تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شیعه دیني عالم: د محرم الحرام پر ماتم د طالبانو بندیزونه له پامه وغورځوئ
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د محرم په میاشت کې د شیعه ګانو ترمنځ د عزادارۍ پر مراسمو د طالبانو حکومت له خوا د محدودیتونو تر لګولو وروسته، په کابل کې یوه شیعه عالم له عزادارنو غوښتي چې د طالبانو له خوا دې لګولو محدودیتونو ته پام نه اړوي.
سید محسن حجت ویلي دوی تر هغه د طالبانو د حکومت خبره مني چې د مذهب پر ضد یې څه ونه وایي.
طالبان وايي سږکال یې په کابل کې د محرم د لسمې پر نمانځنې د امنیت د تامین په موخه محدودیتونه لګولي دي.
دا په داسې حال کې دی چې د افغانستان د شیعه عالمانو شورا له ویر کوونکو غوښتي چې د امنیتي دلایلو له کبله دې په عاشورا کې په کوڅو او سړکونو کې ډله ییز حرکتونه نه ترسره کوي.
په دې ورځو کې په ټول افغانستان کې شیعه مېشتو سیمو کې د ویر مراسم ترسره کېږي.
خو سږ کال دغه مراسم د طالبانو حکومت له خوا د لګول شویو محدودیتونو له امله ستونزمن شوي. طالب چارواکو له عزادارانو غوښتي چې د تېرو کلونو پرتله دې خپل مراسم کابو کړي ونمانځي، په ویرناستي دې په کوڅو او سړکونو کې ډله ییز ګرځ نه کوي د ګڼو بیرغونو له ټومبلو دې ډډه وکړي.
له دې سره ځینو خلکو د اعتراض غږ اوچت کړی دی.
بل لور شیعه دیني عالم سید محس حجت په دې هکله توند غبرګون څرګند کړی او ټینګار یې وکړ چې د شیعه ګانو فرهنګ ته دې درناوی وشي. ده له شیعه ګانو وغوښتل چې د طالبانو له خوا دې په کوڅو او سړکونو کې د بیرغونو د نه لګولو غوښتنه له پامه وغورځوي.
دی وايي، که دولت یا حکومت وغواړي موږ محدود کړي، دا یوازې زما کار نه دی،موږ ټول باید یوه بل لاسونه سره ورکړو او ووایو چې موږ د دې هېواد یو او تر هغه دې حکومت ته غاړه ږدو چې زموږ د مذهب خلاف څه ونه وايي. که وایي چې بیرغ راټیټ کړئ، باید یې را کښته نه کړو. باید ورته غوږ ونه نیسو. هو کېدای شي ځینې کسان ووهي، نن یې هم څو کسان ووهل.
څو ورځې وړاندې سلګونو شیعه ګانو په کابل کې یو طومار لاسلیک کړ او له طالبانو یې وغوښتل چې مذهبي آزادۍ یې محدودې نه کړي. تېره اوونۍ یې یو شمېر غړو بي بي سي ته وویل چې د طالبانو د حکومت د یو شمېر ارګانونو چارواکي شیعه مېشتو سیمو ته تللي او ویلي یې دي چې په ځینو جوماتونو او تکیه خانو کې دې د عزادارۍ مراسم نه ترسره کېږي.
طالبان وايي سږکال یې په کابل کې د محرم د لسمې پر نمانځنې د امنیت د تامین په موخه محدودیتونه لګولي دي. تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي و چې د محرم مراسمو آزادي په خپل ځای ده.
د طالبانو حکومت د کابل والي محمد قاسم خالد ویلي د دې لپاره چې د محرم عزادارۍ مراسم د امن په فضا کې ترسره شي دوې امنیتي او فرهنګي کمېټې یې جوړې کړې دي.
موږ هڅه وکړه د سیدمحسن حجت د تازه څرګندونو په اړه د طالب چارواکو غبرګون ترلاسه کړو خو بریالي نه شوو، خو بل لور د کابل امنیته قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر ټویټر پاڼه د پیغامونو یوه لړۍ کې ویلي، له مشترکو کمېټو سره پر دې موضوع له'' تفاهم سره سره'' ځينې کسانو په غیر منظمه توګه او ان د خپلو مشرانو د توصیو خلاف پر عامه سړګونو د مذهبي مراسمو د ترسره کولو په پلمه بې نظمي رامنځته کړې وه چې په وینا یې د دوی امنيتي ځواکونو یې مخه نیولې.
دا په داسې حال کې ده چې سه شنبه د افغانستان د شیعه عالمانو شورا له ویر کوونکو غوښتي چې د امنیتي دلایلو له کبله دې په عاشورا کې په کوڅو او سړکونو کې ډله ییز حرکتونه نه ترسره کوي.
تر دې وړاندې به د محرم عزادارۍ مراسم د شیعه ګانو له خوا په پراخه کچه، او سړکونو او کوڅو ته په ډله ییزو راتلو ترسره کېدل. خو د افغانانو ټولې شیعه ټولنې له دې ډول سره موافق نه دي.
د دیني مسلو څېړونکی علی امیري یوې انټرنټي رسني، هما میډیا سره په خبرو کې وايي چې نن سبا د محرم عزادارۍ مراسم له افراط او خرافاتو ډک دي چې باید ورسره چلند وشي.
د افغانستان د شیعه عالمو شورا له خلکو غوښتي له ځان ژوبلولو او د ځان له وینلړل کولو دې ډډه وکړي. د دې پر ځای دې د وینو بانکونو ته ولاړ شي او وینه دې ورکړي.