مسکو: طالبانو خپلې ژمنې نه دي عملي کړې، ځکه مو غونډې ته راونه بلل

د خپرېدو وخت

په مسکو کې د هند او روسیې د بهرنیو چارو وزیران پر دوه اړخیزو اړیکو له بحث هاخوا د سیمه‌ييزو او نړیوالو موضوعاتو په سر کې پر افغانستان تم شول.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګيي لاوروف په دې اړه چې د را روانې اونۍ هغې غونډې ته چې په مسکو کې د افغانستان په اړه جوړېږي ولې طالبان نه دي وربلل شوي وویل چې طالبان د اصلاحاتو د راوستو او داسې ټولګډونه حکومت جوړولو په ژمنو کې پاتې راغلي چې د بېلابېلو سیاسي، توکمیزو او مذهبي برخو استازولي وکړي.

خو لاوروف ټینګار وکړ چې روسیه به د مسکو د غونډې پایلې له طالبانو سره شریکې کړي:

"موږ د طالبانو له استازو سره دوامدار اړيکي لرو. دوی به په دې اړه خبر کړو چې د مسکو فارمټ غونډې ګډونوال څه کول غواړي. البته موږ د افغانستان د استازو په اړه هېڅ راز نه لرو، موږ به په ډاګه طالبانو او هلته شته نورو سیاسي ځواکونو ته په ډاګه هر څه ووایو".

په مسکو فارمټ کې روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قیرغېزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبیکستان ګډون لري.

تېر کال د اکتوبر په شلمه په مسکو کې جوړې شوې غونډې ته د طالبانو استازي وربلل شوي وو او د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یوه پلاوي پکې ګډون کړی و.

د طالبانو حکومت لا د لاوروف دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان لپاره د روسیې استازي ضمیر قبولوف له دې وړاندې ویلي وو چې ټاکلې دا غونډه د نومبر په شپاړسمه یعنې یوه اونۍ وروسته جوړه شي. روسیې له دې وړاندې بیا بیا پر طالبانو غږ کړی چې یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي.

بله خوا د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جېشنکر هم له خپل روسي سیال سره په ګډه د ترهګرۍ په څېر د بې ثباتۍ عوامل ستره اندېښنه وبلله.

" نړۍ باید په افغانستان کې اوسنی حالت له پامه ونه غورځوي"

هغه وویل، د افغانستان ګاونډیان باید په ګډه کار وکړي او دا ډاډ رامنځته کړي چې له افغانستانه بیا د ترهګرۍ ګواښ نه متوجه کېږي:

"دا مهمه ده چې نړۍ په افغانستان کې اوسنی حالت له پامه ونه غورځوي ځکه زه فکر کوم نن هومره پام نه ورته کېږي لکه اړتیا یې چې ده... د پر ځای دلایلو له مخې نړیواله ټولنه د هغې ترهګرۍ او ترهګرو په اړه اندېښنه لري چې له افغانستانه فعالیت کوي. په دې هکله ژمنې شوې او دا پر ځای ده چې نړیواله ټولنه په تېره بیا ګاونډیان په ګډه کار وکړي تر څو له افغانستانه بیا د ترهګرۍ ګواښ نه متوجه کېږي."

د هند د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۵۹۳ پرېکړه لیک کې د خوندي شوو ژمنو د عملي کېدو غوښتنه هم وکړه او له طالبانو يې هم غوښتل چې خپلې نړیوال تعهدات عملي کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه پرېکړه لیک چې د تېر کال د اګست په دېرشمه هغه مهال تصویب شو چې هند د امنیت شورا پړاویزه مشري په غاړه لرله او پکې په افغانستان کې د بشري حقونو پر مراعاتېدو او له افغان قلمرو څخه د ترهګرۍ د ګواښ نه متوجه کېدو په څېر مواردو ټینګار شوی.

د طالبانو حکومت د هغه دغو څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې یې له افغانستانه د ترهګرو د هر ډول فعالیت او ګواښ په اړه اندېښنې بې ځایه بللې دي.

د هند بهرنیو چارو وزیر مسکو ته د دوه اړخیزو اړیکو پاللو په دغه سفر کې دا هم ویلي چې هند او روسیه د آسه‌آن یا د سوېل ختیځې آسیا د ملتونو د ټولنې په ګډون په ګڼو نړیوالو او سیمه‌ييزو جوړښتونو کې د افغانستان پر سر همکاریو ته دوام ورکوي.

روسیه او هند دواړه په سیمه کې مهم لوبغاړي هېوادونه ګڼل کېږي او د افغانستان پېښې او پرمختګونه له نژدې څاري.