بغلان کې د بس چپه کېدو له امله ۱۷ کسان وژل شوي، ۳۷ نور ټپیان دي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان شمال ختیځ بغلان ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، د یوه بس موټر د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

له بغلان ولایت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي "د دوشنبې په ورځ د بغلان ولایت، خنجان ولسوالۍ اړوند سیمه کې یو ۵۸۰ ډوله موټر له سړکه منحرف شوی دی، چې له امله یې ۱۷ تنه شهیدان شوي او ۳۷ تنه نور زخمیان دي."

د معلوماتو پر بنسټ ټپیان نژدې روغتونونو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي. په افغانستان کې ترافیکو ادارې چارواکو وړاندې ویلي وو، د تېر کال پرتله، سږ کال د ترافیکي پېښو ګراف لوړی شوی دی.

د همدې ادارې د معلوماتو له مخې د وړم لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې افغانستان کې نژدې ۹۰۰ کسان په ترافیکي پېښو کې وژل شوي وو. د یادونې ده چې د موټر ترڅنګ په ډېرو پېښو کې موټر سایکلونه هم ښکېل وي.

دغه راز د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د واده ورا موټر له یوې لارۍ سره ټکر شوی، چې په پایله کې یې زوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او د دریو ښځو په ګډون پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

ولې ډېرې ترافیکي پېښې؟

د اړوند چارواکو په وینا د چلوونکو لخوا ناغېړي او بې احتیاطي، ګړندی تګ، زاړه او د چپ لاس موټر، د سړکونو خرابوالی، د خوندیتابه اصولو او ترافیکي قوانینو ته پام نه کول افغانستان کې د ترافیکې پېښو عمده لاملونه بلل کېږي.

خو د دې ترڅنګ د کارنده او منظم ترافیکي سیستم او بنسټونو نشتوالي، د ترافیکي قوانینو نه څارل کېدو او په ځانګړې توګه پر لویو لارو کنټرول لپاره د مسلکي ترافیک پولیسو کمښت هم د موټرو په وسیلې سفرونه خطرناک کړي دي.

دغه راز په ځينو پېښو کې موټر چلونکي له نشه يي توکو (چرسو) هم کار اخلي، چې زیاتره وخت د پېښو لامل ګڼل کېږي. باور دا دی چې په افغانستان کې زیاتره ترافیکې پېښې او له دې کبله اوښتونکې مرګژوبلې ښايي ثبت هم نه شي.