په اړه څه وايي؟ 

عمران خان یې په ځواب کې ویلي چې په دې اړه تر ډېره د ده تګلاره یوه او دی پرې ولاړ دی چې هغه د "سولې خبرو بېرته پیلېدل" دي. 

د پاکستان دغه مخکېنی لومړی وزیر همدا راز پر دې نظر دی چې په دغه هېواد کې "سخت دريځي" ناڅاپه نه ده ډېره شوې بلکې په خبره یې، "دوی ورو ورو [له افغانستانه] راروان وو او چا پام پرې ونه کړ، موږ پرېکړه کړې وه چې پر دوی پیسې ولګول شي خو داسې ونه شول. زموږ وېره همدا وه چې که دوی ته پام ونه شي نو بیا به ځای ځای ترهګري پیل شي، هغه ده پیل شوې هم ده."

عمران خان څه موده مخکې هم ورته ادعا کړې وه او تر ده مخکې د پاکستان کورنیو چارو وزیر هم په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو په اړه څرګندونې کړې وې او ویلي یې وو چې ښايي په افغانستان کې دننه پاکستاني طالبان په نښه کړي.

د رانا ثناءالله دې خبرو د طالبانو حکومت غصه پارولې وه او ویلي یې وو چې له داسې "پاروونکو او بې بنسټه" خبرو دې ډډه وکړي.

د طالبانو حکومت ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د طالبانو شته والی رد کړی و او ویلي یې وو چې د [پاکستاني] طالبانو مرکزونه په خپله په پاکستان کې دننه دي.

د یادولو ده چې د محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت ورته نیوکه پر پاکستان کوله چې ګواکې د [افغان] طالبانو ملاتړ کوي او پټنځي ورکوي. 

په دې وروستیو کې د پاکستاني طالبانو واکمنو ګوندونو مسلم لیګ ن او پيپلز پارټي ته اخطار ورکړی چې له بریدونو به یې خوندي نه وي خو د عمران خان د ګوند تحریک انصاف یادونه یې نه وه کړې. 

مخ پر ځوړ اقتصادي حالت، سیاسي ناندرۍ او د بریدونو ډېرېدا هغه ستونزې دي چې پاکستان ترې کړېږي. 

"له اوسني وضعیته د پاکستان د ایستلو یوازېنۍ لار رڼې ټاکنې دي"

عمران خان تازه تر پنجاب وروسته په خیبر پښتونخوا کې هم اسمبلۍ منحل کړه. 

له بي بي سي سره په مرکه کې له ده پوښتنه وشوه چې د پاکستان عمومي وضعیت او د مخ پر ځوړ اقتصادي حالت ښه والي لپاره له برحال حکومت سره خبرو ته چمتو دی، نو عمران خان یې په ځواب کې وویل، "دغه حکومت د ټاکنو [الېکشن] نه بلکې د زور [ایکشن] پر مټ راغلی دی"

هغه پر اوسني لومړي وزیر شهباز شریف تور پورې کړ چې ګواکې د پیسو په زور راغلی، "شل، ۲۵ سوه لکه روپيو باندې یې خلک واخیستل. جنرال باجوه مرسته ورسره وکړه او په موږ باندې یې د پاسه کېنول"

عمران خان همدا راز د ښاغلي شریف په اړه ویلي چې د پیسو په زور یې د فساد هغه ټولې قضیې هم له منځه یووړې چې ورباندې وې او "زموږ د اقتصاد بېړۍ یې غرقه کړه او د پاکستان مالي وضعیت هېڅکله داسې نه و لکه اوس"

ده ویلي چې د دې ټولو حل یکي یو دی او هغه "یوازې رڼې ټاکنې دي. تر څو چې پاکستان کې ټاکنې ونه شي، نه بله په هېواد کې دننه څوک پانګونې او کاروبار ته زړه ښه کړي او نه به هم له بهره څوک باور وکړي. یوازې رڼې ټاکنې موږ د شريلنکا غوندې حالت نه ژغورلای شي. د همدې لپاره موږ خپل دوه حکومتونه وپرځول"

"له نوي پوځي مشرتابه سره کومه اړیکه نه لرو"

که څه هم تحریک انصاف په راوانه اګست میاشت کې ټولټاکنې غواړي خو اوسني حکومت ویلي چې قامي اسمبلۍ به  خپله موده بشپړوي او نوې ټاکنې به په اکتوبر میاشت کې کېږي. نو پر حکومت د فشار راوړلو لامل څه دی؟ عمران خان د دې پوښتنې په‌ ځواب کې وویل، "دوی د قانون حاکمیت له منځه وړی دی. ځان تر قانون لوړ ګڼي. ځان ته یې خپلې ټولې غلاوې وبښلې او قضیې یې له منځه یووړې. شهباز شریف، نواز شریف، زرداري، مریم نواز...دا ټول وژغورل شول نو چې دوی څومره ډېر په واک کې پاتې کېږي، خپلې خلاف قضیې به له منځه وړي"

د پاکستان دغه مخکېني‌ لومړي وزیر همدا راز ویلي چې ده اوس هم اوږده موده وخت ورکړی او په کار خو دا ده چې "همدا اوس" ټاکنې وشي. 

دی زیاتوي، "زموږ اقتصاد په پرځېدو دی، هر څه قیمته شوي دي، بې کاري ډېره شوې، کارخونې تړلې دي. موږ ته خو دوه نورې میاشتې هم د دې زغمل ګران ښکاري. زما خپله وړاندوینه دا ده چې حکومت به ان په اپرېل میاشت کې ټاکنو ته اړ شي" 

د روان میلادي کال اپرېل میاشتې باندې د ټولټاکنو د دې لپاره هم د یادولو وړ ده چې ټيک یو کال مخکې په همدې میاشت کې د عمران خان پر ضد د نه باور رایه وکارول شوه او له واکه لرې کړای شو. 

دی له هماغه راهیسې په ټول هېواد کې د ټاکنو غوښتنه کوي او وايي چې هغه وخت پاکستان په دې حالت کې نه و چې اوس دی.

له عمران خان د بي بي سي په مرکه کې پوښتنه وشوه چې د پوځ له نوي مشر جنرال عاصم منیر سره د ده او د ده د ګوند اړیکې څنګه دي او ایا د ولسمشر عارف علوي په مرسته یې د نوې پوځي رهبرۍ په اړه کومه اړیکه کړې، نو د ده ځواب و، "ګورئ! تر دې دمه له نوي پوځي مشرتابه سره زموږ کومه اړیکه نه شته"

د پاکستان د سیاسي مشرانو په اړه ویل کېږي چې که له پوځ او استخباراتو سره یې اړیکې ښې وي نو واک به یې خوندي وي او که نه نو ډېر دوام نه شي کولای.