سراج الدین حقاني: " د امارت واکمنان باید د کبر په ځای تواضع غوره کړي"

د خپرېدو وخت

د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو سرپرست و زیر سراج الدین حقاني یو ځل بیا د خپل حکومت په واکمنو غږ کړی چې له خلکو سره له نرمښت نه کار واخلي.

ښاغلي حقاني چې وخت ناوخت په ناستو کې د هغه په ټکو د نصحت او مشوره په چوکاټ کې دا ډول نیوکو او ګیلو ته ورته څرګندونې کوي وایي " زه خپلو وروڼو واکمنانو ته وایم چې په ځان کې د خادمانو صفت جوړ کړئ او تواضع په ځان کې راولئ."

دغه جګپوړي طالب چارواکي په خوست ولایت کې د یوې دیني مدرسې د فارغانو په غونډه کې وویل چې " د مقدس نظام، مقدسو قربانیو او مقدسو مطالبو" لپاره باید خپل نظام پیاوړي کړي.

خو نوموړی اندېښنه څرګندوي چې که له ملت سره سم چلند ونه شي نو هرڅه به له لاسه ورکړي:

"نن د ځان د حیثیت په خاطر باندې زه دا خپله واکمني په دې خوارو افغانانو باندې، په داسې طرز او متکبرانه طریقه باندې او په بې پروایۍ باندې دغه ملت سره برخورد کړم چې د ملت زړه رانه ازار کېږي، د دعا په ځای ماته بده دعا کوي خدای تعالي دې ما کې اصلاح راولي که اصلاح نه وي خدای تعالي دې دا خانه په بل نېک سړي را ډکه کړي."

نوموړی دا هم وایي چې د افغانستان خلک د " بدماشۍ" خصلت نه لري او په وینا یې که څوک ورسره بدماشي وکړي نو دده په ټکو " د نورو بدماشانو ښکر ورماتوي."

د طالبانو حکومت دغه امنیتي چارواکي دا هم وایي چې په افغانستان شته امن له دې امله دی چې د ټولو ترمنځ د باور فضا راغلې خو زیاتوي که دا باور بیا زیانمن شي نو شته امنیت به هم نور نه وي.

سراج الدین حقاني له دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړي دي.

نوموړي څه موده وړاندې په یوه بله غونډه کې ویلي وو چې د امر باالمعروف او نهي عن المنكر محتسبین دې خلک له نظام او اسلام څخه نه زړه توري کوي.