ملګري ملتونه: افغانستان د نجونو د هیلو په هدیره بدل شوی

د خپرېدو وخت

ملګري ملتونه وايي، داسې حال کې چې نړۍ د نجونو مالوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختللي ګامونه اخلي، خو "افغانستان د نجونو لپاره د هیلو په هدیره بدل شوی دی."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې نن پنجشنبه د اپرېل پر ۲۵مه مالوماتي ټکنالوۍ برخه کې د ښځو د ونډې پر نړیواله ورځ پر خپله اېکس پاڼه په دې اړه لیکلي او د افغانو نجونو په تړاو یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه سازمان ویلي: "خو افغانې ښځې نه تسلیمېږي، د زدکړو برخه کې مبارزه کې "یو اېن ومن" د دوی تر څنګ ولاړ دی."

شاوخوا دوه نیم کاله کېږي، چې افغان نجونې د زدکړو له حقه محرومې کړل شوي دي، پر نړیوالو غوښتنو او فشارونو سربېره لا هم داسې څرک نشته چې د ښځو د کار او زدکړو برخه کې دې د طالبانو په پرېکړه کې څه بدلون راتلونکی وي.

بي بي سي سره خبرو کې له زدکړو محرومې افغانې نجونې وايي، خپله تیاره برخلیک ته اندېښمنې دي.

د رڼا مومند په نامه د اووم ټولګي یوې زدکوونکې بي بي سي ته ویلي، لومړیو کې یې تمه وه چې ښايي طالبان خپله پرېکړه بدله کړي او د ښوونځي دروازه یې پر مخ خلاصه کړي، خو "اوس له نهیلۍ پرته هېڅ نشته".

د رڼا په خبره: "زما په عمر نجونې په نورو هېوادونو کې له خپل ژونده خوند اخلي، ښوونځیو ته ځي، خوشاله وي او خپل راتلونکي ته پلانونه جوړوي خو زه د دې ارمان پوره کېدو ته شېبې شمارم چې کله به ازادېږم، بیا به ښوونځي ته ځم او د زدکړو اجازه به راکول کېږي."

رڼا چې په خپل کور کې یې ځان لپاره د درس او مطالعې مهالوېش برابر کړی وايي، په ښوونځي او ټولګیوالو پسې خپه ده.

هغه وايي، دوه کاله یې په کور کې ضایع شوي او که ښوونځي ته یې د تګ مخه نه وای نیول شوې اوس به لسم ټولګي کې وای.

"هغه ورځې چې په ما په کور کې تېرې شوي او هغه وخت چې راباندې ضایع شوی هېڅکله نه راګرځي."

پر نړیوالو فشارونو سربېره په کور د ننه هم زیات شمېر افغانان د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پېلېدو غوښتونکي دي.

د روان کال اپرېل پر شلمه بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې د مېشتو افغانانو یوه ۱۲ کسیزه جرګه ګۍ افغانستان ته تللې وه او د طالبانو حکومت له چارواکو سره یې لیده کاته کړي وو.

په دې جرګه ګۍ کې علمي او فرهنګي شخصیتونه راټول شوي وو او افغانستان ته د دې لپاره تللي وو چې د طالبانو حکومت له چارواکو سره نجونو ته د زدکړو او ښځو ته د کار اجازې ورکولو په ګډون بېلابېلو مسایلو اړوند غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړي.

په دې اړه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه کې بیا راغلي وو چې د دغه وزارت چارسمبالي وزیر سراج الدین حقاني دغو شخصیتونو سره لیدنه کې ویلي وو: "د تعلیم بحث په موږ پورې اړه لري، موږ پخپله زمینه مساعدوو، ځکه چې دا زموږ د خپلو بچیانو مسله ده او هېڅوک زموږ په اولادونو تر موږ ډېر مهربان نه دي."

طالبان د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونو د تړلو په تړاو ویلي وو چې "د مناسب او په شریعت برابر چاپېریال" پر رامنځته کولو کار کوي.

په دې اړه یې روښانه سپيناوی نه دی ورکړی چې له مناسب او شرعي چاپېریال یې موخه څه ده، داسې حال کې چې په افغانستان کې ټولو دولتي ښوونځیو کې د نجونو ټولګي جلا او ښوونکي یې هم ښځينه دي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت یې بي بي سي پښتو ته ویلي و، که یې مشرتابه د ښوونځیو د پرانیستو امر وکړي، چمتو دي په ټول هېواد کې د نجونو لپاره د ټولو ښوونځیو دروازې پرانيزي.