د طالبانو دفاع وزیر: څوک دې د خپلو امنیتي ناکامیو او بې‌ کفایتیو پړه پر موږ نه اچوي

د خپرېدو وخت

د طالبانو حکومت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي چې څوک دې په خپله خاوره کې د امنیتي پېښو په مخنیوي کې د ناکامۍ او د ده په خبره د خپلو بې کفایتیو پړه پر افغانانو او د طالبانو پر حکومت نه اچوي.

هغه دا څرګندونې واک ته د طالبانو د راګرځېدو د دوو کلونو د پوره کېدو په مناسب کابل کې په دفاع وزارت کې یوې غونډې ته کړې.

ښاغلي مجاهد که څه هم نېغ په نیغه د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو په دې وروستیو کې د پاکستان بېلابېلو ملکي او پوځي چارواکو دغه هېواد کې د بریدونو او امنیتي پېښو د پړې ګوته افغانستان ته نیولې.

پاکستاني چارواکي تور پورې کوي، چې دغه بریدونه افغانستان کې پلانېږي او دا چې بریدګر هم له افغانستانه ور اوړي.

دغه تور د پاکستان د پوځ لوی درستیز او لومړي‌ وزیر تر کچې چارواکو مطرح خو طالبانو په وار وار رد کړی دی.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک "ټي‌ټي‌پي" په افغانستان کې خوندي پتنځایونه لري.

دوی ان دا ګواښ هم کړی، چې طالبان د دغو وسله والو مخه ونه نیسي، دوی به پوځي اقدام وکړي.‌

د طالبانو دفاع وزیر دلته تازه یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره د چا خلاف نه کارول کېږي.‌

هغه وویل "موږ هېچا سره دښمني نه غواړو او د هېچا د امنیت خرابولو ته تږي نه یو. خو دوی هم باید خپل مسوولیت وپېژني او نور افغانان" تورن نه کړي.‌

ښاغلي مجاهد په ورته وخت کې دا غوښتنه او یادونه یې هم وکړه، چې نور هېوادونه دې هم د دوی خلاف څوک جګړې ته نه هڅوي.

هغه وویل "که څوک زموږ پر خلاف زموږ مخالفین روزي، دا ذهنیت ورکوي چې ولاړ شه افغانستان ته او امنیت خراب کړه – په یوه او بله نامه د افغانستان بعضې او په کمه اندازه غولېدلي کسان پیچکاري کوي، منظم کوي او زموږ پر خلاف منسجم کوي، دوی باید پوه شي چې پر دې هر څه موږ پوهېږو، غافل نه یو."

د طالبانو دفاع وزیر روښانه نه کړه چې دا کار څوک او کوم هېواد کوي خو ویې ویل چې "نور باید د خپل اقتصاد د ښه کولو لپاره، د خپلو ګټو ترلاسه کولو لپاره افغانستان ناامنه نه کړي.‌"

هغه همدا راز افغانستان د ټولو ګډ کور وباله او پر خپلو مخالفینو یې هم غږ وکړ چې ور وګرځي او د ده په وینا د امنیت په فضا کې ژوند وکړي او د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلی.

نوموړي وویل "موږ د دښمنۍ او انتقام جویۍ فکر له ذهنه ایستلی... د هېواد د بیا رغونې به عذم او اراده راغلي یو، راشئ په دې ستر کار کې له خپلو افغانانو سره ملګري شئ."

ښاغلي‌ مجاهد ومنله چې به "ځینو" برخو کې به ستونزې او مشکلات وي خو د ده به خبره هر څه "په یوه ورځ نه سمېږي."