د بندر عباس چاودنه: د وژل شويو شمېر ۷۰ تنو ته رسېدلی دی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د ايران په بندر عباس کې له مرګونې چاودنې دری ورځې وروسته، د مړو شمېر لا هم مخ په زياتېدو دی. چارواکي د لسګونو ناپېژندل شویو جسدونو یادونه کوي. د دوشنبې په ورځ، په بندر عباس کې د چاودنې او اور لګېدنې له امله د مړو شمېر ۷۰ ته لوړ شو. د هرمزګان د والي په وینا، ۲۲ کسان لا هم نادرکه دي. بل پلو روغتیايي چارواکي د ۲۲ جسدونو د پېژندلو هڅه کوي.

په همدې مهال، د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د اور وژنې عملیات پایته رسېدلي، خو د هرمزګان والي وايي د قربانیانو لپاره د مرستې او ژغورنې عملیات لاهم روان دي او په وينا يې د سيمې پاکولو او کانټېنرونو لېږدول ښايي تر "دوو اوونيو" وخت ونيسي.

د ایران حکومت د 'شهید رجايي' په نوم مهم بندر کې تر چاودنې وروسته دوشنبه (اپرېل ۲۸/غويي ۸) په ټول هېواد کې "عمومي ماتم" یا ویر اعلان کړی دی.

د چارواکو به وینا په دې چاودنه کې له ۱۲۰۰ ډېر کسان ژوبل شوي هم دي.

د چاودنې له کبله د رامنځ‌ته شوې ککړتیا او لوګیو له امله په بندر عباس او 'قشم' سیمه کې ټول ښوونیز او دولتي مرکزونه رخصت کړای شوي دي.

په همدې حال کې د ایران رسنیو خبر ورکړی چې روسیې درې الوتکې د اور قابو کولو لپاره ورلېږلې دي.

د يکشنبې په ورځ د تسلیت پیغام تر څنګ د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین له ایران سره د اور په مړ کولو کې د همکارۍ وړاندیز کړی و.

په ایران کې د مسکو سفیر کاظم جلالي پرخپله اېکس پاڼه لیکلي، له روسیې تر مرستې غوښتلو وروسته دغه هېواد په داسې حال کې چې "رخصتي‌ هم وه، په نیمه شپه یې په چټکۍ سره د اور وژنې درې الوتکې د شهید رجايي بندر د اور قابو کولو لپاره راولېږلې."

د ایران په هرمزګان کې د کړکېچ د کنټرول مدیر مهرداد حسن زاده ویلي چې اوسمهال "تر ۸۰ سلنه اور قابو شوی دی. د شهید رجايي بندر د اور وژنې ځمکنۍ او هوايي ډلې پر اور مړ کولو لګیا دي."

چاودنه څنګه شوې؟

چاودنه د شنبې (اپرېل ۲۶/ غويي ۶) پر سهار د شهید رجايي په نامه بندر کې شوې، چې د ایران سویلي بندر عباس ښار ته نژدې تر ټولو ستر سوداګریز بندر دی.

د دې چاودنې له کبله د نژدې ودانیو بامونه وغورځېدل، کړکۍ ماتې شوې او په سیمه کې ګاډي ویجاړ شول.

چاودنه دومره زوروره وه، چې د پېښې له ځایه ۵۰ کیلومتره لېرې یې اغېز محسوس شوی. د ایران دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، شپږ کسان لا هم تري تم دي.

د ایران مدني دفاع ادارې مسوولین وايي، د اور وژنې ''اتیا سلنه عملیات'' ترسره شوي دي.

د چارواکو له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي:'' له لومړنیو ساعتونو راهیسې ۷۵۲ روغتونونو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.''

په اعلامیه کې ویل شوي، چې ۱۹۰ کسان تر اوسه په روغتونونو کې بستري دي او پاتې نور یې له درملنې وروسته رخصت شوي دي.

احتمال شته چې د مړو شمېر لوړ شي. روغتونونو کې په پراخه کچه له خلکو د وینې ورکولو غوښتنه شوې.

ایراني چارواکو تر اوسه په بندر کې د چاودنې لامل نه دی په ګوته کړی.

ایراني رسنیو داسې انځورونه خپاره کړي چې ښيي، د بندر عباس په شهید رجايي بندري سیمه کې یوې زورورې چاودنې پراخه ویجاړي رامنځته کړې ده.

رپوټونو کې ویل شوي چې تر ډېره اداري ودانۍ زیانمنې شوي. " چاودنه دومره زوروره وه چې د یوې ودانۍ چت پر کارکونکو نړېدلی."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت غبرګون

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې پر اېکس خواله رسنۍ خپره شوې، ایران کې د دې چاودنې او اورلګېدنې په هکله خواشيني څرګنده کړې او د اغېزمنو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښوولې ده.

د دغه بندر یوه کارکونکي د تسنیم په نوم ایراني خبري اژانس ته ویلي " یو شمېر کارکونکي لا هم تر نړېدلي چت لاندې بندي او د ژغورنې هڅې یې کېږي."

د هرمزګان ولایت د بېړنیو حالاتو د سمبالښت چارو مشر ویلي " د پېښې لامل د هغو کانتینرونو چاودنه وه چې مهرلاک شوي نه وو."

ځېنو رپوټونو کې دا هم ویل شوي چې چاودنې په کانتینرونو کې د کیماوي توکو له امله ډېرې زورورې وې.

عیني شاهدانو خبریالانو ته ویلي " لومړۍ په لږه اندازه اور ولګېد خو په سیمه کې د ۴۰ سانټي ګراډه تودې هوا له کبله په چټکۍ دغه اور پراخه شو او د چاودنو لامل شو."

ایراني رسنۍ وايي د پېښې لویوالی په دومره کچه و چې تر ۵۰ کیلومترۍ یې ودانۍ، موټرې او د ژوند بېلابېلې برخې زیانمنې کړي دي.

د هرمزګان ولایت د بندرونو ادارې مرستیال اسماعیل مکي زاده وايي، د ژغورنې ډلګۍ د سمندر، ځمکې او هوا له لارې رسېدلي او د اور وژنې هڅې کېږي. ښاغلی مکي زاده ویلي، سم لاسي دغلته په بندرونو کې د توکو د لېږد بهیر ځنډول شوی.

د ایران د تېلو د چاڼ او ویش ملي شرکت له پېښې وروسته یوه اعلامیه خپره کړې او ویلې یې دي، چاودنې "په هغه سیمه کې د دې شرکت سره تړلي چاڼ ځایونو، د تېلو زېرمو، د توزیع کمپلیکسونو، یا د تیلو پایپ لاینونو سره هیڅ تړاو نه درلود."