تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې له محرم پرته د نجونو پر سفر بندیز؛ بهر ته تازه راغلې نجونې له څه ډول کړاوه تېرېږي؟
- Author, توپېکۍ غرنۍ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
" لندن ته چې راغلم څلور نیمې میاشتې وروسته مې پلار مړ شو. مړی مې یې و نه لید، خو ډېر مې غوښتل قبر ته یې ورشم او دعا ورته وکړم."
دا د (مستعار نومې) زهرا په نامه د یوې افغانې کډوالې خبرې دي، چې په جلاوطنۍ او د کډوالۍ په لومړیو شپو ورځو کې د پلار له لیدو د تل لپاره محرومه شوه.
نوموړې د ۲۰۲۱ کال اګست کې د افغانستان مخکیني حکومت له سقوط وروسته لندن ته کډواله شوې ده. زهرا چې لندن کې یې د اوسېدو کابو دوه نیم کاله کېږي، له خپلې کورنۍ پرته او په یوازې ځان راغلې.
هغه وايي، لومړی ځل یې دی چې له خپلې کورنۍ دومره لیري او د اوږدې مودې لپاره کډواله شوې، او په وینا یې "نه ده مالومه چې لا به څومره دوام کوي"
زهرا وايي: "د پلار مړینې مې ډېر بد اغېز راباندې کړی و، ډېر مې زړه تنګ و. له روحي او رواني پلوه مې اړتیا وه چې یو ځل خپل کور ته لاړه شم. غوښتل مې خپله مور وګورم، خو نه مې شو کولی، ځکه چې طالبانو له محرم پرته له افغانستانه بهر ته د مجردو نجونو پر تګ بندیز لګولی و. زه ډارېدم چې که لاړه شم هسې نه بېرته مې راپرېنږدي او ایساره مې کړي."
د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۷مه طالبانو بهرنیو هېوادونو ته د ښځو پر سفر د محدودیت په ترڅ کې وویل، چې افغان ښځې له دې وروسته له "شرعي محرم" پرته له افغانستان بهر نورو هېوادونو ته سفر نه شي کولی.
نړیوالو دا د "ښځو زنداني کول" وبلل او د طالبانو حکومت دغه ګام یې وغنده.
"هوايي ډګر کې یې رانه د مور د پاسپورت او تذکرې عکس غوښته"
زهرا چې په کم عمر کې یې رسنیو کې کار پیل کړی و او واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې یې یوې نړیوالې رسنۍ سره کار کاوه، د افغانستان له سقوط وروسته "د خپل سر د خویتوب لپاره" لندن ته راغلې ده.
دا وايي د طالبانو د سختو تګلارو له مخې "له محرم پرته" د مجردو نجونو پر تګ بندیز له خپلې کورنۍ لیري کړې.
کلونه انتظار یې وکړ، چې بلاخره وتوانېده ځان ته د سفر ملګری ومومي او کابل ته ورسره لاړه شي.
د هغې په وینا: " ماما مې چې دلته اوسېده له خپلې کورنۍ سره کابل ته تللو، ما هم ځان برابر کړ او ورسره روانه شوم، روانه وم خو د بېرته راتګ اندېښنه راسره وه چې څنګه به کېږي. فکر مې کاوه چې منګی خو هره ورځ نه ماتېږي شاید هملته بنده پاتې شم."
زهرا وايي د مور او کورنۍ د لیدو خوشالي ترې د بېرته راتګ اندېښنو او وېرې هېره کړې وه.
سره له دې چې هغې بریتانیا کې د اوسېدو قانوني اسناد لرل، خو بهرنی پاسپورت یې نه درلود.
"په کوم ځای کې چې پر پاسپورټ د خروجي ټاپه لګول کېږي مسوولو کسانو زما نوم واخیست. او پوښتنه یې وکړه چې چېرته ځې او دوی دې څه کېږي؟ ماما مې غږ کړ چې خورز مې ده، بیا یې رانه پوښتنه وکړه چې د مور د تذکرې یا پاسپورت عکس دې راوښیه، ماسره نه و."
زهرا وايي، ورته ولاړ کس یې ماما یوې خواته کړ او د هغې په اړه یې ترې پوښتې ګروېږنې کړې وې.
نوموړې وايي، د ماما بېرته راتلو سره یې دوی ته پر پاسپورت خروجي ووهله او د تلو اجازه یې ورکړه.
هغه وايي:"د ماما تر بېرته راتلو مې له پښو دم ختلی و."
زهرا وایی، د مور د تذکرې عکس یې هم ځکه ترې غوښتی و، چې مالومه کړي دا یې په رښتیا ماما دی که نه.
"ډېره سخته ده، چې کورنۍ دې ویادېږي او لیدلی یې نه شې"
۲۹ کلنه صوفیا هم چې لا یې واده نه دی کړی، له کورنۍ لیري او یوازې په جرمني کې اوسېږي.
نوموړې بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، مجردې نجونې چې له خپلو کورنیو پرته بهرنیو هېوادونو ته راغلي، ډېرې سختې ورځې یې تېرې کړي دي.
"دوی د ارامښت لپاره اړتیا لري، چې د خپلو کورنیو لیدو ته ورشي او وخت ورسره تېر کړي."
صوفیا هم لکه د زرګونه نورو افغانانو د افغانستان مخکیني حکومت له سقوط وروسته کډواله شوې او جرمني ته راغلې ده.
نوموړې وايي، سره له دې چې خپل مور او پلار او د کورنۍ نور غړي یې ډېر یادېږي، خو دا مجبوره ده چې د شرایطو بدلېدو ته په انتظار کې د بیلتون دا ترخې شپې او ورځې تېرې کړي.
"انتظار ډېر اوږد شو، زه یوازې یم، دلته څوک لرم هم نه، نو محرم به له کومه کړم؟ ماته به په تګ کې هېڅ ستونزه جوړه نه شي، خو د راتلو پر وخت به رانه د محرم پوښتنه کوي او په همدې بهانه به مې ستنوي."
هغه وايي، دا انتظار یې ښايي تر هغې دوام وکړي چې بهرنی پاسپورت واخلي او "په ازاد ډول پرې خپل هېواد ته د تګ راتګ اجازه ولري."
نوموړې جرمني کې په یوه مغازه کې کار کوي، له یوې خوا که د طالبانو د "سختو بندیزونو" له امله د خپلې کورنۍ لیدو ته نه شي تللی خو وايي، په دې خوشاله ده چې له همدې لیري واټنه د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.
د صوفیا په څېر په سلګونه هغه افغانې نجونې ښايي خپل وطن او کورنۍ لیدو ته په انتظار ناستې وي، چې له محرم پرته کډوالۍ ته اړې شوي او اوس بېرته د تللو لپاره ورسره "د شرعي محرم" په نامه څوک نشته.
" داسې نجونې هم له سفره راګرځول شوي، چې لس دقیقې یې الوتنې ته پاتې وې"
بي بي سی ته د کابل له نړیوال هوايي ډګره یوې سرچینې ویلي "دا پر ځان د خطر منل دي چې له محرم پرته دې مجردې نجونې افغانستان ته سفر وکړي."
د سرچینې په وینا "داسې نجونې هم شته چې نږدې لس دقیقې یې پروزاې ته پاتې وې، خو دوی ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې الوتکې ته وخېژي، هره دقیقه امکان شته چې یو څه وشي، خو دا به بخت او طالع وي چې څوک برابرېږي او څوک نه."
بي بي سي ځینو هغو مجردو نجونو سره هم خبرې کړي چې، بهرنی تابعیت لري او ورستیو کې یې په یوازې ځان افغانستان ته له کوم "شرعي محرم" پرته سفرونه کړي دي.
ظاهرا داسې ښکاري د طالبانو حکومت له لوري له افغانستانه هغو نجونو ته له محرم پرته د سفر اجازه نه ورکول کېږي، چې بهرنی تابعیت نه لري.
په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو حکومت هغه نجونې هم له هوايي ډګره بیرته راګرځولې وې چې متحده عربي اماراتو ته د زدکړو لپاره روانې وې.
دغو راګرځول شویو نجونو ته په متحده عربي اماراتو کې د زدکړو زمینه یو عرب میلیاردر برابره کړې وه چې بیا د طالبانو پر دغه "بشري ضد کړنه" یې سخت غبرګون هم ښودلې وو.
له هغو نجونو ځینې یې بیا د پاکستان او ایران له لارې اماراتو ته لاړې.