ایټالیا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ضد لاریون؛ "روان کال کې ۱۰۶ ښځې وژل شوي"

د خپرېدو وخت

ایټالیا کې په لسګونه زره خلک د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ضد لاریون ته راوتلي دي.

دا لاریون وروسته له هغې پیل شو، چې روانه میاشت یوه محصله ووژل شوه.

ادعاوې شته چې، د جولیا چکتین په نامه دا ښځه له فراغت څو ورځې وروسته د خپل پخواني ملګري له خوا وژل شوې ده.

رپوټونه وايي، میلان او ناپل ښارونو کې خلک لاریونونو ته راوتلي او په روم کې د لوی شمېر خلکو د راټولېدو له امله لارې بندې شوې دي.

د ایټالیا ولسمشر دا وژنه د "نه زغم وړ" کار بللی دی.

سرجیو ماتارلا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي نړیوالې ورځې په پار خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: "دا ډول خواشینې کوونکي خبرونه د هېواد وجدان لړزوي."

نوموړي ویلي: "یوه متمدنه ټولنه دا ډول برید او د ښځو وژنه نه شي زغملی." هغه همدا راز زیاته کړې چې، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي کې ټولنه پړه ګڼل کېږي.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت شمېرې ښيي، روان کال کې تر دې دمه ۱۰۶ ښځې وژل شوي دي، چې ویل کیږي له دې ډلې ۵۵ ښځې د خپل ژوند ملګري یا پخواني ملګري له خوا وژل شوي.

ایتالیا کې د عامو خلکو غوسه هغه مهال راوپارېده چې د طبي انجینرۍ (بایومیډیکل انجنیرېنګ) برخې ۲۲ کلنه محصله ووژل شوه.

د هغې پلار جیو چکتین د خپلې لور د مړینې په اړه ویلي: "هېڅ څه جولیا بېرته مونږ ته نه شي راستنولی، خو زه غواړم د هغې مړینه د ښو بدلونونو لامل او سرچینه وګرځي."

آغلې چکتین د نومبر پر ۱۱مه داسې مهال نادرکه شوه، چې د فراغت جامو اخیستو لپاره بازار ته تللې وه.

څو ورځې وروسته یې مړی په یوه لښتي کې وموندل شو.

له امنیتي کمرو ترلاسه شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې مېرمن چکتین د هغې د پخواني ملګرې فیلیپو تورتا له خوا وهل کېږي.

له پلټنو او څار وروسته، ښاغلی تورتا جرمني کې لایپزیګ ښار ته څېرمه ونیول شو.

نوموړی د تېرې شنبې ورځې په مازدیګر ایټالیا ته راوستل شو، خو تر اوسه په رسمي ډول نه دی تورن شوی.

د رپوټونو له مخې، هغه اوس ورونا کې په یوه زندان کې اچول شوی او لومړۍ محکمه یې راتلونکې سه شنبې پر ورځ ده.

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جیورجیا ملوني د میړونو او ملګرو له خوا پر ښځو د تاوتریخوالي دې اوږدې مخیني په اړه "سخته غوسه" څرګنده کړې.

آغلې ملوني ژمنه کړې چې، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي په اړه به آن په ښوونځیو کې لوی کمپاین پیل کړي او د دې "ناوړه دود" د ختمولو لپاره به هڅې وکړي.