د مکې مکرمې یوه جومات کې د "فحشا" په تور یو بنګلهدېشی سړی او ښځه اعدام شول

د عکس سرچینه، Getty Images
د سعودي عربستان کورنیو چارو وزارت وايي چې د سپېڅلي ښار مکې مکرمې په یوه جومات کې دننه د "فحشا" په تور نیول شوی بنګلهدېشی سړی او ښځه اعدام شوي دي.
د دغه هېواد دولتي خبري اژانس (سعودي پرېس ايجنسي) د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې ویلي چې په نذر الاسلام عبدالبصیر نومي سړي او سيتي اختر نومې ښځې باندې تور و چې د مکې مکرمې په یوه جومات کې دننه یې "د فحاشۍ عمل ترسره کړی و".
وروسته امنیتي کسانو دواړه نیولي او محکمې ته وړاندې کړي وو.
د سعودي عربستان کورنیو چارو وزارت ویلي چې محکمې په دواړو لګېدلي تورونه "تایید" کړل او د جرم جدي والي، شرایطو او د جومات سپېڅلتیا او حرمت نه سرغړونې ته په کتو یې "د مرګ تعزیري سزا ورته اورولې وه".
سعودي چارواکو ویلي چې د لومړنۍ محکمې پر پرېکړې د استیناف غوښتنه شوې وه خو سترې محکمې هم هماغه لومړۍ فیصله تایید کړه چې وروسته یې د علمي کولو شاهي امر وشو. پر دغو دواړو کسانو دا شاهي فرمان د تېرې چهارشنبې په ورځ (تله۲۲ /اکتوبر ۱۴) پلی شوی دی.
سعودي چارواکو د ادعا شوې "فحاشۍ" ډول او وخت نه دی په ډاګه کړی او نه یې هم په دې اړه څه ویلي چې هغوی ته کله د مرګ سزا اورول شوې وه او کله یې د استیناف غوښتنه رد شوې وه.
د سعودي عربستان ځايي رسنیو هم د دې قضیې په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی او خبرونه یې یوازې د کورنیو چارو وزارت پر اعلامیې ورټول دي.
د هغه جومات یادونه هم نه ده شوې چې دا پېښه پکې شوې ده.
سعودي قاضیان تعزیري سزا څنګه ټاکي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د سعودي عربستان کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغو کسانو ته د مرګ سزا د "تعزیر" له مخې ورکړل شوې ده.
د بښنې نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د سعودي محکمې د حدود او قصاص په څېر پرېکړې د شرعي قوانینو له مخې کوي او وايي چې فیصلې یې د قرآن شریف او سنتو په رڼا کې ترسره کېږي.
"تعزیر" هغه ډول سزا ته ویل کېږي چې قاضي یې د داسې جرم لپاره ټاکي چې د حدود او قصاص په ډله کې نه راځي او په اسلامي قوانینو کې کومه ځانګړې او مشخصه سزا نه وي ورته ټاکل شوې خو قاضي یې خپل واک یا صلاحیت او ځينو شته شواهدو ته په کتو اوروي.
په دې برخه کې سعودي قاضیانو ته هم د جرم په مشخصولو او هم ورته د سزا په ټاکلو کې ځانګړی واک ورکړل شوی دی.
په ځينو قضیېو کې تعزیري سزا یوازې تورن کس ته د سپارښتنې یا وعظ او نصیحت تر بریده وي، په ځينو کې بیا تر جریمې او بند سزا پورې او په ځينو کې یې حد ان تر مرګ یا اعدام سزا پورې هم رسېږي.
د بښنې نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د روان ۲۰۲۶ میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې په سعودي عربستان کې تر ۱۷۵ ډېر کسان اعدام کړای شوي دي.
سعودي له هغو هېوادونو دی چې د مرګ سزا پکې ډېره پلې کېږي.
روان کال پکې تر ډېره اعدام شوي کسان بهرني وګړي وو چې شمېر یې تر ۲۲ د ډېرو بهرنیو هېوادونو لږترلږه ۹۴ تنه ښودل شوی دی.
د بښنې نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، تېر کال په چین، ایران، سعودي عربستان، یمن او امریکا کې د اعدامونو شمېر تر ټولو لوړ و.



















