د هند په اتراکهنډ کې د چارواکو لخوا د مدرسې ودانۍ له ورانېدو وروسته تاوتریخجنې مظاهرې شوې

د خپرېدو وخت

د هند شمال اتراکهنډ ایالت کې وړمه ورځ د یوه داسې جومات او مدرسې له ورانولو وروسته چې چارواکي ادعا کوي په غیر قانوني توګه ودان شوي وو، له سختو مظاهرو وروسته اوس چارواکي وايي، وضعیت کنټرول شوی دی.

د هلدواني نومې دې سیمه کې د پنجشنبې پر ورځ له پراخو مظاهرو وروسته ګرځبندیز ولګول شو، چې د شنبې په سهار پکې یو څه نرمښت رامنځته شو.

د یادونې ده، چې د هلدوانې سیمې د جومات او مدرسې ورانولو پر مهال د سیمې خلکو احتجاج پیل کړ او له هغه وروسته هلته اور هم ولګېد.

یوه خبریاله وندنا سینګ چې د دې پېښې خبري پوښښ لپاره هلته ورغلې وه له بي بي سي سره خبرو کې وايي، چې د خلکو یوې ډلې هلته ولاړو ګاډیو ته اورونه ورته کړل، خو په وینا یې د دې ډلې خلکو کره شمېر نه معلومېږي.

ځايي پولیس بیا وايي، یوې ځانګړې ډلې پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه وکړل، اورونه یې ورته کړل چې له کبله یې دولتي تاسیساتو ته هم زیان واوښت.

د اتراکهنډ ایالت اعلی وزیر پشکر سینګ امر کړی و، چې شر خوښوونکي دې له لیدل کېدو سره سم په ډزو وویشتل شي.د نیني تال مرستیال وندنا سینګ وايي، په سیمه کې تر امر ثاني پورې ګرځبندیز پلی شوی دی.

د یادونې ده، چې د پنجشنبې پر ماښام لا د امنیت خوندیتوب لپاره دې ګڼ مېشتې سیمې ته چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان دي، ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه غوښتل شوي وو.

له بي بي سي هندي څانګې سره خبرو کې عیني شاهدانو ویلي، د مدرسې ړنګولو پر مهال خلک لارو، کوڅو ته راووتل، د ډبرو ګوزارنه پیل شول، په ځواب کې پولیسو پر احتجاجیانو د کوتکو ګوزارونه وکړل او اوښکې بهوونکی ګاز یې وکارواه.

ځايي چارواکي وايي، مظاهره کوونکو وروسته د پولیسو پر مرکز برید وکړ او هلته ولاړو موټرونو ته یې اور ورته کړ.

د نیني تال ځايي ادارې افسر وندنا سینګ وايي، ''له تېرو پنځلسو، شلو ورځو راهیسې په سیمه کې د هغو ودانیو ورانولو چاره روانه ده، چې په غیر قانوني توګه ودانې شوې دي. د نوموړي په وینا د ښاروالۍ له قوانینو سره سم ټولو ته له مخکې خبرداری ورکړل شوی و، د دوی دلائل هم اورېدل شوي او ځینې کسان ان تر سترې محکمې پورې رسېدلي دي.''

د دې جائداد په هکله نوموړی وايي، دا د ځمکې یوه تشه ټوټه ده، چې نه خو د مذهبي اډانې په توګه راجستر ده او نه هم داسې منل شوې ده. دا اډانه مدرسه بلل کېږي او ځینې خلک یې د لمانځه کولو ځای (جومات) بولي خو په اسنادو کې داسې هېڅ یادونه نه ده شوې.''

په سیمه کې د مظاهرو په هکله یاد افسر وايي، پولیسو نه خو څوک پارولي، نه یې څوک وهلي، ټکولي او نه یې هم له چا سره زور زیاتی کړی دی.