بریتانیا حکومت ومنله چې ځانګړو ځواکونو یې د افغان کمانډو ځواکونو د غوښتنلیکونو په ویټو کې رول درلود

افغان ځواکونه

د عکس سرچینه، BEN TAGGART

    • Author, هنا او ګراډې، جویل ګونتر او رورې تینمان
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

بریتانیا حکومت منلې چې دغه هېواد ته د افغان ځانګړو ځواکونو راتګ ردولو په هکله یې د بي بي سي یوه رپوټ په تړاو خپل غبرګون کې پارلمان ته ناسم معلومات ورکړي.

بي بي سي پانوراما خپرونې په تېره فبرورۍ کې خپل رپوټ کې وویل چې د بریتانیا ځانګړو هوايي ځواکونو (اېس اې اېس) په بریتانیا کې د مېشت کېدو په تړاو د هغو افغان کمانډو ځواکونو غوښتنلیکونه ویټو کړي وو، چې د درې ګونو یا 'ټریپلز' په نامه یادېدل او له اېس اې اېس ځانګړو هوايي ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګېدلي وو.

د ویټو دا حق ځکه ناندریز و، چې اېس اې اېس ځواکونو ته یې په داسې حال کې د پرېکړې حق ورکاوه، چې د جنګي جرمونو په هکله له اېس اې اېس ځواکونو پوښتنې، ګروېږنې کېدې او افغان کمانډو ځواکونه پکې احتمالي شاهدان وو.

د خاص غونډ مخکیني غړي وايي، دا د ګټو یو څرګند ټکر و او په خبره یې له هېواده بهر د درې ګونو ځواکونو ساتل په دې مانا و، چې د دوی له لوري د شواهدو ورکولو مخنیوی وشي.

د بي بي سي رپوټ د دې لامل شو، چې د بریتانیا وسله والو ځواکونو علی البدل وزیر لیوک پولارډ په فبرورۍ کې د خپل هېواد دفاع وزارت ته یو لیک کې پوښتنه وکړه، چې ایا بریتانوي ځواکونو د درې ګونو ویزو غوښتنلیکونو کې ویټو کارولی او که نه؟

د دفاع وزارت یوه وزیر په ځواب کې ورته لیکلي و: ''د هغه ټکي په هکله چې تاسې د (ویټو) په تړاو مطرح کړی، زه کولای شم تائید کړم، چې د هېڅ یوې حکومتي ادارې یا څانګې لپاره داسې کوم میکانیزم نه شته او نه مخکې و.''

ځواکونه

د عکس سرچینه، .

د بیا ارزونې ځنډېدل

بل لور دفاع مخکیني ویندوی سټېوارټ مکډونلډ پارلمان کې یوې پوښتنې ته وویل شول، چې بریتانوي ځواکونو هېڅکله د داسې غوښتنلیکونو په هکله ویټو نه دی کارولی.

دې ردولو وښووله، چې د بي بي سي رپوټ کره نه و.

خو روانه اونۍ ښاغلي مکډونلډ ته د دفاع وزیر اندریو موریسن له لوري یو لیک ورسېد، چې وايي، ''د پارلمان پوښتنې په هغه ځواب کې یوه تېروتنه معلومه شوې، چې تاسې ته د ۲۰۲۴ کال د مارچ پر ۲۲مه درکړل شوی.''

په لیک کې راغلي، ''د یوې معیاري عملیاتي پروسې له مخې چې له مخکې ترې کار اخیستل کېده، د دفاع وزارت قضیو کارکوونکو د بریتانیا ځانګړو ځواکونو ارزونې د دې لپاره کارولې، چې پرېکړه وکړي ایا د درې ګونو غوښتنلیکونو چارې مخکې یوسي او که نه. دې سره دوی په بنسټیز ډول د غوښتنلیکونو په تړاو ویټو درلود.''

له بي بي سي سره خبرو کې ښاغلي مکډونلډ وویل، پر دې موضوع بېرته شاته ګرځېدل، ''په فوق العادي توګه د بریتانیا حکومت له لوري دا منل دي، چې د هغو افغانانو په حق کې بشپړ خیانت شوی، چې له بریتانوي سرتېرو سره څنګ په څنګ یې جګړه کړې او اوس د طالبانو له لوري له تعقیب او یا سزا سره مخامخ دي.''

په ۲۰۲۱ کال کې چې طالبانو په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړ، د درې ګونو ځواکونو بریتانیا کې د مېشت کېدو سلګونه غوښتنلیکونه هغه مهال رد شوي وو، چې د ویټو دا لړۍ فعاله وه. ځینې دا غوښتنلیکونه چې بي بي سي لیدلي وو، داسې قانع کوونکي شواهد یې درلودل، چې د افغانستان په جګړه کې د بریتانوي ځواکونو تر څنګ پکې د جګړې کولو ثبوتونه وو.

بریتانیا کې د مېشت کېدو په هکله د مخکینیو کمانډو ځواکونو د غوښتنلیکونو رد کېدل د دې لامل شوي، چې د سي ایف ۳۳۳ او اې ټي ایف ۴۴۴ ټولیو غړي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پټ ژوند وکړي.

بریتانیا حکومت ژمنه کړې وه، چې د ۲۰۰۰ رد شویو غوښتنلیکونو بیا ارزونه به کوي، او د بیا ارزونې دا بهیر به په ۱۲ اونیو کې بشپړ کړي، خو له څلورو میاشتو تېرېدو وروسته بي بي سي ته داسې ښکاري چې د دې غوښتنلیکونو خورا کوچنۍ برخې ارزونه بشپړه شوې ده.

د درې ګونو یوه پخواني لوړپوړي افسر چې اوس په بریتانیا کې دی په دې هکله وویل: ''د ټریپلز، ۱۰، ۲۰ او یا ۳۰ غړي هره ورځ زنګ راته وهي، ځواب رانه غواړي، خو زه هېڅ ځواب نه ورته لرم. نه پوهېږم دا بیا ارزونه ولې دومره ډېر وخت اخلي.''

دغه افسر زیاتوي د دې خبرې اورېدو ''ځورولی'' چې بریتانوي ځانګړي ځواکونه هغه څوک وو، چې دا غوښتنلیکونه یې رد کړي.

دی زیاتوي: ''موږ هر وخت له یوه بل سره همکاري کوله، موږ له دوی سره څنګ په څنګ جګړه کوله.''