تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیه کې د وتلي پوځي بلاګر د وژنې په تور یوه ښځه نیول شوې
په روسیه کې پلټونکو د سنټ پیټرزبرګ ښار په یوه خوړنځي کې کرملین ته د نژدې اوڅار روسي پوځي بلاګر د وژنې په تور یوه ښځه نېولې ده.
داریه ترېپووا چې ۲۶ کلنه ده، له وړاندې د روسیې د کورنیو چارو وزارت د هغو کسانو په لیست کې وه چې د دغه وزارت له خوا یې د نېولو امر شوی دی.
د نوموړې نېونه د روسیې پلټونکې کمېټې تایید کړې ده.
د چارواکو لخوا یوې خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې اغلې ترېپوا اعتراف کوي چې ښاغلي تاتاریسکي ته یې یوه مجسمه ورکړې چې وروسته چاودلې ده.
خو هغه په دې اړه څه نه وايي چې له چاودنې او چاودېدونکو توکو خبره وه یا دا چې بل څه کې دې رول ولري.
د دې احتمال شته چې دا ویډیو دې تر فشار لاندې ثبت شوې وي.
د روسیې د کورنیو چارو وزارت د روسي پوځي بلاګ چلوونکي ولادلین تاتارسکي وژل کېدل مخکې تایید کړي وو.
پولیسو ویلي، چاودنه په (سټریټ فوټ بار ۱) خوړنځي کې شوې چې نژدې ۳۰ نور کسان یې هم ټپیان کړي دي.
پر خواله رسنیو د چاودنې د سیمې وېډیوګانې خپرې شوې چې ټپیان پر سړک پراته پکې ښکاري. تر اوسه د چاودنې مسؤلیت چا نه دی منلی.
د دغه وتلي روسي بلاګ چلوونکي ولادلین تاتارسکي اصلي نوم مکسیم فومین دی چې پر اوکرایین د روسیې د یرغل له قوي ملاتړو ګڼل کېږي.
ده په اوکرایین د جګړې له لومړیو کرښو رپوټ وړاندې کاوه او تېر کال یې د کرملین د ننه د یوې ثبت شوې وېډیو په خپرولو ډېر شهرت پیدا کړ، ده په وېډیو کې ویلي: "ټول به مات کړو او ټول به ووژنو او که اړتیا شي ټول به په دار وځړوو. کټ مټ لکه څنګه چې غواړو."
دا وېډیو په کرملین کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د مېلمستیا پرمهال ثبت شوې وه چې په اوکرایین کې له روسیې سره د څلورو سیمو د ضمیمه کولو اعلان هم پکې وشو.
د کرملین په دې کار سره نړیوالو د پوتین دا عمل وغانده.
سنټ پیټرزبرګ د ولسمشر پوتین پلرنی ټاټوبی هم دی او له همدې ځایه یې بخت ورسره ملګری او د سیاست لوړو پوړیو ته ورسېد.
د روسیې خبري اژانس د کورنیو چارو وزارت له خولې ویلي، چاودنه په هغه مجسمه کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له کبله وه چې تاتارسکي ته ډالۍ په توګه یوه صندوق کې سپارل کېده.
دا خوړنځی د روسي اجیرې وسله والې ډلې "واګنر" د یوه مخکني مشر ملکیت و.
دا وژل شوی روسی بلاګ چلوونکی پر ټیلیګرام تر ۵۰۰ زرو ډېر مینه وال لري. ده او نورو پوځي بلاګرانو په اوکرایین کې د روسیې د یرغل ننګه کړې ده.
د (سایبر فرانټ زد) په نامه یوه ډله چې ځان "د روسیې رسنیز ځواکونه" ګڼي، پر انسټاګرام لیکلي چې د چاودنې په ماښام یې ټوله چایخونه کرایه کړې وه.
دې ډلې پر ټیلیګرام لیکلي: "ترهګریز برید وشو. لازم امنیتي تدابیر مو نیولي وو، خو له بده مرغه کافي نه وو".