استرالیا د هغو افغانانو خپلوانو ته د تاوان ورکولو پلان چمتو کړی، چې ځواکونو یې ناقانونه وژلي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

استرالیا د هغو افغانانو کورنیو ته د تاوان ورکولو پلان چمتو کړی، چې په افغانستان کې د استرالیايي ځانګړو ځواکونو په غیر قانوني توګه وژل شوي او ناسم ورسره شوی.

اې بي سي خبري شبکې د رپوټ له مخې د تاوان ورکولو دا وړاندیز د ۲۰۲۰ د بریريټون نومي رپوټ له مخې په پام کې و، چې پکې ویل شوي، په افغانستان کې مېشتو استرالیايي ځواکونه د ۳۹ زنداني او ملکي افغانانو په ''وژنه'' کې ښکېل وو.

په پام کې ده، چې د استرالیا فدرالي حکومت به راتلونکو میاشتو کې د افغانستان په اړه د تحقیقاتي رپوټ ته په غبرګون کې نور اعلانونه هم کوي.

د بربریټون رپوټ کې ویل شوي و، چې داسې ''پاموړ ثبوتونه شته'' چې د استرالیايي دفاعي ځواکونو (اې ډي ایف) کسان د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو تر منځ د ۳۹ افغان زندانیانو او ملکي کسانو په ''وژنه'' کې د ښکېلتیا تر څنګ په جدي جرمونو کې ښکېل وو.

په دې رپوټ کې استرالیا حکومت ته وړاندېز شوی و، چې د یو شمېر بزګرانو په ګډون د ملکي افغانانو وژنې په قضیه کې باید د ځانګړو ځواکونو له ۱۹ پوځیانو تحقیقات وشي.

که د استرالیا لوی درستیز پرېکړه له وړاندیز سره سمه نه وي، د استرالیا دفاع وزیر ریچارډ مارلس ته به پنځلسو ورځو کې دننه استول کېږي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه وکیل به څوک وي، چې پر شکایتونو غور کوي، خو په څرګند ډول ویل شوي، چې د استرالیا دفاع وزیر له لوري به په موقت ډول ګومارل کېږي.

د استرالیا دفاع وزارت یوه ویندوی په دې هکله وویل، حکومت ژمن دی، چې د بریریټون رپوټ وړاندیزونه (د بشپړ امکان تر بریده) پلي کړي، چې د تاوان ورکولو لپاره د یوه جوړښت رامنځته کول هم پکې شامل دي.

د یادونې ده، چې استرالیا له دې مخکې د همدې رپوټ پر بنسټ ویلي و، چې افغانستان کې خپلو پوځيانو ته د ورکړل شویو مډالونو په تړاو له سره غور کوي.

په تازه پرېکړه کې چې پر پنجشنبه خپره شوې ویل شوي، د استرالیايي ځواکونو د لوی درستیز له منظورۍ وروسته به د هغو کسانو خپلوانو ته د تاوان ورکولو موضوع څېړل کېږي، چې ''کېدای شي'' برید پرې شوی وي، په غیرقانوني توګه وژل شوي وي او یا یې جایدادونو ته زیان اوښتی وي.

د تاوان ورکولو لپاره د استرالیا حکومت یو شرط دا دی، چې دغه کسان چې تاوان ورکول کېږي باید د کومې ترهګرې ډلې غړي نه وي.

د اې بي سي رپوټ کاږي، د اصولو له مخې به وکیلان پر شکایتونو له غور وروسته له خپل وړاندیز سره بېرته د استرالیايي ځواکونو مشرتابه ته استوي او بالاخره به د تاوان ورکولو یا نه ورکولو پرېکړه د استرالیا وسله والو ځواکونه کوي.

استرالیا افغانستان ته شاوخوا ۴۰۰ پوځیان لېږلي وو چې له امریکا او د ناټو له غړو هېوادونو سره یې په ګډه په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره کار او فعالیت کاوه. د استرالیا دا ځواکونه د افغانستان په سوېلي روزګان ولایت کې مېشت وو او د جنګي جرمونو تورونه هم د همدې ولایت په ځینو سیمو کې د دغو ځواکونو د فعالیت له کبله پرې لګول شوي دي.

د ۲۰۱۷ کال په جولای میاشت کې اې‌بي‌سي خبري شبکې په افغانستان کې د اسټراليايي ځواکونو د فعالیت په اړه سلګونه پټ او محرم اسناد خپاره کړل. اې‌بي‌سي پخپل رپوټ کې ویلي وو چې اسټرالیايي ځواکونو یو افغان ماشوم وژلی او بیا یې دغه پېښه پټه کړې ده.

ددغو جنګي جرمونو د سپیناوي په اړه د څېړنې امر په ۲۰۲۰ کال کې د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن ورکړی و او ویلي وو چې د دې ادعاوو د سپیناوي لپاره ځانګړې څېړنې کېږي چې له مخې به یې تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې د مسؤلو سرتېرو د نیولو ارزونه کېږي.