تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند کې ولې د پهلوانۍ فدراسیون خلاف پراخ احتجاجونه وشول؟
جنورۍ میاشت هندوستان کې هغه مهال بې ساري احتجاجونه وشول چې د سپورت ډګر ځینو مشهورو لوبغاړو د پهلوانۍ فدراسیون پرضد څرګندونې وکړې او د دغه فدراسیون مشر یې د ښځینه پهلوانانو پر جنسي ځورونه تورن کړ.
په هندوستان کې د احتجاجونو لړۍ تر هغه وروسته پیل شوه چې د اولمپک او ټولګټو هېوادونو لوبو کې مډال ګټوونکو او نورو مشهورو لوبغاړو د جنورۍ پر اتلسمه ډیلي کې د پهلوانۍ فدراسیون مخې ته احتجاج وکړ او د دغه فدراسیون پر ضد یې شعارونه ورکړل.
احتجاجونو هغه وخت نور هم زور واخیست چې دوه ځلې د پهلوانۍ نړیوال لقب ګټونکې 'وینېش پوګاټ' ادعا وکړه چې لسو نورو ښځینه پهلوانانو ورته ویلي چې د پهلوانۍ فدراسیون د مشر 'بیراج بوشان سنګ' لخوا جنسي ځورول شوې دي.
خو ښاغلي سنګ دا ادعا رد کړه او ویې ویل سیاسي انګیزه لري.
نوموړي زیاته کړې د پهلوانۍ هغه لوبغاړې چې دا ادعا کوي، نور اهداف لري.
خو احتجاجونه له دې سره سره پراخ شول او څو ورځې وروسته فدرالي حکومت اړ شو، چې د ښاغلي سنګ دنده وځنډوي او یو هیت یې وټاکه چې د فدراسیون پر چارو څارنه وکړي.
په ورته مهال د هندوستان د اولمپیک سازمان هم یوه کمیټه ګومارلې چې د ښاغلي سنګ لخوا د ښځینه پهلوانانو د جنسي ځورونې د ادعا په اړه څیړنه وکړي.
بیراج بوشان سنګ د پارلمان وکیل او هند کې د واکمن بهارتیا جنتا ګوند غړی دی.
اوس که څه هم احتجاجونه پای ته رسېدلي خو داسې ښکاري چې دا موضوع به ژر هواره نه شي ځکه ښځینه پهلوانانې وايي چې له دوی سره د څارنې پلاوي د جوړولو په اړه سلا مشوره نه ده شوې.
کله چې له اغلې پوګاټ نه په دې اړه پوښتنه وشوه، هغې وویل نه غواړي چې د جنسي ځورونې د ادعاوو په اړه نوره وغږيږي، خو مناسب وخت کې به پولیسو ته شکایت وکړي او مناسب ګام به پورته کړي.
کارپوهان وايي هغه یووالی چې هندي لوبغاړو په احتجاجونو کې وښود دا په ډاګه کوي چې هندوستان کې په سپورتي سیستمونو کې د ښه والي او اصلاحاتو د راوستو اړتیا ده.
په دې مانا چې نوي قوانین باید جوړ شي، پخوانيو سپورتي لوبغاړو ته د سپورتي ادارو پر لوړو څوکیو د کار زمینه برابره شي او دغه راز د شخصي او دولتي ادارو کسانو ته هم په سپورتي ادارو کې څوکۍ ورکړل شي چې له دې سره به د لوبغاړو ملاتړ لا ډېر شي.
د سپورتي چارو خبریالې شاردا اوګرا بي بي سي ته ویلي تر دې وړاندې هېڅکله داسې نه و شوي چې ټول مشهور سپورتي لوبغاړي په یوه غږ د یوې موخې لپاره ودرېږي.
د یادونې ده چې پر بیراج بوشان سنګ د قتل د هڅې په ګډون څلور نور تورونه هم لګول شوي خو نوموړی ټول ردوي.
په ۲۰۲۱ کال له هغې وروسته یوه لنډمهاله لانجه پیدا شوه چې بیراج بوشان سنګ د سټیج پر سر یو پهلوان په څپېړه وواهه او وروسته یې وویل چې دغه ځوان پهلوان سیالۍ لپاره د خپل عمر په اړه دروغ ویلي وو.
خو د ښاغلي سنګ پر ضد د دې پېښې دوسیه نه وه ثبت شوې.
د ټینس یوه پخوانۍ نړیواله لوبغاړې منیشا ملهوترا چې اوس د یوې شخصي سپورتي ادارې مشره ده وايي د جنورۍ میاشتې احتجاجونه یو پیل وو، ځکه ډېرو ښځینه لوبغاړو ورته ویلي چې د خپلو نارینه روزونکو لخوا له جنسي پلوه ځورول شوې خو هېڅ یوې لوبغاړې له وېرې بل ګام نه دی اخیستی او رسمي شکایت یې نه دی کړی.
دا په داسې حال کې ده چې رسمي مالومات ښيي چې له ۲۰۱۰ کال تر ۲۰۲۰ کال پورې د نارینه روزونکو او روزنیزو مرکزونو د چارواکو لخوا د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې په تړاو ۴۵ شکایتونه ثبت شوي وو.
له دې ډلې د پنځو روزنکو تنخواګانې کمې کړای شوې، د دوو دندې وځنډول شوې خو بیا وروسته بېرته وګومارل شول، د دوو نورو قراردونه لغوه کړای شول خو د نورو خلاف هېڅ ګام وانخیستل شو.