د طالب چارواکو ترمنځ د "مدرسو جوړولو سیالي"؛ پایلې یې څه کېدای شي؟

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت

تېرې څو لسیزې په افغانستان کې د مدرسو زیاتوالی د جګړې تر څنګ د ایډیالوژیکي نظامونو زیږنده بلل کیږي، خو اوس چې طالبان په واک کې دي دا لړۍ تر دومره چټکه شوې چې ښایي افغانستان د سیمې په کچه په یوه موډل بدل کړي.

د طالبانو د پوهنې وزارت رسمي شمېرې ښيي، چې اوسمهال په دغه هېواد کې د دیني زدکړو څه باندې ۱۵ زره مرکزونه فعالیت لري چې ۱۱ زره یې نارسمي مدرسې او ۴۴۵ غیر رسمي دار الحفاظونه دي.

په دغو مذهبی مرکزونو کې د هلکانو او نجونو د ګډون شمېر هم مخ په زیاتېدو دی.‌

خو ايا په افغانستان کې به د طالبانو له خوا د مدرسو جوړولو ګړندی بهیر د مذهبي توندلارۍ لمنه لا پراخه او د عصري ښوونځيو پرتله دغه ډول مذهبي مرکزونو ته پام لا زیات کړي؟

اتلس کلنې مبشرې، چې دوه کاله وړاندې د خپل ټولګي اول نمره وه او په زړه کې یې د ډاکترۍ هیلي پالله، د ښوونځیو د تړل کېدو له امله د دیني مدرسې لاره خپله کړې، هغه لاره چې خپلو هیلو ته به یې و نه رسوي.

هغه وايي‌ ''د مدرسې لیک لوست د ډاکترۍ په زدکړو او جوړېډو کې هېڅ مرسته نه راسره کوي. خو بیا هم د دیني پوهې د زیاتېدو برخه کې ښه او یو بدیل کېدای شي، چې خپله وړتیا او پوهه زیاته کړو.''

د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو بي‌بي‌سي ته ویلي، چې د طالبانو له واکمنېدو راوروسته له دولتي دندو د هغو کسانو ګوښه کېدو چې په ښوونځیو کې یې زدکړې کړې او پر ځای یې د دیني مدرسو د فارغینو ګومارل کېدو په کلیو او ښارونو کې دا باور پیاوړی کړی، چې ګوندې د طالبانو په واکمنۍ کې له دیني مدرسو فارغ کسان ښه راتلونکی لري.

د افغانستان په سوېل کې د نجونو د يوې لېسې مديره وايي، چې اوس شاوخوا نيمايي نجونې تر شپږم ټولګي پورته مدرسو ته ځي او په ځينو سيمو کې د نجونو نوې مدرسې جوړ شوې دي.

دا زیاتوي "تر هغې چې زه پوهېږم او په دوامداره توګه له خلکو او زدکونکو سره په اړیکه کې یم، د نجونو د لیسو تر نیمایي ډیرې زدکوونکې اوس دیني مدرسو ته ځي. له موږ سره نږدې نجونو لپاره یوه ځانګړې دیني مدرسه جوړه شوې ده او ټول زدکوونکي یې نوي جذب شوي، چې شمېر یې څو سوه تنو ته رسیږي. "

د ښوونځي دغه مدیره وایي کله چې یې نجونې پوښتلي، هغوی ورته ویلي، چې کور کې د پاتې کېدو پرتله دا غوره ده، چې لږترلږه دیني زدکړه وکړي او یوه بوختیا ولري.

په افغانستان کې د دیني مدرسو موخې او شمېر

د ختيځو ولايتونو يو اوسېدونکى چې نه غواړي هويت يې څرګند شي وايي، د ديني مدرسو د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي او دا له امکانه لېرې نه ده، چې په راتلونکو څو کلونو کې به افغانستان په سیمه کې د تر ټولو زياتو ديني مدرسو مرکز وي.‌

د ده په وینا دا کار کیدای شي په ټولنه کې د فکري شخړو لامل شي.

دی وايي‌''افغانستان یو اسلامی هېواد او نژدې تول وګړي یې مسلمان دي. طالبان یوازې د خپلې آیډیالوژۍ د خپرولو لپاره د مدرسو شمېر زیاتوي، نه دا چې اوس دوی افغانانو ته اسلام ور وښیي.''

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د مدرسو د شمېر زیاتېدل له چا پټ نه دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکو بي‌بي‌سي ته تایید کړې، چې د رسمي او غیر رسمي مدرسو شمېر له ۱۵۰۰۰ اوښتی دی.

د دغه وزارت د بشري سرچینو رئیس اول ګل ایوبي وایي "په ټول افغانستان کې ۱۱۳۹ رسمي مدرسې ، دارالعلوم او دارلاحفاظ لرو."

نوموړی زیاتوي‌"په دغو ديني مدرسو کې د استادانو شمېر له اتو زرو لوړ دى چې شپږ سوه يې ښځې دي. موږ په رسمي مدرسو کې د زدکوونکو شمېر تر درې سوه زرو لوړ دی"

ښاغلی ایوبي وایي د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ۱۱۰۰۰ نارسمي دیني مدرسې، ۴۵۵ دار الحفاظونه او ۲۸ جهادي مدرسې فعالې دي.

په ټولیزه توګه د رسمي، نا رسمي، دارالحفاظونو او کلیوالي مدرسو شمېر پر ۱۵۴۰۰ اوړي.

په ټولیز ډول په دغو خصوصي او نارسمي مدرسو کې د زدکوونکو شمېر نږدې یو میلیون تنو ته رسېږي.

د پاکستان د پوهنې او حرفوي زدکړو وزارت د شمېرو له مخې، دغه هېواد کې چې ٢٣١ ميليون وګړي لري، شاوخوا ۳۵ زره مدرسې فعالې دي.

خو په افغانستان کې بیا چې څه باندې ۴۰ میلیونه نفوس لري، د مدرسو شمېر سر له اوسه ۱۵ زرو ته رسېدلی دی.

تر دې وړاندي د طالبانو د پوهنې وزارت د اسلامي زدکړو مرستیال کرامت الله اخندزاده ویلي وو، چې د حکومت د رسمي فعالیتونو په چوکاټ کې د دیني مدرسو جوړول او ودانول د کارونو په لومړیتوبونو کې راځي.

هغه زیاته کړې وه، چې تر اوسه په ٢٥ ولايتونو کې مرکزي جهادي مدرسې جوړې شوې، چې هره يوه يې د ١٠٠٠ تنو د جذب وړتیا لري او د ټولو ولايتونو په هره ولسوالۍ کې له درېيو تر لسو کلیوالي لومړنیو مدرسو د جوړولو کار روان دى.

د نوموړي په وينا د هېواد، ولايتونو او ولسواليو په کچه د اسلامي زدکړو کلنى پلان چمتو شوى او ټولو مرکزي او عمومي رياستونو ته استول شوى دى.

د مدرسو ښوونېز نصاب

د دغو دیني مدرسو نصاب بله مسله او پام وړ خبره ده. تمه دا ده چې د دیني مدرسو په نصاب کې به هم بدلون راشي.

د افغانستان په سوېل کې د یوې لویې مدرسې مشر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، بي‌بي‌سي ته ویلي "موږ په تېرو شلو کلونو کې هڅه وکړه، چې د مدارسو ښوونیز نصاب کې د بېلابیلو نړیوالو اسلامي مرکزونو لکه الازهر پوهنتون او هند کې دیوبند مدرسې په مرسته څه ناڅه بدلونونه راولو او دا کار تر ډېره شوی هم دی."

هغه زیاتوي ''د انګریزې ژبې او کمپیوټر ترڅنګ مو د دغو مرکزونو ځیني تدریسي کتابونه هم خپل نصاب ته شامل کړل، خو د اسلامي امارت له راتګ سره د دغه نصاب بیا کتنه پیل او راته وویل شول، چې هغه پخوانی نصاب چې له څو پېړۍ راهیسې په مدرسو کې تدریسیږی باید بېرته په مدرسو کې پلی کړو."

طالبانو په رسمي ډول د دیني مدرسو د نصاب د بدلون په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

د مدرسو جوړولو پر سر سیالي

په ورته وخت کې د افغانستان له بېلابیلو ولایتونو یو شمېر اوسیدونکو بي‌بي‌سي ته ویلي، چې د دوی په سیمو کې د دیني مدرسو جوړول د طالب قومندانانو او چارواکو ترمنځ یوه سیالۍ ګرځېدلې ده.

ویل کیږي اوس هر طالب قومندان هڅه کوي چې په خپل ولایت یا ولسوالۍ کې دیني مدرسه جوړه کړي. دا یو مهم ټکی دی چې اوس د مدرسو جوړول پخپله د مالي بسپنو او خیریه مرستو ترلاسه کولو یو نوی ډګر دی چې کولای شي اقتصادي او د عاید ترلاسه کولو انګیزه ولري.

څو شتمنو او سوداګرو بي‌بي‌سي ته ویلي طالبان، په ځانګړې توګه د دوی قوماندانان چې یو شمېر یې اوس رسمي دې هم لري، د مدرسو جوړولو لپاره مالي مرستې غواړي.

یو افغان سوداګر د نوم نه خپرېدو په شرط بي‌بي‌سي سره خبرو کې وویل "د ولسوالیو له کچې نیولې تر ولایتونو پورې د طالبانو حکومت له هر چارواکي سره چې مخامخ شوی یم او یا یې یو بل ته معرفي کړی یم، د دیني مدرسې جوړولو لپاره یې د مالي مرستې غوښتنه کړې ده. "

دغه سوداګر وایې هره دیني مدرسه باید یو جومات هم ولري.

دی وايي،‌ يو شمېر طالبانو ورته ویلي، چې پر مدرسه يې کار روان دی او ودانيزو توکو ته اړتيا لري، يو شمېر يې د کاریګرو د مزد او معاش لپاره د مالي مرستې غوښتنه کوي او ځينې نور بيا د مدرسې زدکوونکو لپاره د خوراکي توکو د برابرولو لپاره مرستې غواړي.

د نوموړي په وینا دا ډول غوښتنې څو ځلې ترې شوې دي.

یو شمېر کتونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د مدرسو جوړولو چټک بهیر په افغانستان کې د مذهبي توندلارۍ لامل شی، خو طالبان ټینګار کوي چې د دغو مدرسو تمرکز پر دیني زدکړو دی.