د نړۍ د مشرانو او د هغوی د مېرمنو د جامو پیسې څوک ورکوي؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوډ لمي ویلي چې لومړي وزیر کېیر سټارمر او د هغه مېرمنې وېکټوریا د کالیو ډالۍ له دې کبله منلې چې د هېواد په استازیتوب ښه او غوره ښکاره شي.

د مرستو یا ډاليو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي لمي ویلي چې "نورو هېوادونو کې د دولتي مشرانو کالي د مالیه ورکوونکو له مالیو برابرېږي" او دې ته ځانګړې بودجه پام کې نېول کېږي.

بریتانیا کې د کارګر ګوند یوه وکیل وحید عالي لخوا وېکټوریا ته د کالیو ډالۍ له ورکړې وروسته په دې اړه بحثونه ګرم شوي او داسې انګېرل کېږي چې کېیر سټارمر د ډاليو اړوند له ځینو قوانینو سرغړونه کړې وي.

د سنډې ټایمز په یوه رپوټ کې راغلي چې په دغو ډاليو کې له ټاکنو مخکې او ټاکنو وروسته هم ځینې تحفې شاملې دي.

د بریتانیا د ګارګر ګوند د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لمي رسنیو سره خبرو کې ویلي، "د امریکا ولسمشر او لومړۍ میرمن ډېره ځانګړې بودجه لري چې د مالیه ورکوونکو لخوا پرې کېږي، تر څو دوی د امریکایانو په استازولۍ ښه ښکاره شي.

په حقیقت کې د امریکا لومړۍ مېرمن د کالیو لپاره ځانګړې بودجې ته لاسرۍ نه لري او ډېرو امریکایانو د لومړۍ مېرمنې فېشني او ګرانبیه کالي مایوسونکي بللي.

ولسمشر ته د کالیو لګښت پام کې نيول کېږی خو لومړۍ مېرمنې ته نه

د نړۍ په ځينو هېوادونو کې د مالیه ورکوونکو له مالیو د حکومتي مشرانو د ورځني لګښت یوه اندازه پیسې ځانګړې کېږي چې کالي هم پکې راځي.

د امریکا ولسمشر سره له دې چې په کلني ډول څلور سوه زره ډالره معاش اخلي ۵۰ زره ډالره نوره بودجه هم ورته د ورځنيو لګښتونو او جامو لپاره ځانګړې شوې.

د امریکا د ولسمشر مېرمنې ته بیا چې لومړۍ مېرمن بلل کېږي ځانګړې کلنۍ بودجه او لګښت په نظر کې نه دی نيول شوی.

د ځينو هېوادونو لومړۍ مېرمنو ویلي، 'تمه او د خلکو هیله دا ده چې د هر څه پیسې موږ خپله ورکړو.'

د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش مېرمنې لورابوش د ۲۰۱۰م کال په یوه یاداښت کې لیکلي چې په سپینه ماڼۍ کې له یوه کال تېرېدو وروسته محاسب ښاغلي جورج ته وویل، "د ولسمشرۍ پر مهال لګښت ډېر لوړ شوی هغه په ځانګړي ډول زما کالیو ته اشاره کوله".

د امریکا د بلې پخوانۍ لومړۍ مېرمنې مېشل اوباما رسنیز مسول په ۲۰۱۴م کال کې سي اېن بي سي رسنۍ ته ویلي وو، "د کالیو پیسې خپله اغلې مېشل اوباما پرې کوي."

امریکا کې لومړۍ مېرمنې په شخصي او ان د حکومت په استازولۍ د جامو ډالۍ هم اخيستی شي، د جامو جوړولو ځینې برانډ شرکتونو د دغې کار ستاینه هم کړې او په ټکو یې "ښه ده چې لومړۍ مېرمنې د دوی ورکړل شوي کالي په عامو ځایونو کې واغوندي."

د امریکا لومړۍ مېرمنې په بهرنیو رسمي سفرونو کې هم د ډيزاینرو او نورو خلکو اخيستی او اغوستلی شي.

بریتانیا کې بیا د دا ډول ډاليو او کالیو خبره بدله ده، د دغه هېواد د یوه پخواني لومړي وزیر ګورډن براون مېرمن وايي، "د جامو قبلول او کومو ډاليو منل تل ننګونکي وي."

نوموړې په ۲۰۱۱م کال کې خپور شوي خپل "د تورو دروازو تر شا" کتاب کې ليکلې "د داسې ډېزاینرو او ډالۍ ورکونکو کمی نشته چې تا ته کالي وړاندې او تحفه کړي خو په دې اړه قوانینو ته پام ډېر اړین دی."

نوموړې ویلي دلته باید دې ته متوجې شئ چې وکیلان او د هغوی جوړه څه شی د تحفې په ډول اخيستی شي او له څه شي ډډه وشي.

هغې د حل لارې په ډول واضحه کړې چې "ما او د لومړي وزیر د کاري دفتر مشاورینو پرېکړه، چې د هر چا لپاره به ګټوره وي دا وه چې "هغه جامې چې زه یې غواړم ویې لرم ښه دا ده چې خپله یې په پیسو واخلم."

په نورو هېوادونو کې دا چاره څنګه ده؟

د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د مشرانو مېرمنې په خلاص زړه ډالۍ مني او کاروي یې.

د فرانسې برېګېټ مکرون (لومړۍ مېرمن) د جامو لپاره ځانګړې دولتي بودجه نه لري او باور دا دی چې د پاريس د کالیو مشهور ډیزاینر د بېلګې په ډول لوئیس ووټن ورته ګرانبیه جامې ډالۍ کوي.

د ۲۰۱۹م کال خپور شوي یوه کتاب مېډم لا پرېزېډېنټ کې راغلي "د هغې دفتر دا ټول ریکارډ په لیکلې بڼه ساتلی چې نوموړې ته کوم کالي ډالۍ شوي او کوم یې خپله اخيستې دي.

له دې سره د هغې پر مېړه ولسمشر اېمانول مکرون باندې د هغه څه له کبله چې 'بې ځایه لګښتونه' بلل شوې نيوکې کېږي.

د فرانسې یوې ورځپاڼې د موندنې له مخې پر نوموړې تور دی چې د ښاغلي مکرون دفتر له فرانسې څخه برازیل ته د سفر پر مهال په بزنس کلاس ځای کې د خپلو دوه بکسونو لېږد لپاره په څه باندې څلور زره ډالرو دوه سيټونه نيولي وو.

په جرمني کې بیا پر ځینو وزیرانو نیوکې دي چې د ۲۰۲۳م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د وېښتانو پر جوړولو، ښکلا، او انځورونو ۴۵۰ زره ایرو ( څه باندې ۵۰۰ زره ډالره) لګولي دي. دلته هم د کالیو او لګښت لپاره ځانګړي دولتي بودجه نشته.

بریتانیا کې لومړۍ مېرمنې ته د نوې ډالۍ او د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو د جزیاتو په اړه مو هڅه وکړه چې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند تبصره هم ولرو خو دوی لا له خبرو ډډه کړې.