د بریتانیا د مرستو څار ادارې کمېشنر په افغانستان کې د خپل هېواد دیپلوماتیک حضور غوښتی

    • Author, عبیدالله حسام
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د بریتانیا د مرستو د څار ادارې یوه کمېشنر وړاندیز کړی، چې هېواد یې باید په افغانستان کې د خپل ډیپلوماتیک حضور پر بیا پیلولو غور وکړي.

هیو بیلي وړاندیز کړی، چې هېواد یې باید په افغانستان کې د خپل ډیپلوماتیک حضور پر بیا پیلولو غور وکړي. نوموړي دغه غوښتنه په افغانستان کې د ښځو ملاتړ او د بریتانیا پر مالي مرستو د څارنې په موخه کړې.

هیو بیلي چې په مې میاشت کې کابل ته تللی و ویلي چې د ده په باور افغان ښځې او نا دولتي مؤسسې د لوېدیځو هېوادونو د ډيپلوماتانو د حضور هرکلی کوي چې دده په خبره د ښځو په اړه نظریات له طالبانو سره شریک کړي.

دی وايي، کابل ته سفرونو کې ورته د نادولتي موسسو په افغانستان کې د بریتانیا د حضور ګټې وار په وار وریادې کړي دي.

بیلي زیاته کړې، ده ته ویل شوي چې د ډیپلوماتیکو ماموریتونو نشتوالي په افغانستان کې د نړیوالو نادولتي موسسو لپاره کار ستونزمن کړی، ځکه چې دده په وینا دغه مؤسسې هلته د لویدیځو هېوادونو د غږ په توګه پېژندل کېږي.

ګارډین ورځپاڼې د هغه له قوله لیکلي چې وايي، د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي ورته ویلي: "که موږ د طالبانو په ګډون له افغانانو سره ښکېل نه شو، موږ پخپل لاس یو پل په بل پسې سوځوو. "

ښاغلي بیلي له افغانستان سره د مرستو د ارزونې په اړه خپل راپور یوه خپلواک کمېسیون ته سپارلی او د بریتانیا او افغانستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د بېرته پيلېدو سپارښتنه یې کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د بریتانیا په ګډون لویدیځو هېوادونو په دغه هېواد کې خپل رسمي ډیپلوماټیک فعالیتونه ودرول، خو له افغانستان سره یې د نادولتي موسسو له لارې په تېرو درې کلونو کې دوه اعشاریه نهه میلیونه ډالره مرسته کړې ده. په دغه ډله کې بریتانیا له امریکا وروسته دویم مخکښ مرستندویه هېواد دی.

خو په تېرو نژدې درېیو کلونو کې د نژدې درېیو ملیاردو ډالرو مرستې چې له افغانستانه سره شوې، بریتانیا یې له امریکا وروسته دوهم مرستندویه برخه وال دی.

هیو بیلي دغو مرستو ته په اشارې ویلي، که لوېديځ هېوادونه په افغانستان کې شتون ونه لري او له افغان مدني ټولنې او طالبانو دواړو سره ښکېل نه شي، نو د لوېديځ مرستو لاسته راوړنې به کمې وي.

هغه زیاتوي، په داسې حال کې چې د دغو مرستو هدف دا دی چې پنځوس سلنه یې ښځو ته ورسېږي، نو د ښاغلي بیلي په وینا، په افغانستان کې له حضور پرته دا ناشونې ده چې معلومه شي چې ایا دغه هدف پوره شوی او که نه.

نوموړی وايي، بریتانیا له افغانستان سره اوسمهال د ۱۵۰ میلیونه پونډو مرستو پروګرام لري، دده په وینا کله چې د بریتانوي مالیه ورکوونکو دومره پیسې چېرې لګول کېږي، نو اړتیا ده چې وڅارل شي چې دغه مرستې په څه ډول مصرف شوې دي.

هېڅ هېواد اوسمهال په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو تېرو درې کلونو کې چین، روسیې، ایران، پاکستان، ترکیې او هند هلته خپل سفارتونه پرانیستي دي او ځینې لویدیځ هېوادونو استازي هم کابل ته راشه درشه لري.