پاکستانی خبريال عمران رياض له څلورو مياشتو لادرکه کېدو وروسته پيدا شوی

عمران رياض خان

د عکس سرچینه، IMRAN RIAZ KHAN/TWITTER

د خپرېدو وخت

د پاکستان سيالکوټ سيمې د پوليسو په وينا خبريال او د خپرونو وړاندې کوونکې عمران رياض خان د شاوخوا څلورو مياشتو لادرکه کېدو ورورسته پيدا او خپلې کورنۍ ته ستون شوی دی.

د عمران رياض وکيل ميا علي اشفاق هم د هغه د پيدا کېدو پخلی کړی خو لا تراوسه هم دا خبره نه ده روښانه شوې چې دومره موده نوموړی چېرته او په څه حال کې و.

پوليسو تر دې مهاله په دې اړه ډېر معلومات نه دي وړاندې کړي.

ياده دې وي چې د روان کال د مې پر نهمه نېټه د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د نيولو په غبرګون کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې او لاريونونه وشول چې په تړاو يې د دغه ګوند مشران او غړي ونيول شول.

په دې ورځ عمران رياض خان هم د سيالګوټ هوايي ډګر کې داسې مهال ونيول شو چې د چارواکو په وينا له هېواده بهر يې د تللو هڅه کوله.

تر نيول کېدو وروسته نوموړی د سيالکوټ پوليسو مرکز يوړل شو او له هغه ځايه د سيالکوټ زندان ته ولېږدول شو. د پوليسو په وينا د مې پر ۱۱ نېټه د سيالکوټ له زندانه تر خلاصېدو وروسته لادرکه شو.

عمران رياض خان

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

عمران رياض خان په بېلابېلو تلويزيوني چينلونو کې د پروګرامونو د وړاندې کوونکي په توګه دنده ترسره کړې او د پروګرامونو د بڼې او محتوا له کبله يې د تحريک انصاف ګوند په کړيو کې شهرت درلود.

د نوموړي د لاردکه کېدو وروسته يې پلار د لاهور اعلی محکمه ته عريضه وکړه. قاضي عامر بټي د پنجاب پوليسو مشر ته د سپټمبر تر ۲۶ نېټې د نوموړي د موندنې وخت ور کړ او ويې ويل که چېری عمران رياض تر دې نېټې پيدا نه شي محکمه به په خپله يوه پرېکړه کوي.

د لاهور اعلی محکمې ته په سپارل شوې سي سي ټي وي ويډيو کې چې ځينو کسانو ليدلې بي بي سي ته ویلي، "د شپې ۱۱ بجې او پنځه دقيقې د سيالکوټ زندان مخې ته دوه موټر چې له ډېره وخته ولاړ وو، هلته له دریو مخ پټو کسانو يوه يې د عمران رياض پر اوږه لاس کېښود او موټر ته د تلو اشاره یې ورته وکړه."

د پنجاب پولیس او د کورنیو چارو وزارت په محکمه کې د ورکړل شویو بیانونو له مخې، تر اوسه د دغو کسانو په نیولو نه دي توانېدلي.

د عمران ریاض د کورنۍ په وینا پولیسو د هغه له نیول کېدو یوه ورځ مخکې يې پر کور چاپه هم وهلې وه.

بې پولې خبريالانو چې د رسنيو د ازادۍ نړيواله اداره د عمران رياض خان لادرکه کېدل غندلی و او مسوليت يې د پاکستان پر امنيتي استخباراتي ادارو اچولې و خو امنيتي ادارې دا ډول تورونه ردوي.