کرېکټ: د نیپال ۱۹ کلنو لوبډلې افغان لوبډلې ته په یوه وېکټه ماتې ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د نیپال لوبډلې تر یوې سختې سیالۍ وروسته د نهو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره افغان ۱۹ کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې د خپلې درېيمې او وروستۍ لوبې د پچې له ګټلو وروسته لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

د افغانستان د سر دوه لوبغاړي محبوب تسکین او عذیر الله نیازی په صفر اوټ شول. خو فیصل خان شینوزاده لوبه یو څه وغځوله او پنځوسیزه یې هم وکړه. خو نور لوبغاړو ښه لوبه ونه شوه کړای. افغان لوبغاړو خپلې ټولې وېکټې د ۱۲۳ منډو په جوړولو له لاسه ورکړې. او سیالې نیپالي لوبډلې ته یې ۱۲۴ منډې هدف ورکړ.

د نیپال لوبغاړو تر وروستۍ وېکټې هڅه وکړه چې ټاکلي هدف ته ځان ورسوي.

که څه هم افغان توپ اچونکو تر ډېره د نیپالی لوبغاړو د منډو جوړولو مخه نیولې وه، خو د افغان توپ وهونکو له خوا ټاکل شوی هدف دومره لوړ نه و.

دا په اسیا جام کې د افغان لوبډلې وروستۍ لوبه وه.

د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې د اسيا جام سياليو کې خپلې ټولې لوبې وبايللې دي. لومړۍ لوبه يې بنګله دېش ته په ۴۵ منډو او دويمه ترې شري لنکا د ۱۳۱ منډو په توپير ګټلې وه.

د ۱۹ کلنو اسيا جام کې د افغان لوبډلې سفرهم پای ته ورسېد.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د ۱۹ کلنو لوبغاړو اسیا جام سږنيو سیالیو کې ګډونوالې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي. په دغو سياليو کې د کرېکټ د اسيايي شورا پنځه بشپړ غړي افغانستان، بنګله دېش، هند، پاکستان او شري لنکا او درې نورې لوبډلې جاپان، نیپال او عربي متحده امارات ګډون کړی.

افغان لوبډله په ب ګروپ کې له بنګله دېش، شري لنکا او نیپال سره لوبېږي. په الف لوبډله کې هند، پاکستان، جاپان او عربي متحده امارات دي.

د يادولو ده چې د دغو سیالیو پایلوبه د ډېسمبر په اتمه پلان شوې ده.

د اسیا جام سیالیو وروسته به افغان لوبډله د راتلونکي ۲۰۲۵م کال په مارچ کې د نیپال پر وړاندې ۵ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي او ټاکل شوې تر هغه وروسته د کرېکټ نړیوالې شورا اړوند د ۲۰۲۶م کال ۱۹ کلنو لوبغاړو نړیوال جام لپاره د غوراوي پړاو سیالیو کې ګډون وکړي.