له تیموتي ویکس تر جبرائیل عمره: د طالبانو پخوانی بندي چې د ژوند وروستۍ ورځې یې کابل کې تېرې کړې

ټیموټي ویکس انس حقاني او سراج الدین حقاني سره

د عکس سرچینه، Social Media

    • Author, تورپېکۍ غرنۍ
    • دنده, بي‌ بي سي پښتو
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

استرالیايی تیموتي ویکس چې اړول شوی نوم یې جبرائیل عمر و، چارشنبه د جنورۍ اتمه د ۵۴ کلونو په عمر کابل کې ومړ.

د هغه د مړینې خبر د طالبانو حکومت ورکړ او جنازه یې یوه ورځ وروسته د کابل په عیدګاه جومات کې وشوه.

د نوموړي د مړینې لامل سرطان ناروغي ښودل شوې او ګڼو طالب چارواکو پرې خواشینې څرګنده کړې ده.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت یې په خواشینۍ کې لیکلي: "جبرائیل په کابل کې د انګلیسي استاد و. هغه له افغانستان او اسلامي امارت سره ډېره مینه لرله، ځکه یې غوره ګڼله چې دلته ژوند وکړي."

تیموتي ویکس چې پخوا افغانستان کې د امریکايي پوهنتون استاد و، په ۲۰۱۶ کال کې د دغه پوهنتون له یوه بل امریکايي استاد 'کېون کېنګ' سره یو ځای د طالبانو له خوا په کابل کې وتښتول شول.

د پوهنتون دغه استادان شاوخوا درې کاله د حقاني شبکې په بند کې تېر کړل او په ۲۰۱۹ کال کې د تبادلې په لړ کې ازاد شول.

ټیموټي وېکس

د عکس سرچینه، Screen shot from Taliban's video

د عکس تشریح، تیموتي ویکس (کیڼ) او کېون کېنګ چې په ۲۰۱۶ کال کې طالبانو له کابله تښتولي وو.

د زندان له شکنجو تر ملګرتیا

تیموتي ویکس او ورسره بل امریکايي زنداني د تېر جمهوري نظام پر مهال د درېیو طالب بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې له بنده ازاد شول.

د دوی د ازادۍ په بدل کې د انس حقاني په ګډون د طالبانو دوه نور غړي مالي‌خان او عبدالرشید خوشې شول.

تیموتي ویکس حقاني ډلې درې کاله په یوه تیاره کوټه کې چې یوازې "یو سوری و او د تشناب په توګه کارول کېده" زنداني کړی و.

انس او ټیموټی ویکس

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، انس حقاني (ښی) او ټیموټي ویکس په ۲۰۱۹ کال کې د تبادلې پروسه کې له زندانه ازاد شول.

ښاغلي ویکس د بي بي سي نړیوالې برخې له خوا په یوه جوړه شوې ډاکومنټرۍ کې ویلي: "زندان کې تر سخت فشار لاندی وم او هره شېبه مې فکر کاوه چې وژل کېږم به. مغزو مې کار پرېښی و او کوما ته تللی وم."

هغه ویلي و په زندان کې یې ټول ژوند یوازې "یو د غاښونو برس، کمپله او سګرټ و."

نوموړي ویل، په ۲۰۱۸ کال کې زندان کې مسلمان شو او اسلام یې ومانه. د هغه په وینا "پیل کې طالبانو باور نه کاوه چې زه غواړم مسلمان شم."

ټیموټي ویکس

د عکس سرچینه، Timothy weeks

د عکس تشریح، جبرائیل عمر (ټیموټي ویکس) جومات کې

له زندانه خوشې کېدو هغه ته نوی هویت ورکړ او خپل نوم یې جبرائیل عمر ته واړاوه.

هغه واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته کابل کې اوسېده او ویل کېدل چې تر ډېره له حقاني ډلې سره نږدې پاتې کېده.

پر نوموړي نیوکه کېده چې ګوندې د حقاني ډلې "لابیګر" او ملاتړی دی.

خواله رسنیو کې هم ګڼو تصویرونو کې د انس حقاني او کورنیو چارو چارسمبالي وزیر سراج الدین حقاني تر څنګ لیدل کېږي.

هغه به وخت ناوخت پر خپله اېکس پاڼه هم د طالبانو په ملاتړ لیکنې کولې او د طالبانو منتقدینو یې څرګندونې "پاروونکې" بللې.

Timothy weeks

د عکس سرچینه، Timothy weeks

خو په دې اړه چې هغه دې له حقاني ډلې سره "نږدې" اړیکې پاللې، هېڅ معتبر شواهد نشته.

ټیموټي پخپله هم په ښکاره په دې اړه څه نه دي ویلي.

هغه په ۲۰۲۰ کال د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې تړون د لاسلیکېدو مراسمو کې د ګډون لپاره دوحې ته تللی و او انس حقاني یې هلته د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته ورغلی و.

د دوحې هوايي ډګر کې د ټیموټي او انس حقاني ګډ اخسیتل شوی عکس هغه مهال د بحث موضوع ګرځېدلې وه او پر خواله رسنیو پرې ډېرې تبصرې کېدلې.

انس او ټیموټي

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، ۲۰۲۰ کال کې قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د مزاکراتو په جریان کې د ټیموټي ایکس او انس حقاني ګډ انځور

اوس په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه پېژندل شوي غړي پر خپله اېکس پاڼه د جبرائیل عمر د مړینې په اړه لیکلي:

"زه او تیموتي ویکس سره له دې چې په مختلفو زمانو او ډېرو لریو فاصلو کې نړۍ ته راغلي وو، خو تقدیر په یوه داسې څلورلاري کې سره مخامخ کړو چې زما مرګ د هغه مرګ، زما ژوند د هغه ژوند او د هغه آزادي زما آزادي شوه؛ په هغو سرو څراغونو دواړه تېر شوو."

انس حقاني زیاته کړې "ما له خپلو زولنو د نورو بښل، احترام او نورو ته د نېکمرغۍ آرزو زده کړل او تیموتي ویکس ته یوه اغزنه لار د هدایت او ایمان مسیر شو چې له هغې خوا جبرئیل عمر راستون شو. تر تبادلې وروسته قطر ته راغی، دواړو خوږ بنډار وکړ، داسې لکه له ډېرې زمانې چې مو پېژندل او سره ورک وو."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

استرالیا مې وطن او افغانستان مې د عقیدې کور دی

ټیموټي ویکس په ۲۰۲۱ کال اګسټ کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانستان ته لاړ. طالب چارواکو سره یې ناسته پاسته وه او په بېلابېلو ولایتونو ګرځېدلی دی.

هغه چې تل یې افغانستان خپل کور او افغانان ځان ته نږدې کسان یاد کړي، بي بي سره خبرو کې ویلي وو افغانستان ته په راتلو او مسلمانېدو یې استرالیا کې کورنۍ مخالفه وه او لار یې ترې جلا کړه.

Timothy

د عکس سرچینه، Timothy weeks

نوموړي ویل: سره له دې چې افغانستان او افغانان راته ګران دي خو "استرالیا مې وطن او افغانستان مې د عقیدې او اسلام کور دی."

هغه د اسلام له منلو وروسته د طالبانو او ملاتړو تر منځ ډېر محبوبیت پیدا کړی و.