د افغانستان په ۳۳ ولايتونو کې "شاوخوا ۱۱ ميليونه ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين ورکول کېږي"

    • Author, ابراهيم اميري
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د ګوزڼ يا پوليو ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین له اروزګان ولایت پرته د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې ترسره کېږي. په پام کې ده چې په دې کمپاین کې چې تر راتلونکې پنجنشبې به دوام وکړي شاخوا یولس میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي د پولیو پرضد واکسین شي.

د روغتيا وزارت چارواکي وايي د واکسين تر څنګ به تر یو کال پورې عمر لرونکو ماشومانو ته د دوی د معافیت د لوړولو په خاطر ویټامن اې هم ورکړل شي.

د طالبانو د عامې روغتیا ورازت کې د پولیو ضد پروګرام مشر ډاکتر نیک ولي شاه مومن وايي، له ارزګان ولايت پرته چې په دې وروستيو کې ماشومانو ته د پوليو واکسين ورکړل شوي په ټول افغانستان کې به ماشومان واکسين کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست میاشتې په وروستیو کې هم د پولیو پرضد یو کمپاین په بلخ، جوزجان، سمنګان، سرپل، فاریاب او ارزګان ولایتونو کې ترسره شو او څه باندې یو نیم میلیون ماشومان په کې واکسین کړای شول.

دغه راز د هېواد په کچه د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي لپاره د واکسین کولو کمپاین د اګست په مینځنیو اونیو کې هم ترسره شو چې څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومان په کې واکسین شول.

په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پرضد د واکسین کولو کمپاینونه په بیا بیا ترسره کېږي خو بیا هم د پولیو مثبتې پېښې په کې ثبتېږي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یونسیف چې د پولیو ضد کمپاینونو سره همکاري کوي د اطلاعاتو د څانګې مشر سید کمال شاه يې یو علت د افغانستان او پاکستان تر منځ د خلکو د ډېر تګ راتګ له امله د وېروس لېږد يادوي خو زياتوي چې د هېواد "په ځينو سيمو کې داسې کورنۍ شته چې خپل ماشومان نه واکسينوي، هلته وېروس پر ماشومانو ژر اغېز کوي او نورو ماشومانو ته لېږدي. "

روغتیا پوهان په افغانستان کې د پولیو په اړه عامه پوهاوي ډېر اړین بولي ځکه چې په وینا یې د کافي پوهاوي د نشتوالي له امله په ځینو سیمو کې خلک خپل ماشومان د پولیو پرضد نه واکسینوي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پرضد د واکسین کولو پروګرام د طالبانو په حکومت کې د عامې روغتیا وزرات لخوا او د یونسیف او روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته پرمخ بېول کېږي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په روان ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ۵ مثبتې پېښې ثبتې شوې چې ټولې یې په ننګرهار ولایت کې وې. تر دې وړاندې په ۲۰۲۰ کال کې شپږ پنځوس، په ۲۰۲۱ کال کې ۴ او په ۲۰۲۲ کال کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

افغانستان او پاکستان اوس مهال په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو وېروس په کې لا هم شته.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یونیسف وايي په افغانستان کې د پولیو وایرس اوس په محدودې سیمې کې دی او که د پولیو پرضد کمپاینونونو کې کورنۍ خپل ټول ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي واکسین کړي په لږه موده کې به افغانستان هم له پولیو وایرس نه پاک شي.

د روغتیا پوهانو وینا ده چې پولیو درملنه نه لري خو پرې د اخته کېدو د مخنیوي یوازینۍ لار یې د واکسین کول دي ځکه نو چارواکي د ټولنې له مشرانو او په ځانګړي ډول له میندو او پلرونو غواړي چې خپل ماشومان واکسین کړي او په دې توګه یې د ټول عمر لپاره له معلولیت او احتمالي مړینې وژغوي.