پر ډیورنډ کرښه تازه نښتې شوې دي

د طالبانو پوځیان
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د افغانستان سوېل ختیځ کې د پکتیا له ډنډ ‌پټان ولسوالۍ رپوټونه وايي چې له تېرو څو ساعتونو راهیسې د افغانستان د طالبانو حکومتي ځواکونه له پاکستاني ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل وو.

د طالبانو حکومت امنیتي سرچینو هم بي‌بي‌سي ته منلې چې پوځیانو او پوله ساتو ځواکونو یې له پاکستاني اړخ سره نښتې کړې دي.

سرچینو دغو نښتو کې پاکستاني ځواکونو ته د مرګژوبلې اړولو ادعا هم کړې ده.

بي‌بي‌سي ته لېږل شوې یوه ویډیو کې ښکاري چې د طالبانو حکومت ځواکونو پر کرښه د پاکستاني ځواکونو لوري ته راکټ او د درنو توپونو مرمۍ واروي.

د افغانستان دولتي خبري اژانس(باختر) د طالبانو حکومت د سرچینو له قوله د ۷ پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

باختر د ځايي خلکو له نکله ویلي چې سیمه کې حالت بېرته عادي شوی دی.

د پاکستان حکومت د دغه ادعا او دې نښتو په تړاو څه نه دي ویلي.

لا خو روښانه نه ده چې دا نوې نښتې د څه له امله شوي او چا لومړی برید کړی دی.

د تېر کال اکټوبر راهیسې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچ پراخ شوی پر ډیورنډ کرښه د دواړو لوریو ترمنځ وخت ناوخت درنې خونړۍ نښتې شوې دي.

پاکستاني رسنیو هم کرمه ایجنسۍ کې پر کرښه د بریدونو رپوټونه ورکړي او ویلي یې دي چې پاکستاني "پاکستان د "طالبانو" پر حکومتي ځواکونو ځوابي بریدونه کړې دي.