د جو بایډن کور کې شپږ نور محرم اسناد موندل شوي

د خپرېدو وخت

د جو بایډن وکیل باب باوېر وايي د امریکا د عدلیې وزارت پلټونکو دېلاور کې د ولسمشر جو بایډن کور کې د ۱۳ ساعته پلټنو پر مهال ۶ نور محرم اسناد موندلي دي.‌

د جمعې پر ورځ دغو موندل شویو اسناد کې ځینې د ښاغلي بایډن د سناتورۍ او نور بارک اوباما سره د مرستیالې ولسمشرۍ د مهال دي.

د ښاغلي باوېر په وینا دغو اسنادو کې ځینې "شخصي په لاس لیکل شوي یاداښتونه" او "نور توکي‌" شامل دي.

رپوټونو کې ویل شوي چې ښاغلی بایډن او مېرمن یې 'جېل بایډن' د دغو پلټونو پر مهال د ویلمېنګټن سیمې دغه استوګنځي کې نه وو.

ښاغلي باوېر یوه اعلامیه کې ویلي چې ولسمشر جو بایډن "عدلیې وزارت ته د مرستیالې ولسمشرۍ د مهال په احتمالي محرمو موادو پسې د ده د ټول کور د پلټلو بشپړه زمینه برابره کړې وه.‌

د ښاغلي بایډن وکیل د روانې میاشت لومړیو کې وویل چې د محرمو اسنادو لومړۍ ټولګه د تېر کال د نومبر پر دویمه په 'پېن بایډن مرکز' کې موندل شوې وه.‌

'پېن بایډن' واشنګټن ډي سي کې یو فکري بنسټ دی.

د دغو اسنادو دویمه ټولګه د ډسمبر پر ۲۰مه د جو بایډن د وېلمېنګټن سیمې کور په ګراج او بله بیا د روانې جنورۍ پر ۱۲مه د همدغه کور په ګودام کې وموندل شوه.

ولسمشر بایډن د دغو اسنادو تر موندل کېدو وروسته وویل چې ټیم یې دغه اسناد سملاسي ملي ارشیف او عدلیې وزارت ته سپارلي دي.

دا لا روښانه نه ده چې ښاغلي بایډن دا اسناد د څه لپاره ځان سره ساتلي وو.‌

 امریکا کې د ولسمشرۍ د محرمو اسنادو قانون وايي، د یوه ولسمشر د مودې له پای ته رسېدو وروسته باید د سپینې ماڼۍ سوابق ملي ارشیف ته وسپارل شي.

ملي ارشیف بیا دغه اسناد په خوندي توګه ساتلی شي.‌

له حساسو اسنادو سره د چلن د څرنګوالي څېړلو لپاره د رابرټ هور په نوم یو ځانګړی څېړونکی ګومارل شوی دی.‌

دا اوږدې پلټنې او پایله کې یې د محرمو اسنادو موندل کېدل ولسمشر بایډن لپاره پر سیاسي سرخوږي اوښتي،‌ ځکه نوموړی د دې د اعلانولو په چمتووالی بوخت دی چې ایا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته بیا ځان نوموي که څنګه.‌

د امریکا ولسمشر او مېرمن یې جېل بایډن د رخصتۍ ورځې د دېلاور د رېهېبوث بیچ په نوم ساحلي ښار کې تېروي چې دوی پکې یو بل کور لري.