پاکستان کې له افغانستانه د سبو او مېوې پر وارداتو نوې ماليه؛ څوک به اغېزمنېږي؟

کابل
    • Author, افتخار خان
    • دنده, بي بي سي- اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د پاکستان مرکزي حکومت د تېر کال پرتله روان کال د ماليې له لارې د ترلاسه کېدونکو عوايدو هدف څلويښت سلنه زیات کړی دی.

د زياتو ماليو راټولولو لپاره حکومت په بوديجه کې نه يوازې د شته ټکسونو يا ماليو کچه لوړه کړې ده، بلکې پر ځيني هغو توکو يې هم ماليه لګولې ده، چې مخکې پرې مالیه نه اخیستل کېده. دې کې له افغانستانه پاکستان ته وارد شوي سابه او میوې هم شامل دي.

د پاکستان حکومت دې ګام بیا له ځینو سره اندېښنې هم راپورته کړې دي. دوی وايي، د مالیو له زیاتېدو سره به نه یوازې د سبو او میوې بیې لوړې شي، بلکې سوداګر او افغان بزګران به هم ورسره زیانمن شي.

د پاکستان د خزانې (مالیې) وزير محمد اورنګزيب خپله منلې ده چې دا کال بوديجه يې د پيسو نړيوال صندوق ای اېم اېف په لارښوونه چمتو کړې او د دغې ادارې ډېری شرطونه يې منلي دي، ځکه چې د تېرو کلونو په څېر نور پورونو ترلاسه کولو ته اړتيا لري.

ویل کېږي، د ای اېم اېف په شرطونو کې یو شرط پر هغو توکو د مالیې لګول هم دي، چې له دې مخکې پرې مالیه نه اخیستل کېده.

پاکستان حکومت له دې مخکې له نورو هېوادونو پر وارد شویو تازه میوې او سبو مالیه اخیسته، خو له افغانستانه یې یوازې پر وارد شویو پیازو او مڼو مالیه اخیسته.

بل لور په پاکستان کې د اقتصادي چارو ماهر طاهر امین وايي، دې سره به د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري لا اغېزمنه شي، چې وار له مخه له ننګونو سره مخامخ ده.

دی وايي، د کابل او اسلام اباد تر منځ ترینګلي اړیکي، د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې، د ګمرکونو لانجمنې چارې او د ځینو نورو عواملو له کبله په تېر یوه کال افغانستان ته د صادارتو کچه ټیټه شوې ده. د سوداګریز اقتصاد څارونکې ادارې (ټرېډینګ اکانومکس) د یوه رپوټ له مخې په ۲۰۲۲ کال کې پاکستان ته له افغانستانه د وارد شویو توکو ارزښت ۹۴۵ میلیونه ډالره و، چې په ۲۰۲۳ کال کې بیا دا کچه ۶۹۱ میلیونو ډالرو ته ټیټه شوې ده.

له افغانستانه پاکستان ته ډېر صادرېدونکو توکو کې وچه، تازه مېوه، سابه، د ډبرو سکاره او پنبه شامل دي. پر افغان میوې او سبو اتلس سلنې مالیې پاکستان کې د دې توکو بیې لوړې کړې، چې د ولس تر څنګ یې ځینې سوداګر وايي، دوی ته هم مالي زیانونه اوښتي دي.

د اسلام اباد یو سوداګر حاجي شاه زیب هم تر ډېره له افغانستانه تازه میوې او سابه واردوي. شاه زيب بي بي سي سره خبرو کې وويل چې د نوې مالیې (سېلز ټېکس) له لګېدو سره د مېوو او سبو نور لګښتونه هم زيات شول. د ده په وينا له افغانستانه پر واردېدونکې زردالو باندې د ټن په حساب د دوي تېر کال ۱۵ زره پاکستانۍ روپۍ لګښت راته، خو سږ کال شپيته زره لګښت پرې شوی.

نوموړی وايي، د افغان انګورو پر یوه ټن دغه لګښت له ۱۹ زرو روپیو ۶۰ زرو ته لوړ شوی او پر انارو بیا له ۲۷ زرو روپیو ۱۰۸ زرو روپیو ته لوړ شوی دی. دغه سوداګر وايي، د پخوا په څېر یې په افغانستان کې د میوې باغونو محصولات اخیستي، خو د لګښت زیاتېدو له کبله له تاوان سره مخامخ دی.

د سوداګرو اندېښنې

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان دې ګام افغان بڼوال او بزګران هم اندېښمن کړي. د کابل یوه سوداګر ننګیال هاشمي بي بي سي ته وویل، دی او ګڼ نور افغان سوداګر او بڼوال فکر کوي، هغه مهال دوی ته له پاکستان سره په کاروبار کې ستونزې راپورته کېږي، چې د میوې او سبو محصولاتو راټولولو او صادرولو موسم وي.

نوموړی وايي، کله پاکستان ته د تګ پر مهال تر ورځو پورې په تازه میوې او سابه بار ګاډي تر ورځو پورې په دروازو کې ایسار ساتل کېږي، چې توکي یې په لاریو کې خراب شي، کله د اسنادو په پلمه ایسارېږي او اوس د اضافي مالیو له لارې پاکستان هڅه کوي، چې د دوی د صادراتو مخه ونیسي.

د اقتصادي چارو کارپوه طاهر امین بیا له دې فکر سره مخالف دی. دی وايي، پاکستان دا ګام له افغانستان سره د راکړې، ورکړې پر وړاندې د خنډونو پیدا کولو لپاره نه دی اخیستی، بلکې یوازې دا غواړي چې د مالیې له لارې عایدات زیات کړي.

ښاغلی امین زیاتوي، پاکستان ښايي په دې توګه د لنډ مهال لپاره یو څه زیات عایدات ترلاسه کړي، خو اندېښنه دا ده چې د وخت له تېرېدو سره به د ګټې پر ځای زیان وکړي.

ښاغلي طاهر امين وويل، داسې ګومان کېږي چې هغه کسان چې له افغانستان څخه دغه توکي واردوي له دې مالیې څخه د خلاصون په موخه به دغه توکي د قاچاق له لارې واردوي او دا هغه څه دي چې د پاکستان اقتصاد ته زیان رسوي.