د رسنیو برخې میلیادر روپېرت مورډاک ۹۲ کلنۍ کې پنځم واده کوي

د عکس سرچینه، JENNA BASCOM PHOTOGRAPHY
د رسنیو برخې میلیاردر 'روپېرت مورډاک' اعلان کړی چې له خپلې ملګرې 'ان لېسلي سمېت' سره یې کوژده کړې ده.
ښاغلی مورډاک ۹۲ کلن او اغلې سمېت ۶۶ کلنه ده.
دوی دواړو تېره سپتمبر میاشت کلیفورنیا کې د ښاغلي مورډاک د انګورو بڼ کې سره لیدلي و.
ښاغلي مورډاک خپلې نیویارک پوست رسنۍ ته ویلي چې "له میئنېدو ډارېدم – خو پوهېدم چې دا به مې وروستۍ وي. ښه ده چې وي. زه خوښ یم."
روپېرت مورډاک تېر کال له خپلې څلورمې ښځې 'جېري هال' بېل شو.
هغه دې ته په اشارې چې ایرلنډۍ ریښه لري، ویلي چې د 'سېنټ پاټریک' پر ورځ یې اغلې سمېت ته د واده وړاندیز وکړ او دا چې 'ډېر پریشان' و.
د اغلې سمېت پخوانی مېړه 'جېسټر سمېت' چې مړ دی، محلي سندرغاړی او د راډیو تلویزیون مجري و.
هغې نیویارک پوست ته ویلي "موږ دواړو ته دا د خدای له لوري ډالۍ ده. تېر سپتمبر کې مو سره ولیدل."
نوموړې زیاته کړې "زه له ۱۴ کلونو راهیسې کونډه یم. زما مېړه هم د روپېرت په څېر یو کاروباري و... نو له روپېرت سره یوه خوله یم. دواړو ورته ګروهې لرو."

د عکس سرچینه، Reuters
ښاغلی مورډاک له دریو لومړیو ودونو شپږ ماشومان لري.
نوموړی وايي "موږ دواړه غواړو چې د ژوند دویمه نیمایي مو سره په ګډ ژوند تېره کړو."
په پام کې ده چې د دوی واده د راتلونکي دوبي وروستیو کې وشي او بیا به په کلیفورنیا، مونتانا، نیویارک او بریتانیا کې ګډ وخت تېروي.
ښاغلي مورډاک تر دې وړاندې د الوتنو له اسټرالیایۍ مېلمه پالې 'پاتریشا بوکر'، سکاټلنډۍ ژورنالیستې 'انا من' او چین کې زېږېدلې متشبثې 'وېنډي ډېنګ' سره ودونه کړي و.





















