کرېکت: بنګله دېش له افغانستان د شل اوريزو لوبو لړۍ وګټله

د عکس سرچینه، ACB
بنګله دېش له افغانستان د شل اوريزو سياليو دويمه لوبه په شپږو وېکټو وګتله او له دې سره د يې د شل اوريزو لوبو لړۍ په خپله نامه کړه.
د نننۍ لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لوموړی يې افغانستان ته يې د منډو جوړولو بلنه وکړه. لوبه د باران له کبله ۱۷ اورونو ته راټيټه شوه.
افغانستان بنګله دېش ته د ۱۱۹ منډو هدف وټاکه چې بنګالۍ لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره په وروستي اور کې بشپړ کړ.
د تېرې لوبې په څېر د افغانستان د پيل لوبغاړي ژر وسوځېدل رحمان الله ګوربز ۸ او حضرت الله ځاځي ۴ منډې وکړې. ورپسې ابراهيم ځدراڼ يو څه مقابله وکړه او په ۲۷ توپونو يې ۲۲ منډې جوړې کړې.
عظمت الله عمرزي تر ټولو ډېرې (۲۵) منډې وکړې. د ده تر څنګ کريم جنت ۲۰ او محمد نبي ۱۶ منډې وکړې.
په توپ اچوونه کې د افغانستان لپاره مجيب ځدراڼ او عظمت الله عمرزي هر يوه دوې دوې وېکټې واخيستې.
د بنګله دېش لپاره لېتن داس ۳۵، افيف حسين ۲۴، توحيد هارډای ۱۹ او شکېب الحسن ۱۸ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره رحمان الله ګوربز، حضرت الله ځاځی، ابراهيم ځدراڼ، نجيب الله ځدراڼ، محمد نبي، کريم جنت، مجيب ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، فضل الحق فاروقي او وفادار مومند د راشد خان په مشرۍ لوبېږی.
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د کرېکټ شل اوریزو سیالیو دا لوبلړۍ د بنګله دېش په شمال ختیځ سېلهېټ ښار کې کېږي.
د دې لړۍ لومړۍ لوبه کوربه لوبډلې په ۲ ویکټو ګټلې وه.
تېره لوبه کې افغانستان په ټاکلو شلو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو او د محمد نبي د نیمه سلیزې په مټ ۱۵۴ منډې وکړی شوې.
بنګله دېش دغه هدف ته د خپلې پاڼۍ د شلم اور په پنځم توپ داسې حال کې ورسېد چې ۸ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.
د افغانستان له اړخه که څه هم کریم جنت په وروستي اور کې درې بنګله دیشي لوبغاړي سر په سر وسوځول او سیالي یې جالبه کړه خو دا چې منډې کمې پاتې وې، دفاع یې ونه شوه.
تېره لوبه کې د بنګله دېش لپاره 'توحید هریدوی" تر ټولو ډېرې (۴۷) منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

د عکس سرچینه، Getty Images
لومړۍ شل اوریزه لوبه کې د راشد خان په لوبډلمشرۍ د افغانستان له اړخه رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، مجیب الرحمن، فرید احمد، عظمت الله عمرزی او فضل حق فاروقي ولوبېدل.
وبه کتل شي چې افغانستان دویمې لوبې لپاره لوبډله کې بدلون راولي، که له هماغو لوبغاړو سره لوبېږي.
د یادونې ده چې افغان کرېکټ ملي لوبډلې بنګله دېش ته د خپل دغه سفر په لړ کې له کوربه لوبډلې د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ دوه یو وګټله.
خو تر هغې مخکې یې په یوازنۍ ټېسټ لوبه کې ماتې منلې وه.





















